د غزني تبایي؛ د ای اس ای، محقق او طالبانو مثلث

0 637

ودان روښان

ما کوم نوی کشف نه دی کړی بلکې دا ډېره زړه مسله ده خو چا یې په اړه ځکه څه نه ویل چې ملي یووالي؟! ته زیان ونه رسېږي که نه له اوږدې مودې راهیسې ای اس ای د طالبانو او ځینو هزاره سرلارو تر منځ داسې جوړجاړی کړی چې طالبان به له هزاره ګانو سره کار نه لري خو په بدل کې به یې طالبان دهغوی له سیمو په امن تېرېږي. که وکتل شي دا مامله سل په سلو کې د هزاره ګانو په ګټه ده ځکه چې له یوې خوا د طالبانو له بریدونو خوندي کېږي او له بله پلوه طالبان چې د پښتنو او تاجکو سیمې ناامنه کوي، د غزني د بیا رغاونې ټوله ونډه دوی ته رسېږي. د نورو له یادونې به تېر شو ولسي جرګې ته په تېرو ټاکنو کې د پښتنو سیمو ناامنیو له امله د غزني ۱۱ استازي له هزاره ګانو غوره شول. دا ناڅاپي خبره نه وه بلکې په دې اړه د جوړجاړي سندونه هم شته که څوک په زیر سره ورته وګوري.

د غزني اوسنی ناورین هم د هغو پټو او ښکاره اړیکو پایله ده چې ډېر پخوا  ټینګې شوې دي. د مالومات او شواهدو پر بنسټ دا اړیکې د محقق باجه او نږدې سلاکار محمد حسین یاسا ټینګ کړي دي. حسین یاسا په اصل کې د کوټې له هزاره ګانو دی او دوه ګونی تابعیت لري، یو ورور یې د پاکستان په پوځ کې افسر دی.

دغه سړی په کال ۲۰۱۲، د جولای په ۲۴ د کاب له کانیټینل هوټله د را وتلو پروخت د ملي امنیت کارکونکو نیولی و. د ملي امنیت کارکونکو ویلي و چې حسین یاسا د پاکستان جاسوس دی، ورور یې د پاکستان پوځ کې فسر دی او دی (حسین یاسا)د پاکستان رسمي شناختې کارډ (تذکره) لري.(۱)

خو خبره هلته رسوا شوه چې کله محقق خپله د حسین یاسا د خلاصون په لټه کې شو او دایې په زغرده وویل : «زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او د هغه په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي.»

د حسین یاسا په اړه د ملي امنیت یو کارکونکي داسي ویلي: « حسین یاسا به د ملي جبهې د هرې غوڼدې د مخه له پاکستان سفارتکارو سره لیدنه کوله او محرمانه اسناد به یې هغوی ته برابرول.» د یاسا له نیول کېدو ځنډ پرته محقق خپله هغه خلاصون په لټه کې شو، او دایې په زغرده وویل:«زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نږدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او زما په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي».

ځایي خلک وایي چې له خوکالو راهیسې د طالبانو او ځینو هزاره ألو ترمنح یو ډول جوړ جاړی شوی چې له مخې یې دواړه لوري نه یوازې دا چې له یو بل سره کار نه لري بلکې داسې هم ویل شوي چې د طالبانو ډېر اکمالات هم له ناور، جاغوري او نورو هزاره میشتو سیمو کېږي او دا خبره ځکه پر منطق هم برابره ده چې طالبان هم له ای اس ای او هم له ایران سره نږدې اړیکې لري. نوره خو لکه لمر روښانه ده چې د طالبانو د ماملې لوری هم له ایران او هم پاکستان سره اړیکې لري. له هغه ځایه چې محقق او محقق خیل په دولت هم کې اغیزمنه ونډه ولري او هم د ایران له هر اړخیز ملاتړه برخمن دي، دوی له دولته وسلې او مهمات اخلي او پر طالبانو یې پلوري چې په دې سره له یوې خوا پیسې ترلاسه کوي او له بلې خوا خپل سیالان پرې کمزوري کوي.

پرغزني د جمعې شپې برید کې د طالبانو په مخکې همدغو خلکو واردمخه خپلې شاوخوا شل پوستې پرې اېښې وې نو ځکه خو طالبان په ډېره اساني ښار ته ننوتل ځکه چې په مخ کې یې کوم خنډ نه و.

یوه مسله چې د پام وړ ده هغه دا چې پر غزني له وروستي برید مخکې چې طالبانو څومره بریدونه د ولسوالیو پر پوستو کړي او دولتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې د هغو په اړه رسنیو ته رپوټونه د ولایتي شورا هزاره توکمه غړو خالقداد اکبري، لطيفه اکبري او نورو په داسې بڼه ورکړي چې ته به وایې همدغه کارته ګومارل شوي دي.

له بله پلوه داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې پر غزني د برید پرمهال د هغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې لسګونه کوماندو ځواکونه تري تم شوي وو چې له دغو ځواکونو زیات شمېر یې امن ځایونو ته ځانونه رسولي وو او د حیو نورو برخلک لانه د څرګند. پوښتنه داده: اجرستان چې تر ډېره هزاره میشته ولسوالۍ ده د ختیځ، سویل اولوېدیځ لورو ته یې ناور او مالستان او شمال ته یې ددای کنډي میرامور او ګیزاب ولسوالیانې پرتې دي چې ددې ټولو ولسوالیو غوڅ اکثریت هزاره ګان دي او په هزاره ګانو کې خو طالبان نه شته نو که دا مامله نه وي څنګه طالبان اجرستان ته ورسېدل او د کوماندو ځوکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله او پرشاتګ ته یې اړ کړل؟  

د غزني جګړې یو بل اړخ دا هم دی چې د پاکستان پوځ په تاکتیک او ستراتېژي کې له افغانستان سره په احتمالي جګړه کې د هغوی موخه دغزني نیول دي. دا مسله له داوود خان سره د ۱۹۷۴ کال په جون میاشت کې د هغه وخت یو وزیر محصل د لیدنې په یادونو کې راغلې ده. داسې ښکاري چې پرغزني دغه ډول برید په اصل کې د پاکستان د پوځ تطبیقات هم و خو په اصلي نه په تمریني بڼه.(۲)

(۱)هشت صبح ورځ پاڼه ۷/۵/۱۳۹۱

(۲) داؤد خان سره ملاقات او د افغان ټیلیویژن سټیشن کیسه    

لیک: قانونپوه علي خان محسود

د 1974 م کال په جون میاشت کښې خان عبدالولي خان له لندنه د کابل په لاره راتلو، نو موږ یې کابل ته ستړيمشي ته ورغلي وو. په ما پسې وارنټ  و او بابا ویل ، چې ځان  نیولو ته ور نه کړې، نو زه په افغانستان کې د اجملخټک صیب سره پاتې شوم….

په 1974 م کال په پېښور  کې وخت په وخت ګنګوسي خپریدلې، چې بهټو ته پوځي جنرالانو مشوره ورکړې ده چېپه مشرقي پاکستان کې د ماتې په وجه د پاکستانې پوځ مورال ډیر زیانمن شوی دی، باید افغانستان راوپارول شياو جنګ ورسره وشي او دا جنګ موږ ګټو. نو ددې په ذریعه به د پاکستاني پوځ مورال بیا پورته شي، نو خلکو به داویل چې بهټو کومه پلیته خوله د افغانستان او خصوصاء د دولت رییس داوود خان خلاف استعمالوي دا هم شعوريکوشش دی چې سردار صیب په غصه کړي. د ګونګوسو مطابق پاکستاني پوځ به نمایشي برید د خیبر، چمن اوسپین بولدک په لاره کوي خو اصلي هدف به د ژوب، ګوملې په لاره وي چېBlitz Krierg کې غزني ونیسي، نوکندهار او کابل به سره پرې کړي او د هغه وخت د افغاني اخوانیانو په ذریعه به ګډودي جوړه کړې سردار صیب بهبې عزته شي او د افغاني پوځ مورال به ټیټ شي او د پاکستاني پوځ مورال به جګ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply