د تحول لپاره اقدام مهم دی /محمدروښان ښاد

0 661



افغانستان لا هم د جګړه ځپلي هیواد په توګه ګڼې ستونزې او مجبوریتونه لري، مګر له دغو ستونزو څخه په غایبانه مرسته نشو راوتلی د دې لپاره د ملت اراده ډېره مهمه ده، د قران صریح ایت دی تر هغو چې یو قوم په خپله د خپل حالت د بدلولو اقدام ونه کړي، نو تر هغو یې خدای هم حالت نه بدلوي.

موږ باید نور د یو ملت په توګه د روان وضعیت، محرومیت، جنګ او نورو ناخوالو د پایته رسولو لپاره راپورته شو. د قانون د حاکمیت واقعي غوښتنه وکړو، ځکه چې زموږ ټولو ښېګڼه او سرلوړي په قانون کې ده. زموږ د قانون لویه ښېګڼه داده چې د اسلام مبین دین له لارښوونو سرچینه اخلي، په عدالت ولاړ دی او د ټولو افغانانو حقونه، مکلفیتونه او مسوولیتونه یې په اساسي توګه تعریف او درج کړي دي.

له کومې ورځې چې د جنګونو، افراطیت او ناخوالو له امله زموږ د ټولنې محرومیتونه او مجبوریتونه زیات شوي، نو معلومدار ورسره د ټولنې نظم خراب شوی، بدبینۍ زیاتې شوي او له همدې امله به دا ډېر وخت واخلي چې موږ بېرته خپل روښانه ماضي ته ورستانه شو، مګر هغه ماضي ته د ورستنېدو یوازینۍ عملي او ګټوره لاره او وسیله زموږ  خپل اقدامات دي. موږ باید عملاً لاس پکار شو، خو خپل ځان او اقدامات د اساسي قانون په چوکاټ کې عیار کړو، ځکه تحول په انتظار نه راځي، تحول هلته راځي چې موږ حرکت وکړو، د بدلون لپاره او که موږ په دې تمه کېنوو چې حکومت او یا کوم بل غایبانه لاس او مرسته به زموږ دغه بد حالت بدل کړي، نو دا یوازې یو خیال دی، هغه خیال چې د وخت له ضایع کولو مه واره عملي ګټه به ونه لري.  

مګر سره له دې چې موږ د سیمې په کچه عالي او بې جوړې قانون لرو، خو ستونزه یې په تطبیق کې ده، چې تراوسه یې حکومت پر تطبیق هغسې چې ښایي نه دی بریالی شوی. هیله ده چې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې چټک ګامونه واخلي. تر هغو چې اساسي قانون په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورنه کړل شي او هغوی د قانون په مزایاوو ونه پوهول شي او مقامات د قانون تطبیق له ځانه پیل نه کړي، نو سل په سلو کې به د قانون تطبیق، د ټولنې نظم او انسجام ستونزمن وي.

زموږ ګاونډیان او د افغانستان دښمنان غواړي چې موږ همداسې په تاریکي، بې قانونۍ او بې ثباتۍ کې وساتي. د همدې لپاره د افغانانو تر منځ نفاق او بدبینۍ ته لمن وهي. له اصلي او مهمو مسایلو څخه خلکو او حکومت د پام او تمرکز کمولو په موخه وړې او بې ماناوې اجنډاوې را مخې ته کوي، خلک په عادي او ناچیزه مسایلو کې سره بوختوي، مګر دا د خلکو او حکومت ګډ مسوولیت دی چې د پردیو په دغو اوازو او اجنډاو غلط نشي، بلکې د دفعه کولو لپاره یې باید په ګډه لاس پکار شي.

د دې لپاره مهمه ده چې حکومت د رسنیو، جوماتونو، تکایاو، ښوونځیو او نورو موثرو لارو څخه په ګټه اخیستنې د ولسونو په منځ کې د عامه پوهاوي پروژه یي نه، بلکې اساسي پروګرامونه تطبیق کړي. د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او هغوی دېته وهڅوي چې په خپل وحدت سره د خپلو ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي، د حکومت ملاتړ وکړي او چېرې چې ستونزې ګوري د اعتراض غږ باید اوچت کړي، د بې عدالتۍ مخه ونیسي او د مشروع فشار له  لارې حکومت او محلي مسوولین دېته وهڅوي چې په هغه برخه کې اقدامات وکړي.

دا ټولې چارې هغه مهال ښې ترسره کېدلی شي چې موږ په ولسونو کې یو تحرک را ایجاد کړو او بیا دغه تحرک د ټولنیز تحول لپاره وکاروو، تر څو له اوسنیو ستونزو او ناخوالو څخه په اسانۍ سره ووځو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply