داعشیان لا هم د ننګرهاریانو په وینو نه دي خړوب / اکرم شینواری

0 1,771
درې کاله کیږي چې په ننګرهار کې د داعش غږ پورته شوی دی. که څه هم په دې سیمي کې داعشي افکار اوږد تاریخ لري او له هغه وخته دلته داعشي افکارو ريښې کړي، کله چې د تیر جهاد په مهال د داعشیت مراجعو د افغان مهاجرو له غربت او احتیاج څخه ناوړه استفاده وکړه، هغوی ته یې مرستې د عقیدې او مذهب د تغیر په بدل کې ورکولې او یو شمیر جهادي مشران لکه سیاف او نور یې په بیه واخیستل.
د ننګرهار ځینو اوسیدونکو که څه هم داعشي افکارو ته په خپله غیږ کې ځای ورکړ، خو داعشیت له ټولو وړاندې خپله ننګرهار ته بلا شو. په تیرو دوو کلونو کې که په ننګرهار کې د داعشیانو جنایات راشمیرو نو ښایي دا لیکنه یې د احتواء تاب ونلري. داعشیانو د ننګرهار په خلکو د ظلم، قتل، تخریب او قساوت هغه چپې میچنې وچلولې چې د بیلګو یادونه یې انسان ته د چنګیز ، هټلر او سټالین مظالم وریادوي.
سپین ږیري یې په بمونو کینول، ماشومان یې په منځ نیم کړل، د ښځو او کونډو د نکاح واک یې په لاس کې واخیست، د مکاتبو چپړاسیان یي ذبح کړل، د ښځو د دایه ګانو په مرکز یې بریدونه وکړل، د کرکټ لوبغاړي یې په بمونه ریز مریز کړل، لنډا چې د وحشت او قساوت هیڅ مثال یې پرې نه ښود چې د ننګرهار به مظلومو اوسیدونکو یې نه وي تجربه کړی.
په دې لړ کې تیره ورځ  چې د روان کال د سبتمبر ۱۱ مه داعشیان یو ځل بیا په چپ لټ راپورته شوي وو نو ځکه یې په څو چاودونو کې د لسګونو ننګرهاریانو ځوانۍ خاورې کړې او د مرګ په خوب یې ویده کړل. تیره ورځ داعشیانو د جلال اباد په ښار او بهسودو ولسوالۍ کې دوه د نجونو او یو د هلکانو ښوونځي په نښه کړ او بمونه یې پرې وچاودل، لومړی یې د ښار دوهمه ناحیه کې د بي بي حوا د نجونو لیسې ته لاسي بم ور واچاوه او بیا یي د بهسود ولسوالۍ په بنغزو سیمه کې د ماشومانو د یوه ښوونځي تر مخ چاودنه وکړه، کله چې له چاودنې وروسته ماشومان راټول شول نو دوهمه چاودنه یي ورباندې ترسره کړه او ماشومو زده کوونکو ته یي تلفات واړول.
 د ماشومانو له قتل وروسته داعشیانو غرمه مهال د جلال اباد ــ  تورخم په لاره د ډکې په سیمه کې د شینوارو د ستر قوم د خلکو په مظاهره باندې  یو داسې ځان وژونکی برید وکړ چې د ځاني تلفاتو له اړخه بي ساری و. د ننګرهار چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په دې برید کې څه کم ۷۰ تنه چې ټول ولسي خلک دي وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي. خو په فیسبوک کې د ننګرهار اوسیدونکي او د پيښې عیني شاهدان وایي چې  د تیرې ورځې په داعشي برید کې د ۹۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
سړی نه پوهیږي چې دا کوم وړ جهاد او د کوم کتاب فتوا ده چې د غیر مکلفو او مرفوع القلم ماشومانو د ښوونځي مخې ته بم خلاص کړه، چې هغه راټول شي نو دوهمه چاودنه پرې وکړه او معصوم اجساد په وینو کې ولمبوه.
بله دا چې د عامو وګړو مظاهره چې له حکومت څخه شکایت لري. مګر بیاهم  داعش ورځي په منځ کې یې ځان الوځوي. ۹۰ تنه ځوانان په شهادت رسوي او څه کم ۲۰۰ تنه نور ټپیان او معیوبوي. دا احمقانه بریدونه او غیر انساني اعمال د داعشي تفکر خامي رابرسیره کوي او دا خبره ثابتوي چې دغه د ګیډې مجتهدین په حقیقت کې هیڅ دین، شریعت، کتاب او منهج ته هم پړه نه دي. بلکې یوازې د خپل هوش او شوق بندګان دي او شیطاني هوس یې چې څه په زړه کې ورتیره کړي، هغه عمل ځان جائز بولي او سرته یې رسوي. که ننګرهاریان او ټول افغان مؤمن اولس د دغه بیلاري او بې مغزه تفکر په وړاندې راپورته نه شي او په هر میدان کې یې سرکوب نکړي نو هره ورځ دې دداسې فاجعو شاهدان اوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply