د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو ځوروونکې تبصرې

0 590

عزت الله شمسزی 

ټرمپ له پنټاګونه غوښتي چې له افغانستانه د ۱۴۰۰۰ امریکایي‌ عسکرو د وتلو په اړه بېلابېل اپشنونه ورکړي. تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې، البته د وتلو پر لارو چارو فکر کوي.‌

خبره داده چې د ۲۰۱۰ کال شاوخوا افغانستان کې تر یولکو زیات عسکر و، کله چې وتل ډېرو ویل چې افغان دولت به درې میاشتې هم دوام ونه کړي، مګر دادی اوس یوازې ۱۴۰۰۰ عسکر پاتې دي خو نظام په خپل ځای دی.
اوس که دا ۱۴۰۰۰ عسکر هم ووځي په دې مانا نه ده چې کوم لوری دې بری ترلاسه کړي، که موږ افغانان په خپلو کې جوړ نه شو، نو د پنجشېر غوندې یوه ولسوالۍ هم راسره تر ډېره جنګېدلی شي او روانه خونړۍ لوبه به پای ته ونه رسېږي. دنیا لکه دا اوس چې راپورې خاندې همداسې به مو پر زخمونو مالګې دوړوي.
نن چې مې هر خبر لوستلو چې نړیوال هڅه کوي افغانان دیو او بل زغملو او منلو ته قانع کړي نو پر ما باندې به اور بل شو، ځکه چې له یوه او بل سره مو په غېږه هم همدوی اچوي او بیا مو بېرته لکه د ماشومانو د پخلا کولو مکاري هم کوي.‌

نن د انګریزي‌ اخبارونو له هر خبر او مقالې سره اوبه کېدم،‌ افغانستان لکه یو بې سرپرسته مارکیټ هر چا په کې خپل الوګان خرڅول. په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر ددې لپاره چې د خاشقچي دقضیې له امله نړیوال فشار پر ځان را کم کړي ویلي‌ وو چې افغانستان ته به ډېر ژر سوله راولو. روسیې طالبانو ته دغوښنې برخې ورکولو غوښتنه کړې وه، پاکستان د یو شمېر هغو بندیانو د ژر خوشې کولو غوښتنه کړې وه چې پاکستان سره په تړاو تورن دي. یانې هر چا زموږ په کشاله کې خپل اس چاغولو.
زه دې ته هېڅ اندېښنه نه لرم چې امریکایان وځي، تاریخونه ولولئ تل نړیوال زبرځواکونه راشي، موږ ووژني چې کله یې زړه وي بېرته لاړشي موږ په خپلو زخمونو او وینو کې لتاړ پرېږدي، اندېښنه مې داده چې موږ به کله له دې درانه خوبه راویښېږو او تر کومه به مو خلک د خپلو ګټو لپاره استعمالوي”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply