د مولوی بهرام خان اڅګزی پر کتاب یو ځغلنده نظر/ زمری محقق

0 1,544



په دی ورستیو وختونو کی د افغانستان د معاصر تاریخ په اړوند یو بل په زړه پوری اثر د ( مولوی بهرام خان اڅګزی د ژوند ملی او دموکراتیک مبارزی) تر عنوان لاندی  چاپ سوی دی چی د مرحوم محمد علم بڅرکی د کتابونو او یاد ښتونو د ارشیف څخه د ډیرو مستندو او معتبرو اسنادو په بنسټ په تیره بیا د نولسمی پیړی ددوهمی نیمایی او شلمی پیړی د ملی او مترقی غورځنګونو اړوند مسایلو باندی رڼآ اچوی.

قاضی القضات مرحوم بهرام خان اڅګزی چی په ۱۸۸۹ م کال د کندهار دسپین بولدک په ولسوالی کی زیږیدلی او په ۱۹۷۶ م کال کی وفات سوی دی، د یوه روښانه ملا ، سیاست پوه په وطن مین شخصیت په توګه یی خپل ټول ژوند د هیواد د آزادی، سمسور تیا اوملی چوپړ په لاره کی قربانی کړی او دوخت دخاینانو اوملی ضد ځواکونو په مقابل کی د سپر په شان دریدلی او د اوږدی مودی بندونه یی ګاللی دی ځکه نو د مرحوم بهرام خان او دده د مربوط دوران د مبارزو او سرښندنی، چی زموږ د معاصر تاریخ یوه مهمه برخه جوړوی، یادونه او د تاریخ پاڼوته سپارنه د زیات ارزښت وړ کڼم .

د کتاب په لیکلو کی نه یوازی دا چی د بیلا بیلو ماخذونه د لومړی لاس تاریخی اسنادو او حتی شخصی لیکونو څخه د موضو په اړوند ګټه اخستل سوی ، بلکی  د مرحوم بهرام خان د نژدی دوستانو او د نظر څښتنانو سره هم مرکی او بحثونه سوی دی چی د هغی جمی څخه د د خدای بخښلی بهرام خان اڅګزی(څلور اتیا کلن  زوی) ښاغلی عبدلکریم اڅګزی څخه هم شفاهی او تحریری اسناد تر لاسه اوچاپ سوی دی .

برسیره پر دی دکتاب لیکوال ښاغلی ننګیالی بڅرکی هغه مرکه چی په خپله یی د مرحوم قاضی صاحب سره د هغه په ژوند کی تر سره کړی ، د کتاب محتوی لا پسی غنی کړی ا ود کتاب ارزښت یی زیات کړی دی .

په کتاب کی په تیره بیا هغه لیک یا فرمان چی د سر دار نادرخان په خپل خط او لاسلیک سره مرحوم بهرام خان ته لیږل سوی او دهغه څځه د سقاود زوی په مقابل کی د هیواد د آزادی په لاره کی د مبارزی غوښتنه سوی ده ، د ځانګړی ارزښت وړ دی .

که دیولړ تخنیکی او ټایپ نیمکړتیاوو څخه تیر سو، کتاب د علم، فرهنګ او تاریخ د مینوالو لپاره یو ګټور او د لوستلو وړ اثر کڼم .

ما د دی کتاب په هکله تر لوستلو مخکی د پیل د خبرو په بهانه یو څو جملی لیکلی او په کتاب کی چاپ سوی دی :

د پیل خبری :

شک نشته چی تاریخ د قوم د هنداری په توګه تل د پاملرنی وړ ګرځیدلی دی ځکه  چی د همدغو تیروجریانو او تجربوپه بنسټ د راتلونکو نسلونو لپاره د پرمختګ او پیاوړتیا لاره اواریږی.

زه نه غواړم چی د کتاب پرمحتوی وږغیږم ځکه چی ما تراوسه د کتاب متن نه دی لوستی کتاب په مطبعه کی تر چاپ لاندی دی چی زما څخه هیله وسوه چی په دغه هکله د کاغد یو څو پاڼی تور کړم .

د کتاب د فهرست څخه می دا درک کړه چی کتاب یوازی د مرحوم مولوی قاضی بهرام خان اڅګزی ساده بیوګرافی نه ده بلکی په واقعیت کی د مرحوم د ژوند د دوران اړوند ټول سیاسی ، ټولنیز ، اقتصادی شرایط او جریانات په کی منعکس سوی اوپه تیره بیا د شلمی پیړی د لومړی نیمایی تاریخ د تاریکو او نه ویل سوی مسایلو په هکله څرګندونی په کی سوی دی .

پوهان وایی چی د تاریخ لیکونکی قضاوت او لیکنه باید د یوی خوا بی پری وی او دبله پلوه لیکوال باید د متنونو د اقتباس کولو په وخت کی د خپل عقل د ترازو څخه کار واخلی . یعنی د تاریخی متنونو په ټاکلو کی باید تر وسه وسه زیار وایستل سی چی معقول د نامعقول څخه اوسم د ناسم څخه بیل کړی.

په دا ډول تاریخی لیکونو کی بی پری قضاوت ځکه ډیر مهم دی چی پرته د آزاد قضاوت څخه واقعی تاریخ د انحراف پر خوا لغړی .تاریخ لیکونکی کله کله د چارواکو د ارادی سره سم د امتیاز اخستلو لپاره لیکنی کوی . د بیلګی په توګه د احمدشاه بابا د دوران د پیښو په هکله عمده منبع (تاریخ احمدشاهی ) دی چی ددی کتاب لیکوال (محمودالحسینی المنشی) پخپله احمد شاه بابا ټاکلی دی .

لیکنی یی د احمد شاه بابا د پاچهی په  اوم کال کی پیل سوی دی . دغه تاریخی اثر که په رښتیا سره د یوی خوا د ګټورو معلوماتو لرونکی دی خو دبل پلوه موږ ته معلومه ده چی دا یو درباری تاریخ دی چی د غوړمالیو څخه کار په کی اخستل سوی او پر ډیرو واقعیتونو یی توره پرده غوړیدلی ده .

د بیلګی په توګه  محمودالحسینی لیکی :« احمد شاه بابا ولي وو ، هغه له غیبو خبر وو او کله چی یی خپل وراره لقمان خان ته د خان خانان لقب ،جوغه او نور امتیازات ورکول په دی پوهیدی چی هغه به یوه ورځ خیانت کوی .احمدشاه بابا فرصت ته کتل او مخکی له مخکی یی خپل وراره له ناز او نعمت څخه نه محروم کاوه تر څو چی هغه بلاخره نمک حرامی وکړه او د احمد شاه بابا په مقابل کی د غلیمانو او خاینانو سره ملګری سو .»

تاریخ احمد شاهی ص ۸۳ .

د مرحوم قاضی بهرام (۱۸۹۸ – ۱۹۷۶) د ژوند او سیاسی مبارزی زمانه په واقعیت کی یو بحرانی اود اختناق څخه ډک دوران ؤ په داسی حالاتو کی چی انګریزی استعماری ځواک حاکم وی ، د خلکو د ژوند اوپوهی سطحه ټیټه، اختناق ترور او وحشت موجود وی ، د ملی  دموکراتیکو حقه حقوو لپاره مبارړه او هلی ځلی اسانه کارنه دی . د بیلګی په توګه د سقاو زوی حبیب الله د امان الله خان شرعی او تقنینی مشاورمولوی عبدلواسع او د کندهار والی علی احمد دواړه په توپ کی والوزول، سردار محمد عثمان یی ژوندی ښخ کړ اود قبر پر سر یی شلغم ور وکرل ، سردار عبدالحمید خان او سردارحیات الله خان د حبیب الله خان زامن ، عبدالحمید خان توخی او قاضی محمد اکبر خان یی ووژل  خو قاضی عبدالرحمان خان یی په پل خشتی کی بند پر بند پری کړی او سر یی هلته و ځړوی .

د اختناق ، ویری او ترور د شرایطو د حاکمیت سره سره مرحوم قاضی بهرام خان د خپلو نورو ملګرو په مرسته د ظلم او استبداد پر ضد نه یوازی دا چی د امانی نهضت ملاتړی او د سقاوی د تور نظام په ړنګوولو کی یی فعاله ونډه لری ده بلکی د ویښ زلمیانو د عدالت او پرمختک غوښتونکی جنبش  د یوه وفاداره مشر په توګه دوخت د ارتجاعی ځواکونو او چارواکو د ګواښونو او بندیکولو سره سره یی ، د حق او عدالت جنډه رپانده وساتل .

ځکه نو د ننګیالی بڅرکی دا زحمت د ستایلو وړ دی چی د خپل هیواد او ولس ویاړلو شخصیتونو او د هغو کارنامو ته یی پاملرنه کړی او د کوم مادی امتیاز څخه پرته یی په اکواریم  کی د ښکلو کبانو د ساتلو اوپه قفس کی د ښکلی ږغ لرونکی کنری چوغوکو د روزنی تر څنګ یی د پردیسی په دوران کی ،دا ډول پنډو کتابونو لیکلو ته ملا تړلی ده .

لیکوال ته ددی کتاب د چاپولو مبارکی وایم او د کتاب ،علم او پوهی مینوالو ته یی د لوستلو سپارښتنه کوم .

پر قلم دی برکت د لازیاتو بریاوو په هیله

زمری محقق

۱۹-۴-۱۹۱۸ کوپن هاګن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply