دا نجلۍ د ورځې لس واره ويده کېږي

0 747

خلک وايي، خوب‌وړي اوبو وړي وي، خو يوه نجلۍ چې لږ تر لږه د ورځې لس ځله ويده کېږي، بهترينه انجنيره ده او ډېر ويښ انسانان ورپسې نه شي رسېدلای.
دغه نجلۍ نکول هرسټ نومېږي، څوارلس کلنه ده او د بريتانيا په يارک شاير سيمه کې اوسي.

ډاکټرن وايي، نکول د نارکوليپسي په نامه، په يوه ناروغي اخته ده.
په دغه ناروغي د اخته انسان ماغزه خوب نه شي کنټرولولای او ناڅاپه انسان ويده کېږي، بېرته ناڅاپه ويښېږي.
دا چې پر لاره روانه وي هم، ناڅاپه راولوېږي او ويده شوې وي چې ډوډۍ خوري هم او حتا چې لامبي هم ويده شوې وي.

نکول به پخوا په شواروز کې درويشت ساعته ويده وه، خو اوس چې يې دواوې خوړلې دي، خوب يې لږ کم شوی، اما بيا هم د ورځې لس ځله ويده کېږي.
دا چې کله په ټلوېزيون ډاروونکي فلمونه ګوري، سکته کوي او پر ځمکه د څو دقيقو لپاره لوېږي.

دا په دې ټولو سربېره، تکړه انجينره ده او د ځان په څېر انسانانو ته يې يو داسې بالښت جوړ کړی دی چې يوازې په بريتانيا کې ورڅخه دېرش زره انسانان ګټه اخلي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply