پټه ژړا / عظم الدین علیمی

0 523

د خـپـل یـووالي لـه قــوت نـه بـه خبـرېـږې کلـه؟
پـروتـــه افـغـانـــه پـر پـښـو بــه دې درېـــږې کلـه؟
بل دې راپاڅـوي پـر تـا کړي خپلې ګــټې خونـدي
د مـلـي ګـټـو حـفـاظـت پسـې پــاڅـېــږې کلـــــه؟
د خـپـل وطـن پـر خـدمـتګار ټــاپـه د کـفـر وهــې
دا بـد عـــادت بـد حـرکـت بـه دې ورکـېـږي کلـــــه؟
د عـقل ستـرګـو بـانـدې وګـوره مـــدرنــې وســلـــې
سـتـا پـر ځــپــنـه مـصـرفـیـږي بـیـــدارېــږې کلـــه؟
د پـنجابـي غـلام پـه مـرسـتـه يې ټوکر ټوکر کړې
ته لا پنجاب ته سـلامي کړې هـوښـیارېږې کلـه؟
د قربانۍ پسـه شـیـطان کړې خپل مـقـصد لپاره
د ترهګرۍ له دروغجـن تـوره به خلاصـېـږې کله؟
پر سرنـوشت دې کـوی لوبې پـټ ښکاره دښـمـنـان
که چېرې ړونـد یې نو افـغـانـه بـیـنـا کـېـږې کله؟
ځـان سـره ژاړې سـتا ژړا ده لــه هـر چـا نـه پـټـه
مـظلـوم انځـور کې بـه نـړۍ تـه څـرګـنـدېـږې کلـه؟
د شور او زوږ اغېز نن زیات دی د ټوپک له اغـېـز
د اعـتـراض زوږ کـې واټــونــو تــه بـهـېـږې کلــه؟
ژر شـه راووځـه یـو شـور جوړ که فغان پـورته که
لکـه یو تـنـدر د ظـالـم پـر غـوږو لـــوېــــږې کلــه؟
عــلـیـمـي ویـنـي د مــکار د مـــکارۍ دامــــونـــــه
ای تــورې لـومـې د افـغـان پر لاس به شلېږې کله؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply