خبرې کوي/ بصیر بیدار ستوری

0 603

یوازي “ دا “نه دی چې ماپسي خبرې کوي
دنیا لګیاه ده په “دنیا “پسي خبرې کوي

پلار د خپل زوی او مور د لور له لاسه سر ټکوي
ورور د خپل ورورر خورې ، ماما پسي خبرې کوي

زموږ دکلي خلک هرچا پسي زړه تشوي
هسي وزګار دي د باچا پسي خبرې کوي

ټول عمر دروغ وایې ریشتیا یې هیڅ په خوله نه راځي
“ قسم خواره “ ټول په ریشتیا پسي خبرې کوي

جومات کې مونځ ورپسي وکړي بیا توبې وباسي
“ ملا “ددوی ، “ دوئ “ د ملا پسي خبرې کوي

دا خلک څوک زغملی نه شي په خبرو سر شي
دا یې عادت دی خامخا پسي خبرې کوي

هغه چې تا به ورته ویل ‌‌‌‌‌‌ډېري خبرې مه کړه
خلک ترې خلاص شول اوس په تا پسي خبرې کوي

ته به د چا خولي ته برغولی جوړوي بیداره
دا ‌‌‌‌‌‌ډېري خولي ‌‌‌‌‌‌ډېري هر چا پسي خبرې کوي

بصیر بیدار ستوری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply