ځان وژنه د اسلام او طب له نظر /ډاکتر ایمل جان حبیب زی

0 1,174

ځان وژنه یو داسې کړنه ده چې عموماً دا په ګوته کوي چې همغه انسان نشي کولای چې د ژوند د مشکلاتو پر وړاندې مقاومت وکړي.
ځان وژنه یوه داسې پدیده چې نه تنها په افغانستان کې بلکې دا یو جهاني مشکل ده په دې کې کورنۍ د یو اجتماعي عوامل په توګه، د قانون تامین او د کورنۍ د غړو تر منځ د مهرابانۍ فضا مهمه ده.
راځئ چې اوس ځان وژنه دا سلام او د طب له نګاه وڅیړو
د اسلام له نظره
اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکې څرګنده کړي ده چې یو مسلمان باید مستحکم، با اراده او د مشکلاتو پر وړاندې مقاومت کوونکی وي.
همدارنګه الله (ج) په خپل مبارک کتاب کې فرمایې (تاسو خپل ځانونه په خپلو لاسونو د هلاکت طرف ته مه غورځوئ).
نو دغه لوی جهان چې الله (ج) پیداکړی ده نو دغه هر څه د الله (ج) په لاس کې دي انسان بغیر دالله له اجازې څخه د خپل واک څښتن نه ده.
همدارنګه یو حدیث مبارک ده چې پیغمبر(ص) فرمایې (هغه څوګ چې خودکشي کوي هغه د الله (ج) له کرم او عزت څخه محروم شو او د تل لپاره د جنت څخه محروم او دوزخ یې ځای شو).
نو اسلام چې کله ثابته کړه چې ځان وژنه یو ناروا عمل دی. موږ او تاسې هم باید د اسلام په رڼا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړو او په سالمه فضا کې خپل ژوند یو تر بله تیر کړو.
طبي څیړنې وایې چې هغه کسان ځان وژنې کوي چې لاندې نیمګړتیاوې ولري.
مهم عوامل یې دا دي:
۱. عصابي ناراحتي
په دې مرض اخته کسان تل په ژور خفګان اخته وي یو کار کولو امکان وي خو بیا هم وایې چې نه کیږي لنډه دا چې هر وخت د یو کار منفې نقطه په ګوته کوي.
۲.نشه ئي توکو روږدي کیدل
اوسني زیاتره لاملونه د ځان وژنې چې په ځوانانو کې شتون لري هغه په نشه یي توکو روږدي کیدل دي چې په اعصابو ژوره اغیزه کوي او انسان ځان وژنې ته مجبوروي.
۳. غربت
دا هم یو مهم اصل د وژنې ده، چې انسان نشي کولای هغه مشروع کارونه چې وغواړي ترسره یې کړي مثلاً د کور لپاره رزق پیداکول، بچیانو لپاره درسي سیستم برابرول او داسې نور عوامل د غربت دي چې ځان وژنې ته مجبوریږي.
۵. عشقي مسایل دي چې یو انسان ځان وژنې ته مجبوروي .
مثلاً انسان غواړي چې د خوښې جینۍ سره واده وکړي خو په دې کې یې کورنۍ مخالفت کوي چې وروسته د ځان وژنې لامل کیږي.
داسې نور طبي لاملونه شته چې انسان ځان وژنې ته اړ کوي.
هغه زیانونه چې د نورو په وژنه کې شامل دي همدارنګه په ځان وژنه کې هم شامل دي
۱. ځان وژنه الله (ج) نافرماني او الله (ج) له احکامو سرغړونه ده او هغه څوګ چې د الله (ج) له احکامو سرغړونه کوي د غذاب مستحق ده .
۲. ځان وژنه د ایمان سستوالی او نا امیدي د الله (ج) له لوی ګناهونو څخه ده چې په شرک او کفر کې قرار لري.
۳.چا چې ځان وواژه او یا یې بل وواژه د انسانیت له نظره دواړه بې ارزښته دي، د ځان وژنې او بل وژنې په منځ کې فرق نشته.
یعني هغه څوګ چې بل یې وواژه هم د غذاب مستحق ده او هم هغه څوګ چې ځان یې وواژه هم د غذاب مستحق ده.
پوهان وایې چې هغه کسان چې ځان وژنه کوي مذهبي او ټولنیزه پوهه یې کمه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply