منی

آمنه فنا

279

د نوي مني
لمړی باران دی
آسمان خپه دی
زړګی یې وران دی
تېر پسرلی یې
په زړه ارمان دی
چې څنګه تېر شو
او اوس خزان دی
آسمان خپه دی
آسمان راګوري
آسمان حیران دی

آسمان خپه دی
لکه زما زړه،
مات او ناهیلی
آسمان خپه دی
لکه زما روح،
غلی او ویلی
آسمان خپه دی
آسمان میین دی
آسمان غمجن دی
آسمان په عشق کې
زما په شانې
بد نام ناکام دی
آسمان ژړیږي
لکه زما سترګې
په رڼو اوښکو
یې لوند ګرېوان دی

آسمان خپه دی
زما په حال یې
زړه داغستان دی
آسمان خپه دی
آسمان مې ویني
چې زما له پاره
ژوند تور زندان دی
دا دوهم کال دی
سپرلی نه وینم
ګلاب نه وینم
رېدی نه وینم
دا دوهم کال دی
چې ژوند بايللې
خپله مانا ده
له ژونده ورکه
لار د رڼا ده

دا دوهم کال دی
چې زما وطن کې
منی دېره دی
سپرلی خپه دی
له موسمونوو
رنګونه تللي
خوندونه تللي
اخ بلبلانو کډې تړلي
په نا بلدو لارو ورغلي
زرغونه باغونه
یې اوبو وړي

دا دوهم کال دی
چې رانه هېرې
مستې سندرې
په زړه مې پاتې
د زړه خبرې
یوه زه نه یم
غم غلې کړې
له غومبر پاتې
ډېرې کوترې

دا دوهم کال دی
چې زما ژوند دی
په رنګ د مني
فقط ژړېږم
فقط رژېږم
زه نه موسېږم
زه نه غوړېږم
زه فنا کیږم
زه فنا کېږم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.