غازي امان الله خان د آزادي او آبادي مکتب/ محمد ایاز نـوري آزادي

0 1,519

۱۸/۰۸/۲۰۱۸

 

په دې وسیله د ځان او خپلې کورنئ له خواء د انګرېزي استعمارګر څخه د ګران هېواد افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د (۹۹) کلیزې د راسېدلو په ویاړ، خپل هر هېواد وال ته، هر چېرې، چې استوګن وي، مبارکي وایم. د هغو زموږ افغانانو لر او بر، چې سروالي ئې د افغان ملت اتل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان کوله، ارواګانې خوشالې غواړم، سر د درنښت لپاره ورته ټیټ کوم، چې د وطن  د خپلواکي د اعادې لپاره په افغان – انګلیس دریمه جګړه کې ګډون وال ول او د دغه مقدس هدف لپاره شهیدان، ټپيان او غازیان شول. په همدې عظیم مناسبت دغه تاریخي انځور درنو هېواد والو ته ډالی کوم.

٭٭٭

په پورتني انځور کې افغان پاچا اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان څومره عظیم او ویاړمن ښکاري. پاچا د  ۱۹۱۹ز کال د فبروړي د میاشتې په ۲۴ نېټه په داسې حال کې، چې پوځي دریشي په تن، بربنډه توره ئې اچولې او ټوپک په اوږه په یواځې ځان د آس په سورلۍ سیواء د ساتونکو له شاهي ارګ څخه راووت او مخامخ د کابل د مراد خاني ډګر ته راغلو. مُنبر ته وروخوت او پخپل تاریخي نطق کی ئې افغان جمعیت ته، چې د کابل خلک او وسله وال پوځ ول، د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او فردي آزادي اعلان کړله او د نوي دولت د صداقت، عدالت او ورورولي څخه ئې ذکر وکړ، چې د مقابل حاضرو خلکو څخه د مبارکي او خوشالي یوه چیغه راپورته شوله. (افغان ملي مبارز استاذ میر غلام محمد خان غبار کتاب، افغانستان در مسیر تاریخ، ۷۵۳ مخ) په حقیقت کې افغان مشر امان الله خان په همدې ورځ د خپل عدل غوښتونکي مقدس هدف یعنی آزادي د حصول لپاره، زورور استعمار ته د جګړې اعلان ورکړ. افغان ملت په یوه غږ د خپل پاچا د دغه جرات او سرتېر اقدام ته د هو، مونږ درسره یو، ځواب ورکړ…!. همدغه د افغان پاچا د حق ناره او نارینتوب هغه د تاریخي افغانستان په معاصر تاریخ کې افغان ملت ته ځانګړۍ او ارجمند کوي، امان الله خان خپل منلی ملي قهرمان بولي او افغانان هر کال د خپلواکي ورځ او مشر سروال ته د عقیدت سپېڅلي افغاني احساسات د جشن په نیولو سره تقدیم کوي. د همدې تاریخي مهم بدلون په ارتباط یو بل افغان د تاریخ لیکوال فضل غنی مجددی پخپل کتاب (افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله خان، ۳۹-۴۰ مخونو کې)، داسي لیکي: «د فبروری د ۲۳ په ورځ البته د پوځ د هوکړې څخه پس امان الله خان د کابل مشران راوبلل او په یوه لنډون کې ئې عالي خطبه  هغوی ته واوروله، چې مهم ټکي ئې دادي:

 

  • افغانستان باید خپله خپلواکي حاصله کړي،
  • د امیر د قتل مجرمین باید محاکمه شي،
  • د ملي حکومت درول د قانون پر بنسټ،
  • د اجباري کار لغو کول،
  • د بخارا او خیوه د مسلمانانو سره مادي او معنوي لاس نیوی او د عثماني خلافت تائید کول،

 

د امیر د خطابې څخه پس، چې په هغې کې د افغانستان د هرې طبقې لپاره مهم مسائل موجود ول، ټولو حضارو امیر ته بعیت وکړ. امان الله خان غوښتل خپل حکومتي نظام ته دیني او اسلامي صبغه ورکړي، په همدې لحاظ د فبروی ۲۸ کال ۱۹۱۹ز د کابل د عیدگاه جومات ته حاضر شو، همدلته حضرت شمس المشایخ فضل محمد مجددي پخپله لنډه وینا کې د امان الله خان څخه خپله حمایه اعلان کړله او د بادشاهئ تاج ئې پر سر ورکېښود، لاکن امان الله خان په لوړ غږ خلکو ته په خطاب کې وویل، (( د دغه تاج پر سر د انګرېز د ذلت تاج سپور دئ، که دغه تاج تاسو زما پر سر ږدئ نو باید د ساتنې ژمنه ئې هم زما سره وکړئ. زه د خپل وطن او ملت خادم یم، هر بل چا ته ئې، چې غواړی، تاج ورپسر کړئ!)) د امان الله خان د دغو کلماتو په اورېدلو ټولو حاضرینو په لوړ غږ شعار ورکړ: آزادي، استقلال… موږ به ستا سره درېږو اې امان الله»

نوي ځوان افغان پاچا امان الله خان د جلوس څخه لس ورځې پس (۳ د مارچ ۱۹۱۹ز کال) رسمي لیک د خپل هېواد د سیاسي واک په ارتباط د برتانوي هندوستان نائب السلطنه لارد چلسفورد واستاوه، لاکن ځواب ئې تر لاسه نکړ. افغان حکومت په دې عین کې خپل مستقل اجراعات پیل کړل. د شوروي اتحاد دولت د ولادیمیر ایلیچ لینن په مشری د ۱۹۱۹ز کال د مارچ په ۲۷ نېټه اماني مستقل دولت په رسمیت وپېږاند، چې دا اقدام د شوروي د دولت د انګریزې دولت د وارخطائي سبب وګرځېد.امان الله خان منتظر پاتې نشو او په آرامی سره ئې افغان عسکري سوقیات د برتانوی هند د پولو په استقامت پیل کړل. په ۳ د می افغان پوځ په برتانوي خاوره یرغل پیل کړ، چې دا آزادي بخښوونکې جګړه د جون تر ۳ پورې په څلورو محاذونو خیبر، چترال، ټل او سپین بولدک کې مخکې ولاړله او په نوموړې نېټه د فریقو تر منځ اوربند اعلان شو. (غبار لومړی ټوک، ۷۵۶-۷۷۰ مخونه)

زموږ ګران تاریخي افغانستان د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان تر زعامت لاندې د زور غږوونکي دشمن انګرېز سره د څلورو اونیو وسله والې جګړې څخه پس، لومړی اوربند ومانه او ورپسې په دوو مشکلو پړاوونو لومړی ۸ د اګست ۱۹۱۹ز کال د علی احمد خان تر مشری لاندې او بیا د نومبر ۲۲ د ۱۹۲۱ز کال، چې مشري ګران افغان مبارز شخصیت محمود خان طرزي کوله، خپله سیاسي خپلواکي له انګلیس څخه تر لاسه کړله، که څه هم زموږ د دیورند د تحمیلي سرحد موضوع او د پشتونخواء او بلوچستان د هېوادوالو برخلیک محکوم پاتې شو. (غبار ۷۷۴-۷۸۳ مخونه)

د اماني دولت په استقرار او بیا د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ په تامین سره افغان ملت یو نوی ژوند پیل کړ، او ولس د خپل وطنپال پاچا او ورسره متعهدو ملګرو تر قیادت لاندې یو نوی کلک اساس د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ او سوکالي لپاره کېښود. اماني دولت د خلکو په مخامخ او مخلص ګډون لوی لوی کارونه پیل او تر سره کړل. لکه د لومړني اساسي قانون جوړول او ورسره د اتیاوو مختلفو نظامنامو تصویب کول او په ټولنه کي ئې تطبیق کول. افغان پاچا او رښتینو ملګرو ئې غوښتل په قانون ولاړه یوه نوې افغاني ټولنه او ملت رامنځ ته کړي. وګورئ کتاب (بازنگری دورهُ امانی و توطئه های انگلیس، ۲۸۹-۲۹۸ مخونه لیکوال عبدالرحمن زمانی)

درنو افغانانو! آزادي د هر انسان یو روا ضرورت دئ، دا خپلواکي او آزادي که عقیدتي وي، که سیاسي وي، که اقتصادي وي، که مدني وي او که کلتوري وي، دا استقلال له فردي استقلال څخه پیل کېږي. افغان ملت یو آزادیپال او په ملي غرور سمبال ملت دئ. هغه مو په یاد دي، چې زموږ درنو پلارنو او نیکونو به غازي امیر امان الله خان ولې په یو ملي غرور او لوی درنښت موږ ته رایادوه؟ اعلیحضرت امان الله خان د ټول ملت له خواء نومول شوی په «غازي» خو یو انسان وه، لاکن د هغه برم او لوی والی د هېواد د سیاسي استقلال تر لاسه کول او بیا د خپل لس کلن واک په بهیر کې، په یو خاص خلوص د وطن د ترقي او افغان انسان د سوکالي لپاره هر اړخیزې هلې ځلې ول. اماني مستقل او ویاړمن دولت پیل د ۱۹۱۹ز کال د فبروري څخه بیا تر جنوري  د ۱۹۲۹ز کال پورې په عمل کې د افغان ولس لپاره لکه یو لارښود بهیر واقعاً په هره برخه کې د ارزښت وړ کارونه وکړل. دا صرف یو پیل وه اما د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هغه د اخلافو او اسلافو په پرتله یو بهترین پیل وه. دا کوم شعاري د «زنده باد، مرده باد» بهیر نه وه، دلته یو نهایت حساس، زیار کښ او مُخلص مشر غازي امان الله خان دولت رهبري کاوه او ورسره یو ډله شرافتمند او د عمل خاوندان لکه محمود خان طرزي، نائب السلطنه محمد ولیخان دروازئ، غلام نبی خان او غلام صدیق خان چرخي، میر زمان خان لوی خان، عبدالهادي خان داوي، میر غلام محمد خان غبار، عبدالرحمن خان لودین، لیوامشر یار محمد خان وزیرئ، شجاع الدوله خان جوهر شاه خان غوربندۍ او نور درانه او په افغان ملت او افغانستان مین شخصیتونه او له بلې خواء یو شمېر ډېر خائن دنیا پرسته بی ایمانه او په انګلیس خرڅ شوي افغانان ظاهراً اعلیحضرت امان الله خان ته ډېر غوړه مال او بلی ویونکي لاکن په باطن کې د انګرېز سره په تفاهم کې تیار په کمین کې د فُرصت لپاره ناست لکه سپه سالار محمد نادر خان او وروڼه ئې هاشم خان، شاه محمود خان، محمد عزیز خان، شاه ولیخان، اوعبدالاحد خان مایار وردګ، علی احمد خان لویناب، احمد علیخان لودی، نور المشایخ فضل عمر مجددي، فیض محمد خان ذکریا او نور پلویان ئې خپل صفونه د مستقل افغانستان د بیرته مرئي کولو لپاره تړلي ول. اما دلته بیا ګورو، چې په یوه لویه خواشینی سره همدغه عظیم الشان په دننه او نړیوال ډګر کې افغان دولت او زعیم ئې لومړی د یوه دوو پیسو بی سواده کس په نوم دې جبیب الله ای دزد مشهور به بچه سقاو د (خادم دین رسول الله) تر شیطاني شعار لاندې په ۱۸ د جنوري د ۱۹۲۹ز کال د اماني دولت پر ځای نصب کیږې. چون دا د تجربه انګرېزي استعمار په پټه لار ښوونه د افغان ملت د بربادئ په مقصد د پروژې لومړی پړاو وي، نو دا سقاوي حاکمیت صرف نهه میاشتې دوام کوي او استعمار دلته خپل بل ستراتیجیکه یا اوږد محاله پروژه د خپل اعتباري جاسوس سپه سالار محمد نادر خان په سروالی عملي کوي او هغه مکار جنرال د افغانستان د بادشاهی مقام ته پورته کوي. وګورئ کتاب (محمد نادر خان کی بود و چگونه سلطنت را بدست آورد، غبار، افغانستان در مسیر تاریخ دوهم ټوک ۲۳- ۳۷ مخونه)

د افغان غازي پاچا زوی والاحضرت احسان الله خان (د افغانستان) ویل، «زما پلار اعلیحضرت امان الله خان لس کاله د افغانستان بادشاه وه، هغه هم دغه لس کاله د انګرېز سره په مجادله او کشمکش کې تېر کړل»، ( پاچا زوی ما لیکوال سره مخامخ خبرې، اګست ۲۰۰۴ز کال جرمني)

 

 

نادري خاندان او لوی تاریخي ملي مسوولیت

 

د ګران تاریخي زموږ افغانستان د ننۍ روانې غمیزې په نظر کې نیولو سره، زه د افغانانو او خصوصاً افغان ځوان نسل ژور پام دوو ټکو را اړوم. لومړی دا، چې اماني په اصلي مفهوم کې خپلواک دولت څنګه د توطئه ګر او تجربه لروونکي انګرېز تر لارښوونې لاندې او د کومو افغاني ملي خاینانو له خوا د تباهي سره مواجهه شو. په هغه اماني لس کلن (۱۹۱۹-۱۹۲۹ز) پړاو کې، چې انګرېز خپله ناروا پنجاله په برتانوي هند باندې ښخه کړې، څنګه ئې زغملای شول، چې په مخامخ سرحدي دیوال ئې د یوه مستقل او له برمه ډک افغانستان سره، چې د سیمې د آزادي بخښوونکو نهضتونو څراغونو ته ئې له خپل ځیګر څخه نور او تیل ورکول او امپراتوري ئې ورته لړزوله. نو له دې کبله غلیم یوه لحظه هم په کرار ناست نه وه، بالخصوص کوم وخت، چې د مستقل افغانستان ویاړمن زعیم امان الله خان ملقب په غازي خپل اروپائي سفر (پیل ۷ د قوس ۱۳۰۶ش کال تر ۱۰ د سرطان ۱۳۰۷ش کال پورې مطابق د ۲۹ د نومبر ۱۹۲۷ – ۱ جولای ۱۳۰۸ز کال) پورې په یو لوی هر اړخیز بریالیتوب هندوستان، مصر، ایټالیا، فرانس، انګلستان، بلژیک، آلمان، سویس، پولیند، روسیه، ترکیې او ایران ته تر سره کړ، د لوئې برتانیه قدرت لروونکۍ دولت نور هم افغانستان ته حساس شو. (عزیز الدین وکیلی پوپلزائ کتاب، سفر های غازی شاه امان الله) هم هغه وه، یچې لومړی ئې د غله حبیب الله سقاو زوی په وجود کې یوه د قدرت تشه او ګډوډي زمونږ په افغانستان کې راوستله او ورپسې ئې د اوږد محال لپاره خپل بل نوکر نادر خان د افغانستان د بادشاهۍ مقام ته ورساوه او د افغانستان له خواء ئې ځان ډاډمن کړ. وګورئ تفصیل او تحلیل د دغو غمجنو ملي انکشافاتو د استاذ میر غلام محمد خان غبار په کتاب کې ( افغانستان در مسیر تاریخ لومړی ټوک عنوان، مقدمات یک توطئه بزرگ ۸۱۵ – ۸۳۷ مخونه)

دوهم ټکی دا ده، چې انګرېز خو پردی وه او له پردي به څه تمه د خیر ولرې، اما دغه حبیب الله سقاو زوی او جنرال محمد نادر خان خو زمونږ خپل وروڼه او افغانان ول، دوی او د فساد ملګرو ئې په کوم ایمان او وجدان په کوم افغانیت او غیرت حاضر شول د انګرېز په لارښونه پخپل ملي مستحق مشر غازي امان الله خان، چې په پوره خلوص شپه او ورځ د وطن د آبادي په لار کې بوخت وه، یرغل وروړي او خیانت ورسره وکړي. سقاوی زوی حبیب الله دې ملي خیانت ته حاضر شو، چې اماني دولت په فزیکي لحاظ له منځه یوسي اما هغه چا، چې په شعوري ډول «معناً» اماني دولت او غازي پاچا امان الله خان له بېخه محو کړ، جنرال نادر خان او جاسوس د خاندان داړه ئې لکه هاشم خان، شاه محمود خان، شاه ولیخان، عزیز خان، ظاهر خان، نعیم خان او داود خان وله، چې دا عظیم ملي تاریخي او نه بخښوونکۍ مسوولیت ئې په غاړه واخیست. دا ټول په داسې حال کې، چې جنرال نادر خان او ورور ئې هاشم خان د سقاوي غوبل پر وخت د ماهر انګرېز سره په پټ تفاهم کې د فرانس هېواد څخه د برتانوي هند په لار د افغانستان د پکتیا ولایت ته را ننوتل. همدلته جنرال نادر خان په یوه بی وسي کې د بل بر لاسي امانیست افسر جرنیل یار محمد خان وزیري سره د قرآن مجید په کتاب کې قسم او قول کوي، چې د سقاو د حکومت د محو کولو څخه پس به د بادشاهۍ مقام بیرته غازي امان الله خان ته تقدیم کوو. اما نادر خان د سقاو حکومت د سقوط څخه پس پخپل قول پښه ږدي او د انګرېزي مقاماتو د پلان  سره سم ځان په ځانګړي چل او ول د افغانستان بادشاه اعلان کوي. وګورئ کتاب (د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ، د جرنیل یار محمد خان وزیري په خاطراتو کښې، ۲۵۳- ۳۳۸ مخونه) دا ټول په داسې حال کې، چې مونږ د استقلال محصل غازي امان الله خان ژوندی تر ۱۳۳۹ش کال پورې په جلا وطنۍ کې لاره. آیا دا یو ملي خیانت نه وه، چې نادر شاه او زوی ئې ظاهرشاه به هر کال  د سنبلې په لومړی ورځ د استقلال جشن تجلیل کاوه، لاکن د غازي امان الله خان نوم د خپلواکي د معرکې د سروال په توګه، نه دوی ذکر کاوه او نه ئې بل چا ته دا اجازه ورکوله، چې زمونږ دغه عظیم ملي قائد په ویاړ او درناوي سره یاد کړي….؟!. بناً دغه دوه کسان سقاو زوی او نادرشاه او نادریان د شرعیت او افغان مظلوم ملت په محکمه کې دوه برابره ګناه ګار دي.

جنرال نادر خان د (۲۳ د میزان ۱۳۰۸ش کال مطابق د ۱۶ اکتوبر ۱۹۲۹ز کال) د افغانستان تحمیلي بادشاه شو، یا په منصفانه عبارت هغه د انګلیس د ماهرې نقشې سره سم ځان د افغانستان په ساده خلکو د بادشاه په حیث تحمیل کړ. حاکم جاسوس او افغان دشمنه خاندان، چې د زورور انګلیس مادي او معنوي مرسته ورسره وه، مهم سیاسي لوبغاړي ئې نادر شاه، محمد عزیز خان، هاشم خان، شاه محمود خان، شاه ولیخان، ظاهر خان، داود خان او نعیم خان ول. څلور کاله نادر خان د ټولواک په توګه، څلوېښت کاله د هغه زوی محمد ظاهر خان د ټولواک په حیث او پنځه کاله ئې وراره محمد داود خان پخپل مسخره جمهوري نظام اصلاً ټولواک، ۴۹ کاله یا په بل عبارت نیمه پېړی د افغانستان پر مظلوم ولس حکومت وچلاوه. دې خاندان د خپل د نیمې پېړی حکومت په بهیر کې، چې هېواد کې سراسري امن او جګړه موجوده نه وه، په هیڅ عرصه د ژوند کې افغان ولس ته کافي خذمت ونکړ. مایحصل د دغه نیمې پېړی جبار او نه مُخلص حاکمیت په ۱۳۵۷ش کال کې د ثور عسکري له بده بتره کودتا وه، چې له هغې نېټې تر نن پورې، چې دا قلم غزېږي، په ګران افغانستان کې مو خپل منځي جګړه روانه ده. یو افغان بل افغان په وسله سره وژني.

نن هر افغان دغه سوال خپلې مخې ته ږدي، چې مونږ ولې داسې برباد شولو؟ ځواب د دغه سوال باید د نادري خاندان د نیمې پېړی د کرغېړن حاکمیت په بهیر کې، چې هېواد کې جنګ او جګړې نه وه او امن قایم وه، ولټول شي. کیڼ کمونیستي او شي افراطي اسلامیستان د همدغه انګلیس راوړي خاندان د فابریکې محصولات دي، چې تسلسل ئې تر دغه نن پورې لا روان دئ. اقامه د دغې تاریخي او ملي دعوا هر معقول او حقیقت خوښوونکۍ افغان د مرحوم غبار په کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ، دوهم ټوک) کې پیدا کولای شي.

 

زمونږ پرونۍ خپلواکي او د نن بلواکي

 

افغانان د خپل خوی او خصلت پر بنسټ لکه یو آزادی پال ملت د اماني استقلال کلیزه هر کال د زمری یا اسد د میاشتې په (۲۸) ورځ په یوه خاص درنښت سره لمانځي او د خپلو نیکونو او پلارونو په سر ښندونو او وطن ساتنې فخر کوي. نن، چې زه لیکوال دغه قلم غزوم، په افسوس سره لیکم، چې مونږ د افغانستان ملت سیاسي استقلال نلرو. د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په ۷ نېټه د ناتو جګړه ایز سازمان، چې سروالي ئې متحده ایالاتو کوله، زمونږ پر ګران افغانستان عسکري یرغل راووړ او چون دلته یو تیری او ظلم شوی دئ، نو له هم هغه تاریخ څخه تر نن پورې زمونږ په شکلي او تاریخي افغانستان کې جنګ جګړه په زور سره روانه ده. اوس، چې د ناتو د سازمان د غړو د موجودیت څخه ۱۷ کاله تېرېږي، ولو که دوی په قانوني نړیوال مجوز هم زمونږ افغانستان ته راغلي وي، لاکن د دوی دغه ۱۷ کلن ملي ضد اعمال، چې د افغان مظلوم ملت په حق کې ئې تر سره کړل او لګیا دي، تر سره کوي ئې، حکم کولای شو، چې مونږ افغانان او هېواد مو سیاسي خپلواکي نلرو. تر څو، چې دا مشکل د افغان ولس سره په رښتینې توګه مطرح او حل نشي، افغانستان کې امن او سوله ماته ناشونې ښکاري. اوس د ناتو سازمان غړو هېوادو ته جداً پکار ده، چې د خپل د غرور آس څخه بیرته راکوز شي، مونږ افغانانو ته د یوه ملت په حیث احترام قائل شي. وسله وال افغان طالب تحریک سره مخامخ رښتینو خبرو ته حاضر شي، خپلې عسکري شتون زمونږ هېواد کې ختم کړي او مونږ ته یو سولی ایز افغانستان راپرېږدي. افغانان باید د بهرنۍ مداخله څخه بغیر لکه د افغانستان اصلي مالکین سره جرګه شي او خپل ټول مسائل پخپله سره حل او فصل کړي.

د یوې غلط پوهاوي وضاحت: یو شمېر له ناپوهۍ او یو شمېر هم مغرض افغانان داسې وائي، چې مونږ باید اماني خپلواکي تجلیل نه کړوو ځکه نن مونږ سیاسي خپلواکي نلرو. خبرې داسې ده، چې مونږ افغانان باید د ملي تاریخي ویاړونو په ترڅ کې هغه سیاسي استقلال، چې د غازي امیر امان الله خان تر مشرئ لاندې د ۱۲۹۸ش کال د زمري په ۲۸ نېټه حاصل شو، او لس کاله غازي امان الله خان د افغانستان مستقل او خپلواک بادشاه وه، د نورو ورته ملي افتخاراتو په څنګ کې هرومرو ولمانځو. د نن د هېواد د سیاسي استقلال موضوع باید د هغه لسو کلنو سره ګډ نه کړو.

 

یادونه: د والاحضرت حمیرا د معلوماتو پر بناء د خپلواکي د محصل لور عالیجنابه ۸۹ کلنه اندیا د افغانستان، اونۍ مخکې د استقلال د ۹۹ کلیزې د درنښت لپاره د جشن په مراسمو کې د ګډون په هدف، له خپل استوګنځي روم څخه هېواد افغانستان ته ولاړله. افغانان ویاړ کوي د غازي امان الله خان مرحوم څخه پاتې په داسې یو وطنپال یادګار…؟!.

 

د دغه لنډ د مبارکي پیغام په پای کې، اکیداً درنو وطنوالو خصوصاً ځوان نسل ته د دغو لاندې ذکر شویو کتابونو د عمیقې مطالعې بلنه ورکوم. د دغو کتابونو په لوستلو او تحلیل کولو سره هر افغان د خپل پلارني هېواد افغانستان د ننۍ بې ساري بربادي اصلي سرچینه او علتونه، بهرني او کورني په سهولت سره پیدا کولای شي.

 

 

 

 

 

 

 

پای

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply