Browsing Tag

لنډۍ

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۲۸۹مه برخه

په ډک محفل کې غېـږه راکړه چې د رواج زولنې گډې‌وډې شینه   اختر د ټولو مبارک شه د هغو مه‌شه چې انسان ازاروینه   منم چې بده ورځ راغلې دلۍ ـ دلۍ غمونه زړه کې گرځومه احمدولي اڅکزي لکه تل نن (۱۵/۱۲/۲۰۲۳) هم په خپل فیسبوکپاڼه کې یوه نوې…

د یوعاشقانه دیالوگ په ترڅ کې څو نوې لنډۍ

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۲۸۸مه برخه د ۲۰۲۴ ام کال د جولای په گرمۍ کې له پلان پرته لندن ته لاړم. هلته مې کشرې ورور (شاه‌محمود بهاند او کورنۍ یې) ښه ونازولم. د موزیمونو او تاریخي ځایونو لیدل او په پارکونو کې چکرونه مو ورځنۍ بوختـتیا وه. په…

پښتو ټپه که د مظلوم انسان د اعتراض کړيکه

موږ د خپل لرغوني فرهنگ دعوه کوو، خو لا په دې نه يو توانيدلي چې ددې بډاى فرهنگ ارزښتمن عناصر دنويو ټولنيزو پوهنو داحکامو او اصولو په رڼا کې په ډاگه کړو . يو له هغو سوغاتونو چې پښتانه يي دخپل فرهنگ په ځولۍ کې لري هغه ټپه يا لنډۍ ده . لنډي…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۸۷مه برخه

د پښتنو بده رواجه لمبې کړي بلې، اور په خویندو مړکوینه   د زړگي زور مې پاتې نه دی یاره کیسه دې لنډوه ستړی دې کړمه   خلک د پیر لمنه نیسي ما د وړوکي جانان پښې نېولې دينه   د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي: ځان په غنمو ژوبل…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۲۸۶مه برخه

  باد د کابل له لوري راغی په وازه خولهٔ یې لړمانهٔ ته تیرومه   د محبت باران دې وشي چې له دې تورو زړونو یوسي نفرتونه   غم دې له ځانه سره یوسه ما ته یې مه پرېـږده، ړنده کڼه به شمه د لنډیو د دې برخې له پاره مې دا لنډۍ برابرې کړې کړې…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۸۵مه برخه

په اخرت دې له رب غواړم چې نه پښتو وي نه د خلکو پېغورونه   چي پرې مین یم هغه نسته چي خوښ مې ندي اِشارې راته کوېنه   لاړې د وخت سیلۍ تباه کړې نه ته راتلی شې، نه دې زه لیدلی شمه د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۲۸۳مه برخه

د سپینې خولې ستر يې مات شو د ژاولو ټس يې هلکانو واوریدنه   جانانه ستـا د بري غږ شو ناسته ولاړه کې مې زړه وهي ټوپونه   پر ما به کړی مېړۀ پرېـږدې بیا به دې مات کړې د مېـړانې ټول لوزونه د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ غوره شوې…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۲۸۲مه برخه

د دله گانو په اختیار یم کیسې یې اورم سترگې ښکته گرځومه   کراره شپه ده مسافر يم ته را يادېـږی څنگه سترگې پټې کړمه   څوک په وطن پسي ړانده شول څوک په وطن کې د وطن غيبت کوينه   د دې برخې له پاره دا نوې لنډې راټولې شوې دي:   ته لږ…

روژتۍ لنډۍ/ ۱۳مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه  ۲۸۱مه برخه د پردېسۍ سپېره ماښامه سخته روژه، زه یې په اوښکو ماتومه   د تلیفون شمېره دې راکړه د پیشنمي په وخت دې زه را ویښومه   د روژې تنده تر ماښامه د مینې تنده تر قیامته پورې وینه   د دې برخې له…

روژتۍ لنډۍ/۱۲مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۲۸۰مه برخه ته د ملا نه ټپوس وکه که په خولگۍ روژه ماتیـږي غرقه شومه   د روژه ماتي وخت کې راغلې زه به ډوډۍ خورم که به ستا دیدن کومه   یار په سفر ځي خولۀ به ورکړم روژه دې ماته شي، شپېته به ونیسمه   د روژې…