په روانه جګړه کې ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ بند پاتې دی. وسلهوال طالبان له کلي پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي او هوايي ځواکونه بيا کلی تر ګوزارنو لاندې کوي او د ملکي خلکو له هرې خوا وژل په برخه دي.
خلک له يوه لوري د طالب په مخ کې نهشي درېدای چې د خدای لپاره دلته وير مه جوړوه او له کوم غره یا بل ځای بريد وکړه او له بل لوري افغان او بهرنيو ځواکونو ته نهشي ويلای چې زما کور مه رابمباروه. د نويو خپرو شوو شمېرو له مخې ملکي مرګژوبله ورځ په ورځ زياتېدونکې ده او د جګړې هيڅ لوری په دې تړاو غوږ نه ګروي.
ملګري ملتونه په يوه تازه راپور کې وايي، د تېر کال د شپږو مياشتو په پرتله د سږ کال په شپږو مياشتو کې د ملکي وګړو مرګژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما په خپل دې راپور کې زياتوي، د افغانستان په شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اووه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې.
يوناما د هوايي بریدونو ۵۲ سلنه د افغانستان هوايي ځواک ته، ۴۵ سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو ته او پاتې نور ۳ سلنه ناپېژندل شويو دولتپلوه ځواکونو ته منسوبه کړې.
یوناما وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې د هوايي بریدونو له کبله د ۱۴۹ ولسي وګړيو وژل کېدل او ۲۰۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د کاپيسا په تګاب او د ميدانوردګ په جغتو ولسوالي کې هم د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.
لومړی هوايي بريد د کاپيسا د تګاب ولسوالي په بډرب سیمه کې د یوه ښوونکي پر کور وشو چې د څلورو ماشومانو او دريو مېرمنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي شهيدان شول او د دريو مېرمنو په ګډون ډېر نور ټپیان شول. د برید ټول قربانیان ډېر مشران او يا ماشومان وو.
د ماشومانوعمرونه یې د دوه او دوولسو کلونو تر منځ وو چې ټول له يوې کورنۍ څخه وو. د بلې کورنۍ له شپږو غړو څخه پنځه یې چې ښځې او ماشومان پکې وو، د کور د ویجاړېدو له کبله ټپيان شول.
د دې تر څنګ د ميدانوردګ د جغتو ولسوالي په ملاحافظ کلي کې هغه مهال ملکي وګړيو ته مرګژوبله واوښته چې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو د مسيح الرحمن په نوم د يوه سړي پر کور بم وغورځاوه.
په دې بريد کې يوه ښځه او لس ماشومان ووژل شول.
د جغتو ولسوالي د کلاندې کلي يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، رسنيو ته ويلي چې دولتي او بهرنيو ګډو ځواکونو کلاندې ته څېرمه په “ملاحافظ” کلي کې د وسلهوالو طالبانو پر زندان چاپه ووهله.
سرچينه زياتوي چې د چاپې پر مهال له کلي څخه پر دغو ځواکونو ډزې وشوې او وروسته يې هوايي بريدونه وکړل چې يو بم د مسيح الله پر کور ولګېد. ده زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې د دې کورنۍ ١٢ تنه ووژل شول. د هغه د مالوماتو له مخې، په وژل شويو کې يوه ښځه او له شپږو تر ١٦ کلونو ١١ ماشومان شامل دي. دى وايي چې په ماشومانو کې ٧ نجونې او څلور هلکان دي.
هغه وايي؛ “مسيح الله په ايران کې کار کوي، د هغه مېرمن، درې زامن او څلور لورانې شهيدان شول او کورنۍ يې له منځه ولاړه.” دی وايي چې پاتې څلور وژل شوې نجونې د مسيح الله د تره لورانې دي.
د هوايي بريدونو د مرګژوبلې خبرونه داسې مهال را مخې ته کېږي چې تر دې وړاندې په ځانمرګيو بريدونو، ماين چاودنو او ډلهيزو بريدونو کې ګڼو ملکي وګړيو ته مرګژوبله اوښتې او لا هم دغه خونړۍ پروسه دوام لري.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320