افغانستان ۳ میاستې وروسته له ايرلېنډ سره ۹ لوبې لري

0 792

د کريکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې افغانستان به په راتلونکي مېلادي کال کې له ايرلېنډ سره درې نړیوالې شل اورېزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټيسټ لوبې کوي.
د دې شورا د خبرپاڼې له‌مخې دواړه هېوادونه به د هندوستان د دېهرادون په راجیو ګاندي نړیوال کريکيټ لوبغالي کې د راتلونکي مېلادي کال د فبروري له ۱۸مې د مارچ تر ۲۲ پورې د یو بل پر وړاندې لوبغالي ته کوزېږي.
ايرلېنډ له افغانستان سره داسې مهال دا لوبې کوي چې څه موده وړاندې يې هندوستان او پاکستان کريکټ لوبډلو ته د ټيسټ لوبې په خورا توپیر سره وبایللې، خو افغان کريکټ لوبډله تر دې وړاندې په تېر جون میاشت کې د بنګلادېش پر وړاندې لړۍ کې ډېره ښه وځلېدله چې په پایله کې یې له دې هېواده درې واړه شل اوریزې لوبلې وګټلې چې د کريکيټ په اصطلاح بنګلادېش يې وایټ واش کړ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply