د طالبانو د جنګ د مشروعیت نفي کول/ ژباړه او لنډیز: محمدروښان ښاد

0 785

افغانستان هغه هېواد دی چې کلونو راهیسې د جنګ په اور کې سوځي او له دوه لسیزو زیات دا مظلوم هېواد قرباني ورکوي. هغه هېواد چې څو هېوادونه یې د انګلیس او پخواني شوروي له ولکې ازاد کړل، مګر په خپله د ترهګرۍ او افراطیت پدیدې څخه ځورېږي.

سره له دې چې دولت، د چارو پوهان او د افغانستان خلک له تېرو اولسو کالو راهیسې تل او هر ځای فریاد کوي چې افراطیت او ترهګري هره ورځ زموږ د خلکو ژوند اخلي او دا جنګ دیني مشروعیت نه لري. اما متاسفانه د اسلامي نړۍ دیني علماو او مخکښانو دا فریادونه اورېدلي مګر لمس او درک کړي یې نه و او نه یې جدي نیولي.

ایله دوه لسیزې وروسته د ګڼو هېوادوالو له وژنې او د ترهګرو د جنایتونو  له ترسره کولو وروسته د افغانستان سراسري علما و وویل چې د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو جنګ د اسلام ا ومقدساتو دفاع نه بلکې د دهشت، وحشت او د پردیو استخباراتو لپاره جنګ دی د دوی دغه شوم او ناوړه اهداف د اسلام د مقدس دین د بدنامۍ لامل کېږي.

له درې زره څخه زیاتو دیني علماو چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راغلي وو یو بېساری اقدام وکړ او د ترهګرو پرضدیې د  د دوی دغیر انساني جنګ او د افغانستان د خلکو د وژنو پر ضد فتوا ورکړه. د ایتونو او احادیثو په استناد یې دغه جنګ غیر مشروع وباله او  عاملانو ته یې د یاغیانو خطاب وکړ چې دې کار یې په حقیقت کې د تروریستي ډلو ملا ماته کړه . ځکه د ټيټې پوړۍ جنګیالي متوجه شول چې د دې ډلو رهبران د هغوی د فریب په هڅه کې دي. په همدې دلیل اوس اکثریت ټيټ پوړي طالبان د سولې خبرو ته مایل دي او غواړي د سولې پروسې سره یو ځای شي.  

څه وخت دمخه د اسلامي نړۍ دوه لویو او تاثیر لرونکو علماو د بیت الحرام خطیب شیخ عبدالرحمن سدیس او د حرمین الشریفن اداري رئیس او شیخ دوکتور عبدالله بن عبدالرحمن البعیجان د په مدینه منوره کې د مسجد نبوي امام د افغانستان د سراسري علماو د فتوا له ورکړې وروسته د دولت مخالفو ډلو حضور نامشروع وباله او سولې ته د هغوی ور بللو ته متوجه شول چې رښتیا هم د افغانستان خلک کلونه د تروریستانو په شکنجه کې وو.

پورتنیو موضوعاتو ته په پام د بیت الحرام او مسجد نبوي خطیبان د جمعې د لمانځه خطبه د افغانستان او د جنګ نامشروعیت ته ځانګړې کړه. هغوی د ایتونو او د پیغمر د ارشاداتو په رڼا کې په افغانستان کې اوسنی جنګ نامشروع وباله. د اوربند دغوښتنې ترڅنګ یې له مخالفو لورو وغوښتل چې دغې ورور وژنې ته خاتمه ورکړي.

د اسلامي نړۍ د دغو دوه لویوعلماو مذهبي مقام ته په کتو مخالفو ډلو ته د افغانانو د وژنې بله کومه پلمه نه ده پاتې او مجبوره دي چې د سولې بهیر سره یو ځای شي، ځکه نور دې ډلو خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او هیڅ دیني ځای نه دی ورته پاتې.

اما دا باید هېره نه کړو چې د اسلامي نړۍ اوسني رهبران په افغانستان کې د زرګونه بې ګناه مسلمانانو په وژنه کې خدای ته مسوول دي ځکه کلونه دوی غافل و او د دې ترڅنګ چې زموږ د بې دفاع هېوادوالو لاسنیوی یې ونه کړ بلکې د پرېمانه پیسو په ورکولو سره یې د جهاد په نوم افراطي ډلې پیاوړې کړې او د جنګ شدت لا زیات شو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply