افغانستان ولې ترهګر په ښه او بد نه وېشي؟

0 554

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د روسيې استازی واسيلي نبنزيا وايي، دا مهال په افغانستان کې د داعشي ترهګرو شمېر لسو زرو تنو ته پورته شوی دی او اندېښنې دا دي چې ښايي دغه شمېره ډېره لوړه شي.
روسي چارواکيو په افغانستان کې د داعشي ترهګرو په اړه تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې دي او له څرګندونو يې دا له ورايه ښکاري چې غواړي په دې توګه د افغانستان پر حکومت فشار زيات کړي.

د افغانستان په شاوخوا نورو ګاونډيو کې هم، تقريباً ټول همداسې چلند کوي.
د هر هېواد مشران د خير پر غونډۍ ناست دي او د افغانستان په اړه يوازې دغسې ناهيلوونکې، مايوسوونکې او زړه بوږنوونکي څرګندونې کوي.
دوی داسې چلند کوي، ته به وايې، هر يو يې د افغانستان د سرتېريو سراعلی قوماندان دی او يوازې بايد امر وکړي چې هغه وپرځوئ، هغه ووژنئ، جګړه توده وساتئ.
د ښاغلي واسيلي نبنزيا څرګندونې عين همداسې څه دي. له حقيقه لېرې، ناهيلوونکې او خواشينوونکې څرګندنې دي چې تر ګټه يې تاوان ډېر دی.
خو د ده څرګندونې که بشپړې رښتيا نه دي، په بشپړه توګه ورته درواغ هم نه‌شو ویلای.

دا پرون د افغانستان ملي امنيت په کابل کې د داعش پنځه‌ويشت تنه جګړه‌مار او ځانمرګي ونيول.
څو ورځې وړاندې په کابل کې همدې ډلې خونړی ځانمرګی بريد وکړ، تر هغه وړاندې يې هم په کابل کې دغسې بريدونه کړي، په ننګرهار کې يې د خلکو ژوند تريخ کړی او د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې يې هم حالت تر بدو بتر کړی دی.

دا، دا په ډاګه کوي چې دغه ډله تر پخوا قوي شوې ده، جګړه‌مار يې زيات شوي، زيات امکانات او تجهيزات په لاس ورغلي؛ نو ځکه يې لاسونه د کابل تر خوندي سيمو پورې په اسانۍ رسېدلي دي، اما دومره هم نه دي ډېر شوي، څومره چې د روسيې استازی چيغې وهي.
په تېرو کلونو کې او اوس هم د افغانستان حکومت يوازې په دې اخته دی چې له روسيې نيولې، د منځنۍ اسيا تر هېوادونو، چين، ايران او پاکستان پورې، د دغسې بې‌ځايه او خپل‌سرو څرګندونو دفاع وکړي.

د افغانستان حکومت بشپړ کال په دې ستړی وي چې ګاونډيان له ځانه خوشاله کړي، خو چې يو خوشاله کوي، د بل يې بيا طبعيت خراب شوی وي.
ګاونډيان بيا د دې پر ځای چې د ترهګرو پر ضد د افغانستان پوځ په پښو ودروي، تجهزات او امکانات ورکړي، لا يې له ترهګرو سره په مرستو له پښو خاورې باسي او په دغسې څرګندونو يې مورال په تبر وهي.
دوی خپلو دغسې بې‌ځايه څرګندونو ته په دې جواز ورکوي چې ګواکې که په افغانستان کې ترهګري نوره زياته شي، د دوی خاورې ته به د جګړې لمبې ور اوږدې شي.
تېر ته په کتو افغانستان د دغسې جګړې لکه اوس چې روانه ده، بدې او ترخې تجربې لري.

يو وار مو د پاکستان د دفاع جګړه دلته کوله او پخوانی شوروي اتحاد مو واهه، اوس دا دی لګيا يوو د روس او منځنۍ اسيا د بقا لپاره مو د داعش مرميو ته سينه نيولې ده.
ولې له تېرو تجربو ګټه وا نه خلو، ولې اور له خپله سره مړ نه کړو او پرېږدو که نور اور اخلي، دا سبا دې وسوځي.
که پاکستان طالبان په بدو او ښو وېشلای شي، که ايران داعش او طالبان په بد او ښه سره جلا کولای شي، که روسيه تر داعشيانو طالبان غوره بولي او مرستې ورسره کوي، افغانستان ولې ټول ترهګر په ښو او بدو نه‌شي وېشلای؟

ښه ترهګر هغه دي چې په افغانستان کې جګړه نه کوي، ځي دي، تېرېږي دي چې هر ځای تلل، بد هغه دي چې دلته خلک وژني، بايد دوی هم ووژل شي.
په دې توګه به هم جګړه اسانه شوې وي، هم به مو سرونه نيمايي خوندي شوي وي، هم به مو ګاونډيانو چې کلونه زموږ په وينو د لګېدلي څراغ رڼا ته ناست يو، لږ درد ليدلی وي چې د ترهګري پر ضد جګړه خلک، خاوره او نظام څومره خوږوي.
هغه وخت به بيا د دغسې څرګندونو پر ځای، د افغانستان د سرتېريو د مېړانې داستانونه بيانېږي او د مرستې لپاره به يې ټول راخوشې وي.
که دانا يې اور له خپله سره مړ کړه
د جهان اورونه پرېږده چې بلېږي

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply