مونږ سپيناوی غواړو! /صلاح الدین سعيدي

0 555

 

وړوکی او  لوی حرامي نه شته!

مطيع الله علمی رور یو شمېر سیاسیونو ته د لوی حرامي خطاب کوي. زه ددوی د دې سپک او ناروا خطاب سره په څو دليلو مخالف  يم او دا کار او دا خطاب  غلطه دی!

یوکس یا حرامی دی او یا حلالي. حرامي لوی او وړوکی نه لري.

د حرامي او بیا سیاسي حرامي دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله به زه درته په ګوته کړم. اول ‌‌‌‌‌‌ډول حرامي چې ښځې ته د ناروا  جنسي رابطې سړی یعنې د کوچني پلار مالوم وي او دوهم چې هغه متخلفه ښځه له دومره کسانو سره همبستره شوي وي چې هغه خپله هم نه پوهیږي د کوچني پلار څوک دی.

حرامي او حرامکاره ښځه خپل او یا خپل مېړه حق کې خیانت او تجاوز کوي اما وطن، خاورې او ملت ته خیانت او هغه ته حرامي خطاب، حرامي  ته توهین دی.

اوس نو راشو  دا چې جناب اتمر او یا بل کس ددې وطن اولاد دی او د هر مقام لپاره د جمهوري ریاست په شمول د کاندیدولو حق لري. داچې دوی ځان د افغانستان د جمهوری  ریاست لپاره کاندید کړای او اوس د وطن د خیانت او د افغانستان د ځمکې د خرڅلاو خبره او ستاسې د لوی حرامي خبره  او اتهام پر دوی ګرمیږي د انصاف خبر نه ده او دا ناروا لوبه او ناروا کار دی.

د لوی او واړه حرامي خطاب هم دوی ته ناروا او غیر انساني دی. جناب حنیف اتمر او جناب زاخیلوال ددې وطن کادرونه او ددې وطن د سترو مسوولیتو او خدماتو خاوندان وه او دي. نه یې د چا په سر میخونه وهلي او نه یې د چاسینې ور پرې کړي او نه د پښتنې مور د تولد پروسه اجبار کړې او … نو لږ د خبرو عمق او بُعد ته پام کوه چې څه کوې.

د نن ورځې لوستونکی هم مغز لري او هم قضاوت. ستاسې یاد شوي کسان به د کار په ترڅ کې خطاوې او تېروتنې کړي وي چې کړي او فرشتې نه دي خو وطن پلورل او وطن ته خیانت نه بښل کبږي او که د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د امریکې تر فشار لاندې دوی کوم سرحدي  قرار داد داسې کړای وي چې د هغه پر بنیاد د افغانستان زمکه یې چاته ورکړي او دا ملي خیانت یې کړای وي نو مونږ ته مستندات نشر او په لاس راکړئ او دا بیا زمونږ سره، غیر قابل عبور او د  دوی د افتضاح او د افغانستان په سیاسي ژوندکې د دوی د پای نقطه او د کیوناري او شاه شجاع سرنوشت دی.

جناب حنیف اتمر او جناب زاخیلوال او دې مساله کې بل هر ښکیل  کس ته اکیداً سفارښت لرم او ویل غواړم، دا د افغان ملت غوښتنه ده، چې دا مو هغه سور خط دی چې ترې نه د تېرېدو صلاحیت لرو او نه تاسې دا حق لرئ او نه بل هیواد. په کار ده چې  همدا نن ددې خبرې سپيناوی وکړئ او ملت ته ریښتیاد او ددې خبرې ټول جوانب ووایاست.

مونږ سپيناوی غواړو او دا مو سورخط او مسلم حق دی.

پای چې انجام یې متخلف ته د پای ټکی دی.

مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply