میین منی

آمنه فنا

319

سږنی منی، په ما میین دی
سږنی منی، د عشق ګلشن دی
سږنی منی، عجیبه خوږ دی
سږنی منی، لکه وطن دی
سږنی منی، بيخي بل شان دی
سږنی منی، سخ مهربان دی
سږنی منی، لکه جانان دی
سږنی منی، زما ارمان دی

سږنی منی، په ما میین دی
سږنی منی، د عشق ګلشن دی
سږني مني، زړه راټکور کړ
سږني مني، ړنګ د غم کور کړ
سږني مني، د موسکا شین شال
زما پر تورو زلفو راخور کړ

سږنی منی، په ما میین دی
سږنی منی، د عشق ګلشن دی
سږني مني، چې حس راکړی
انځور مې نه شو، کړی په لفظونو
نه په خبرو، نه په شعرونه
نه په شنو پاڼو، نه په ګلونو

سږنی منی،په ما میین دی
سږنی منی، د عشق ګلشن دی
سږني مني مې کړه زرغونه
د زړګي سوې سپېره لمنه
سږني مني مې اوښکې ښکل کړې
سږني مني زما د هیلوو
څو مړاوې مړاوې، غوټۍ را ګل کړې

سږنی منی، په ما میین دی
سږنی منی، د عشق ګلشن دی
سږني مني، کړم بیا میینه
په ژوند میینه، په تا میینه
سږني مني داسې حس راکړ
چې شوم په خپلې اروا میینه

سږنی منی، په ما میین دی
سږنی منی، د عشق ګلشن دی
سږنی منی، یو خوږ آغاز دی
سږنی منې، ماته اعجاز دی
سږنی منی، زما په ژوند کې
یو شیرین زیری، یو شیرین راز دی…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.