د مــیوند څـلي ته! /خالق رشید

0 1,254

ولوید یو ځلاند ستوری د وینو په رودونو کې

پریوت دمیوند څلې د اوښکو په  لړونو کې

لوند شو د نازو پوړنی غم  په کندهار پریوت

بیا یو محمود مات  شو اصفهان ته  په خیالونوکې

څوک چې د آرام ژوند پر بالین باندې  آرام نه شو

والوت دمسیح په څیرد خدای په آسمانونو کې

لوی لوی ارمانونه یې ټول یووړل نیمه خوا لاړوو

یوې موسکا  یي اورګډاوه سم په تورو زړونو کې

مات یې ځنځیرونه کړل د خپلې ارادې په مټ

ویل یې ، له آمو تراباسینه  یم فکرونو کې

هوډ مې احمدي دي  په قرآن مې د ا لوړلې ده

ځم به د پښتو پرلاره  هسک سر جهانونو کې

څوک به مې غلام نه کړي لوی غزم لوی پرتم یمه

ومي شلول ګوره ځنځیرونه په  غاښونو کې

چاچې خرڅوله د وطن مور په  پردو باندې

ما یې خوله ورماته کړه ، د لوی خدای په لورونو کې

ویاړمې افغاني دي او امید مې پښتنی  مخکې

ای افغانه ډوب یې ځان  بیدار کړه  توپانونو کې

سترسیلاب د څنګ کې په څپو دی ته ویده یې لا

مه کړه د شیطان مینه دپاک پښتون خوبونوکې

لاړ شه د زمان  رمز د پوهې په  زور ووینه

مه لټوه خدای دجهالت په طلسمونو کې

ته د پښتو مور په غیږکې  لوی نه یې چې دا کوې ؟

دغه دکام شرم  کارپه شر اوفسادونو کې

مه وایه چې دا وطن زما دی  خرڅومه یې

ای دتیارې زویه ځان ته وګوره میړونو کې

ماته مور ویلي  رازق جانه  یوه ورځ  به  مرې

ګوره چې زما پوړني  ورنه کړې باجونو کې

سور په وینو ښه یم خو نه داچې دبل امر وړم

نه غواړم چې یاد شم د پردو په پرتمونو کې 

ژاړه کندهاره یو رستم د شاهنامې د ې لاړ

ړنګ شو د سیستان مورچل  زابل په فریادونو کې

« غم به دې له چا چا هیرکم  وا ها »  راته ووایه  (* )  

ای دمیوند ویاړه د زمان انه الحقونو کې

سره  په وینو رنګ به  دې د قبر جنډه پورته وي

ناست به وې سردارد شهادت په جنتونو کې

ویاړ دې په وطن و د املت دې تنها پرینښود

پریږه چې سندره شې په پیغلو ارمانونو کې

******

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(* )  « غم به دې له چا چا هیرکم وا، ها »  تاریخي ماده ده چې  د ارواښاد شهید جنرال عبدالرازق د مړینې کال  (۱۳۹۷ ) ترې راوځي .

خالق رشید

د ۲۰۱۸ کال داکتوبر  ۱۹

نهروپوهنتون  – نوي ډیلی   

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply