بايومټريک سيسټم؛ پوښتنې او اندېښنې

0 593

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د راى ورکوونکيو د بايومټريک کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي. د دغه کمېسيون د منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي په خبره، په دې اړه يې ۷۰ سلنه څېړنې بشپړې شوې او ډېر ژر به د راى ورکوونکیو د بايومټريک کولو په تړاو خپل وروستى تصميم اعلان کړي.

نوموړي زياته کړه، د ملي يووالي حکومت د يادې پروسې لپاره د وسايلو د برابرولو مسووليت پر غاړه لري، خو تطبيق او مديريت يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کار دى.
ده همدارنګه وويل، د ټاکنو په ورځ به د راى ورکولو ۵۱۰۰ مرکزونه، چې شاوخوا ۲۱ زره محلونه لري، پرانيستي وي.
له بل لوري جمهور رييس محمد اشرف غني هم د دې پروسې ملاتړ کړی او ټينګار کوي چې له بايومټريک سيسټم څخه استفاده د ټاکنو په پروسه کې د رونټيا لپاره مهم ګام دى.

ولسمشر وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مالي اړتيا پوره کولو لپاره د ملي يووالي حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

که څه هم کمېسيون او حکومت دواړو د ټاکنو په ورځ د بايومټريک سيستم کارولو ته ټټر وهلی دی، خو په دې تړاو ګڼې پوښتنې او اندېښنې هم شته.
ناامني، دودونه، د برېښنا نشت او په لرې پرتو سيمو کې زورواکي هغه څه دي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بايومټريک سيسټم د کارولو مخه نيسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ۲۱ زره محلونه په پام کې نيولي دي، که چېرې هر محل ته د بايومټريک يوازې يو ماشين ولېږل شي، ۲۱زره ماشينونو ته اړتيا ده او د دغو ماشينونو کارول، بيا لږ تر لږه ۲۱ زره تخنيکي کسانو ته اړتيا لري، چې بايد مخکې له مخکې روزل شوي وای او په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته يوازې ۲۶ ورځې پاتې دي، د دومره کسانو استخدام او روزل څه ډول ممکن دي؟ له بل لوري هر تخنيکي سيسټم مخکې له مخکې ازمويل کېږي او يوه ازمويشي دوره لري، که دغه دوره په پام کې ونه نيول شي او بيا د ټاکنو په ورځ ځينې بايومټريک ماشينونه کار پرېږدي، بيا به څه کېږي؟ په تېرو دوو لسيزو کې د ټاکنو پر مهال حتا د رنګ په کارولو کې هم ستونزې وليدل شوې.

پر دې سربېره د افغانستان په شاوخوا ۸۰ سلنه کليو او بانډو کې برېښنا نشته او له شک پرته بايومټريک سيستم برېښنا ته اړتيا لري، څه ډول ممکنه ده چې په دومره لنډ وخت او دغسې شرايطو کې په هر محل کې د برېښنا اسانتياوې را منځ ته شي.

اخوا د افغانستان په څېر دوديزه ټولنه کې به ښځې څومره دې ته زړه ښه کړي چې د بايومټريک سيستم له لارې خپل انځورونه او د سترګو نښې په سيسټم کې ثبت کړي، له شک پرته چې اوس مهال داسې يو څه ناممکن دي او ډېری افغان ښځې به له همدې کبله په ټاکنو کې خپلې رايې ونه کاروي. بله مهمه اندېښنه دا ده چې ښايي د همدې سيسټم له لارې ماشومان يا هغوی چې د رايې کارولو لپاره قانوني سن ته نه وي رسېدلي، په دغه پروسه کې د ګډون لپاره وکارول شي، ځکه د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې زورواکي حاکم دي او په اسانۍ کولای شي له ماشومانو ګټه واخلي او په دې ډول خپلې رايې زياتې کړي.

له بل لوري خپله د ملي يووالي حکومت دوه مياشتې وړاندې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بايومټريک سيسټم کارول ناممکن دي، اوس چې شاوخوا ۲۶ ورځې ټاکنو ته پاتې دي څه ډول د بايومټريک سيسټم کارول ممکن شول؟
دا او نورې هغه پوښتنې دي چې د ټاکنو په ورځ د بايومټريک سيسټم کارول ننګوي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply