د سکندر مړینه / محمد قسیم ځير

0 660

هیچا فکر نه کاوه چې ګنی دی به مړ شي. عسکرو خو یې بیخي ابدی ژوندی ګاڼه. ولې داسې نه وه، زرګونه میله له خپل وطنه لرې په بابيلان کې د اوړي ګرمي او د شپې تیارې د دوزخ او مرګ سمبولونه ګرځېدلي ول.

د دویم فیليپ زوی چې په نولس کلنې کې د پلار په تخت ناست و، هغه وخت ټولو خلکو ماشوم ګاڼه، حتی، دښمنو ګاونډيانو ورته هم د وړوکي فکر کاوه، ولې نن په لوی سکندر پېژندل کیده. لس ورځې سرپرسر جوش تبې نیولی و، هرې خوا ته اوازې په خپرېدو وې چې هغه ځوان او نه ماتېدونکی باچا د مرګ تر تمبو رسېدونکی دی. د تاریخ دا ستر جنګیالی په خپله کوټه کې دومره کمزری پروت دی چې  اوبو څښلو ته هم سر نه شي پورته کولای. لښکر د حیرانۍ، ویرې او د یو ستر ناورین د پيلېدو ګومانونه کوي. ټول عسکر غلي دي. دیارلس کاله یې د باچا سره اوږه پر اوږه تورې وهلې دي. خواوس هر یو د خپل سلطان د اخري دیدن لپاره په قطار کې ولاړ دي. شاید لس زره نفره به یې د کټ ترمخې تېر شوي وي ولې سلطان یو هم نه شو پېژندلی. سکندر، لوی سکندر دومره ناتوانه شوی و چې حتی د خپلو سترګو ګاټي یې هم راتاو نه کړای شول. هر سړی داسې معلومیده لکه ماضي ته چې ورګرځېدلی وي.

د سلطان هغه ارمان چې ځان د نړۍ اخري سرحد ته رسوي، خاورې کیده. د یونان، پارس، افغانستان او هند د نسلونو او پېړیو خزانو چې یو وخت یې د لوی سکندر د تخت ضمانت کاوه نن یې باچا ته له فلزونو پرته بل نوم نه درلود. د ارسطو شاګردۍ ځوان سلطان ته کلتو او فرهنک هم زده کړی و، مګر اوس هیڅ شي ګټه نه کوله. سکندر پر بستره پروت دی ولې جوړ کړو ښارونو کې د ژوند او حرکت مسلسله هنګامه روانه ده. له دې مخکې چې زمونږ له نړۍ سره د باچا اخرتار هم وشکېږي، چا ترې پوښتنه وکړه: څوک ستا پرتخت کښېنو؟ باچا لاړې تېرې کړې، د میږي په غږ یې وویل، تر ټول وړ کس. دا د ۳۲۲م کال د جون لسم یا یولسم تاریخ و، چې لوی سکندر د لوی مرګ تاج واغوست. هیڅوک پوه نه شول چې سلطان ولې په دومره ځوانۍ کې نړۍ پرېښوده. ممکن د ملاریا یو وړکي ماشي د سکندر زور اوبه کړی وي یا د خپل نژدي ملګري و معشوق هیفیستون د مړینې غم، د شرابو دوزخ ته وغورځاوه.  سکندر په ټوله مانا یو بدله نړۍ له ځان وروسته پرېښوده. له مړینې پس یې امپراتوري د باران د څاڅکو په څير شیندل کېږي او په نړۍ کې د هیلینیزم دوره تېغ وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply