عشق / یونس تنویر

0 994

عشق په تصوف کې او عشق په شاعرۍ کې په یوه مفهوم را څرګند شوي دي. عشق صوفیانه اجتهاد دی، چې شاعران ورسره په دې مقام کې مشترک دی او بغیر له عشقه د انسان ژوند عذاب دی.
شعر او تصوف دواړه انسان ته د عشق بلنه کوي. دوی دواړه بغیر له عشقه د ژوند مفهوم پیکه ګڼي. په شعر او شاعرۍ کې عشق هیڅ وخت مردود، نه دی ګڼل شوی. او د تصوف یو اصل همدا دی چې خلک د یوه خدای(ج) عشق ته را وبولي.
د لیو ټالیسټایي د وینا مفهوم دی چې ( تصوف بغیر له شعره، وهم دی.) په دې سره تصوف او شاعري د یوې سیکې دوه مخه دي.
په غربي ادب کې عشق کله کله د انیما تصور خپل کړی دي. الماني شاعر دانته چې کله د خپلې معشوقې نه په هجر کې واقع شو، نو ټولې نجونې به ورته انیما ښکارېدلې. په اروا پوهنه کې لا اوس هم د انیما تصور شته. دا تصور خوشحال بابا، له دوی وړاندې درلوده. حمزه بابا د خوشحال د همدې بیت په تاثر یو کتاب لیکلی دي. دغه مسره چې واي: په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم. او بیا دا تصور په پښتو شاعرۍ کې دومره پریمانه دی، چې هېڅ اندازه یې نه کیږي. په تصوف کې دې ربړې ته وحدت الشهود ویل شوي دي. او دا چاره د ډېرعشقه په شعر او شاعرۍ کې راځي.
یوناني فلاسفه و، عشق کشفي جنون بللی دي؛ نو په دې لحاظ عشق یوه داسې اړیکه ده، چې د انسان د روحیاتي شکل جذبه مظهروي. او جذبې نفسیاتي او دروني عملونه دي، چې کله هم په انسان کې دغه پټه پدیده پیدا شي، نو د الهام ثمره ترې را زرغونیږي. او بیا دا جذبه یو خاص مکاشفي دید وي، یا یو مجرد کیفیت وي چې باهو، هر څه له یوه ګڼي، نو په دې لحاظ؛ هر څه چې کاندي، نو د یوه رضا پکې وي. او بیا هر عمل نیک وي، ځکه چې د خدای تعالی(ج) د رضا په خاطر دایم د نیکو چارو کول وي.
په وحدت الوجود کې دا شی د عشق سره دومره ګډ دی چې دواړه د یوه حیثیت له مخې توپیر نه لري. ځکه چې رضا د خدای(ج) لپاره کاندي او خدای(ج) لوی ذات دی چې خپلو بنده ګانو ته په عشق ورنږدې کیږي. رسول اکرم (ص) فرمایي: چې الله تعالی(ج) فرمایلي دې: ما ته زما بنده په فرایضو رانږدې کیږي – رانږدې کیږي، بیا چې نفلي عبادات کوي، رانږدې کیږي، تردې پورې چې دی زما محبوب شي، زما مخبت ورته پیدا شي او کله چې زما محبت ورسره پیدا شو، نو زه دده سترګې شم، چې په ما لیدل کوي، زه د ده لاسونه شم، چې په مانیول کوي، زه د ده پښې شم، چې په ما تلل کوئ. او په یوه بل قدسي حدیث شریف کې راځي: چې څو ما یاد وي، نو له ماسره به یې محبت پیدا شي. او چا چې زما سره محبت پیدا شو، نو په ما به عاشق شي او څوک چې په ما عاشق شي، نو زه په ده باندې عاشق شم او په چا چې زه عاشق شوم، نو په خپل عشق کې به یې قتل کړم او په خپل عشق کې یې چې قتل کړم، نو بیا د هغه دیت زما دیدار دی.(۱)
عشق له عاطفې سره ژوره اړیکه لري. د جلال له مخې عاطفه د ظالم سره مبارزه کول دي. او د جمال له مخې عاطفه په مظلوم مهرباني ده. او دا دواړه چارې د الله د رضا په خاطر وي. او دا ډول عمل له قربانۍ کم نه ګڼل کیږي. ځکه چې د انسان سره عشق او د انسانیت سره مینه کول دي.
عشق د احساس هغه قوه ده چې ټولې اړیکې یې د کشف سره تړلې دي. د عشق د مانا مفهوم په قاموسونو کې څه محدود را اخیستل شوی دي. یانې عشق یوازې تر قربانۍ، محبت، انساني اړیکه، سرښندنه پورې تعلق نه لري؛ بلکې ددې سربیره یوه بله اړیکه هم ده، چې انسان د خدای(ج) سره په راز او نیاز کې شریکوي.
په دې ټولنه کې عشق د خراب فزیکي عمل د نوم حیثیت غوره کړی دی، نو په دې لحاظ په پښتني محیط کې په ډېره بده سترګه ورته کتل شوي دي. مګر دا ډول عمل یوازې تر نفسي خواهشاتو سیوا بل شی، نه شي کېدای. ځکه چې عشق له جماله د پیدا کېدلو عامل دي چې انسان ته مسرت او خوښي ورکوي. او جناب ناګار ځکه ویلي دي چې: عشق چې نوم د سر د ټيټېدو شو موږ نه پاتې شو. او حسن چې څومره بربنډ شي په نفسیاتي خواهشاتو بار شي. او کله چې انسان د نفسیاتي خواهشاتو ملګری شي. نو ګناه ترې صادریږي. او کناه مردود عمل دی، چې خدای( ج) په قران کې انسان تر منعه کړی دي. نو په دې لحاظ عشق، دا نه دی چې موږ دې له هلک، جینۍ، موټر او بنګلې سره کړی وي. ولې د الله(ج) د رضا په خاطر هر نیک عمل عشق دی.
په شاعرۍ کې تر عقل؛ عشق ته ډېره توجو شوې ده. او فلسفې خپل اصل په عقل ایښی دی. تصوف هم تر عقل زیات په توکل استوار دي او توکل د پوره عشق عمل وي.
الماني شاعر هیګل چې کله د روحیاتو فلسفه ولیکله، نو خلکو ته یې دا فکر ورکړو، چې د ژوند اصل په حقیقت کې په عقل استوار دی. او عقل هېڅ وخت د نیمګړتیاو ملګری نه وي. ترکومه چې د فلسفې موضوع ده، هغه د انسان سره په مادي برخه کې ډېره د تامل وړ خبره ده، خو د روحاني حیثیت له مخې نا باوره ځکه ده، چې انسان د تصادف سره مخامخ وي. او په دریاب کې چې کله په کښتۍ توپان راشي، بغیر له الله تعالی (ج) مو مخ بل طرف ته نه اوړي. وجه دا ده چې انسان په فطري توګه مسلمان دی. او کله چې ناقص شي، نو فهم ورسره وي او عشق نه وي ورسره، نو په دې لحاظ عشق د انسان اړیکه تر بل هر چا زیاته د الله تعالی(ج) سره ساتي.
په شاعري کې د عشق مضمون د تصوف په څېر تر عقل بهتر ښودل شوی دی. د پښتنو خوشحال بابا دا دعوه لا وړاندې کړې وه:
عقل سل د مصلحت بندونه جوړکا
چې د عشق سیلاب پرې راشي واړه نوړ کا
مګر مرحوم حمزه بابا د عشق تناظر ته د پښتنوالۍ د سر خمېدل، نه مني. دا یو بېل د حمزه بابا د شعر ځانګړنه ده، چې ځینو منتقیدینو حمزه بابا ته(( تصوف یې پښتون کړ)) تیوري منسوبه کړه:
عشقه ته خودبین یې زه پښتون یمه
مانه ده ښودلې ګدا سترګو ته
ولې سره ددې، حمزه بابا په خپل شعر کې داسې څه نه دي ویلي، چې عقل ته په عشق ترجیح ورکړل شوې وي:
په مفهوم د عشق ایله اوپوهېدمه
فهمه ورک لکه خلل شوی ښه چه شوې
د حمزه بابا په پورتني بیت کې دوه مفهومه دي، چې یو غندل شوی او بل ستایل شوی دي. او بیا فهم د عشق له مفهومه ډېر ښکته معرفي شوی دی. دی وایي: زه چې کله د عشق په مفهوم پوه شوم، نو فهم کې خلل راغی. او یا فهم ورک شو. یانې انسان یوازې په دې مادي فهم استوار نه دی، او له تجربې یو بل پورته عمل هم شته چې انسان تر منزله رسوای شي. او هغه عشق دی. یانې عشق د احساس یو داسې موړ دی، چې په نهایت کې ګران عمل ګڼل ګیږي. ولې حسن ته متمایل دی، ځکه چې حسن دی چې عشق زرغونوي او په دې وجه په شاعرۍ کې بالخصوص د حمزه بابا په شعرکې عشق له حسن سر تړل شوی دی . دده د شاعرۍ، دا تناظر چې په ځینو ځایونو کې لیدل شوی، نو حیراني یې هم ورسره تړلې ګڼلې ده. دغه علت حمزه بابا داسې یاد کړی دی:
عشقه خپل هنر د ایینې به دې حیران کا
ما خو هر یو حسن په زړه سنګ لیدلی دی
په شاعرۍ کې د عشق او حسن رابطه تر بل هرڅه سیوا ده. او په دې مرحله کې عشق دایم غندل شوی دي.
زه له عقله خبر نه وم چې سرقه وه
ما به کړو د عشق شکر ورسره ګډ
په شاعرانه فلسفه کې د عشق عمل له عقله لوړ ښودل شوی دی. او وجه دا ده چې دا شی پوره په توکل ولاړ وي او هر کار چې د الله(ج) د رضا لپاره شوی وي، په هغه کې به توکل موجود وي. ځکه چې توکل بغیر د الله تعالی(ج) د رضا نه په هیڅ شي نه کیږي. او په داسې یو حیثیت کې انسان د حیرت مقام خپلوي. ځکه دا د ډېرې وېره یو مرحله وي. دا وېره د مرګ وېره نه وي؛ بلکې د معشوق د رضا سره تړلې چاره وي.
له دې ویرې وتل یوازې د توکل لاره ده او په دې مرحله کې، که انسان عشق او توکل ته روجوع وکړي، نو یقیني ده چې خدای(ج) سره به په راز او نیاز کې شریک شي . د حمزه بابا لاندنی بیت داسې دی :
عشقه چې دې را کړه ایینه خوشاله اوسې
اوس ولې حیران یې چې زه ګورمه خپل ځان ته
دا د عشق هغه مرحله ده چې چوره د زړه صفايی غواړي. او بیا په داسې مباحثوکې خو فلسفي مفاهیم نه څېړل کیږي. د حسن سره د عشق تړون په اخیري حد کې حمزه بابا داسې بیان کړی دي:
اې عشقه په کښې ستا د نندارونه سوا څه دي
په حسن کې هم ستا د اننګونه سوا څه دي
او کله چې عاشق په داسې احساس خړوب شي، نو خپله رضا چوره د معشوق په رضا کې شي. یا عشق د حسن غلام شي. حمزه بابا یې داسې یادونه کوي:
په حسن او عشق کې امتیاز دا دی
تا نه منل او ما منل زده کړل
دا ډېره د منلو ده، چې په عشق کې له معشوق سره وصال نشته. او نه څوک په دې دنیا وصلت پیدا کولای شي. قاموسونو چې د عشق یو مفهوم قرباني ښودلې ده؛ وجه یې دا ده، کله چې وصل په دې دنیا نه وي، نو بیا هرڅه په دنیا کې پرېښودل قرباني ده. موسی(ع) دا تمنا وکړه، نو بې هوښه شو، ځکه وصل نه وي او نه هغه عشق دی، چې وصلت ورسره شوي وي . حمزه بابا دا تناظر داسې ترسیم کړی دي:
عشقه شکمن دې د فطرت په صفايۍ شمه زه
چې په دنیا کې دوه مین سره پخلا ووینم
همدا ډول دغه تناظر په فارسي ژبو کې دا ډول ښودل شوی دی. علامه سلجوقي د بیدل د یوه بیت شرحه د یوه ذات له حیثیته کوي:
قبله خوانم یا پیمبر یا خدا یا کعبه
اصطلاح عشق بسیار است ومن دیوانه ام
)بیدل(
او تر کومه چې شاعري ده، نو هغه یوازې په عشق را څرخېدلې ده. یعنې د وحدت الوجودي عشق یوه، دیدار ته مایل وي، نو په دې لحاظ په پورتني بیت کې، یوازې یو شی ګوري او هغه ته دعا او تحسین کوي. مولوي دا چاره داسې را ښګاره کړې ده:
عشق که رقص فلک از نور اوست
خوان سخن را نمک از شور اوست .
)مولوی(
او تاسو د فارسي ژبې دا بیتونه هم وګورئ، چې عشق یې پوره مکاشفي ګڼلی دي، حافظ شیرازي یې داسې تاید کړی دی:
ای بی خبر از سوخته و سوختنی
عشق آمدنی بود نه آموختنی .
)حافظ(
او په عشق کې سنایي صیب د پوره حوصلې غوښتنه کړې ده. ځګه چې عشق د پوره حوصلمند زړه غوښتونکی وي:
هنوز اول عشق است اضطراب مکن
تو هم به مطلب خود میرسی شتاب مکن
)سنائی(
او وروستۍ دا چې رحمان بابا عشق او حسن بیخي د یو او بل سرچینه یې ګڼي. دعشق دا پورتني مضمونو نه تر ډېره داسې دي چې صوفیانه تناظر لري. معشوق یې یو دی، مګر عشق ورسره په بیلابیلو طرزونو ګې ښودل شول دی:
عشق له حسنه حسن دی له عشقه
ته نګار زمایې زه نګار ستا
(رحمان بابا)
زما ګران دوست نوید زیري دې کور ودان وي چې په دې باره کې یې راسره زیات بحثونه کړي دي او که رښتیا ووایو ، نو دغې سوژې طرحه ده راکړې وه.
پای
اخځلیکونه:
۱: مولوي دین محمد.(۱۴۳۴ هـ ق).انوارالمجالس. دوهم جلد. ډيره اسماعیل خان: خانقاه عالیه مجددیه عمریه.
۲: مجروح، دوکتور سیدبهاالدین.(۱۳۹۴ ل). دجبر او اختیارډیالکتیک. کابل: انسان مجله.
۳: شینواری، حمزه بابا.(۲۰۰۰م). غزونې. پيښور: یونیورسټي بک ایجنسي.
۴: خټک، راج ولي شاه.( ۲۰۰۳م ) د رحمان بابا په شعر…. ، پېښور یونیورسیټي : پښتو اکيډمي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply