تېرې ترخې تجربې مه تکراروئ / بريالى مليار

0 501

څلويښت کاله کېږي چې زمونږ په هيواد کې مرګونى، خونړى جنګ روان دى. ددې جنګ بدبختيو، تباهييواو ناخوالو څخه ټول افغانان اغيزمن شوي او لا اوس هم دا لړۍ روانه ده. پدې موده کې سولې ته د رسېدو لپاره مونږ ته دوه ځلې طلايي چانس په لاس راغلى – اول ځل د پخواني جمهور ريس د ډاکټر نجيب د حکومت په وخت کې چې له بده مرغه له لاسه مو ورکړ. وجه يې دا وه چې د مجاهدينو مشران سولې ته حاضر نشول. د دويم ځل لپاره اوس مهال مونږ ډېر ښه چانس لروچې سولې ته ورسېږو، خو له بده مرغه طالبان، لکه د مجاهدينو په شان، د يووالي حکومت سره د سولې خبرو ته نه حاضرېږي. طالبان دې د مجاهدينو تاريخې ترخه تيروتنه نه تکراروي، او د ملت او د الله د رضا لپاره دې د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د ډاکټر نجيب د حکومت د وخت حالات او اوسني حالات سره ورته والې لري. کله چې روسانو له افغانستانه د وتلو تکل وکړ، ډاکټر نجيب د ملي پخلاينې او سولې بهير په پوره جديت اوقاطعيت سره په لاره واچوه. هغه غوښتل چې جنګ د خبرو له لارې، په سوليزه ډول پاى ته ورسېږي. هغه پوهيده چې جنګ په زور نه ګټل کېده او تداوم يې د ملک په ګټه نه وه. 

مجاهدينو ته د ډاکټر نجيب د سولې وړانديز بې ثارى و. هغه لېوال و چې له خپلې دندې مستعفي شي، غوښتل يې چې موقت حکومت جوړ شي چې مجاهدين به پکې ستره برخه ولري او مشري به يې هم د مجاهدينو په لاس کې وي، په اساسي قانون کې به تعديل راشي او د ټاکنو له لارې به نوى حکومت وټاکل شي. حقيقت دا دى چې هغه هر هغه شرط ته تيار و چې مجاهدينو غوښتل، او په دې لار کې يې کوټلې ګامونه واخيستل – آن له خپلې دندى يې استعفا وکړه، خو مجاهدينو د سولې لاره نه د جنګ لاره غوره کړه. د جنګ تداوم ملت ته ډېرې غمجنې، دردونکې پايلې لرلې.

د افغانستان کارنده حکومتي نظام ړنګ شو، غښتلې پوځ ټوټه ټوټه او لوټ شو، کابل په کنډوالو بدل شو، په زرهاوو کسان شهيدان شول، او توکمي، ژبني او مذهبي اختلافات زيات شول. تر دې ستر زيان د افغانانو سپېڅلي جهاد ته ورسېد – د يو څو تنو ځان غوښتونکو مجاهدينو مشرانو له لاسه د افغانانو جهاد بدنام شو، هغه جهاد چې د يو وروسته پاتي ملت په وينو يې د نړۍ زبرځواک ته ماته ورکړه او په ډېرو ولسونوکې يې د آزادې غوښتنې جرائت را ژوندى کړ. که مجاهدينو د ډاکټر نجيب سره سوله کړې واى، نو زمونږ په هيواد کې به جنګ دېرش کاله مخکې ختم شوى واى.

اوس مونږ ته بيا د سولې چانس په لاس راغلى. د افغان ملي يووالي حکومت، امريکايان او نور بهرني هيوادونه چې په افغانستان کې ښکېل دي دې نتيجې ته رسېدلي چې دا جنګ په زرو نه ګټل کېږي، او غواړي چې سوليزه حل لار ورته پيدا کړي. پدې لار کې د افغان د يووالي حکومت او د امريکايانو د سولې وروستۍ جدي هڅې د قدر وړ دي. 

لکه د ډاکټر نجيب د حکومت په څېر، د افغان يووالې حکومت ويلي دي چې طالبانو سره په هر وخت، هر ځاى کې مخامخ بې قېد او شرط خبرو ته تيار دى. د افغان يووالې حکومت دا هم په ډاګه کړې چې تيار دى طالبانو سره پرډېرو اهمو موضوعاتو، لکه د طالبان د حرکت په رسميت پېژندل، د بنديانو خوشې کول، په اساسي قانون کې تعديل، طالبانو ته په حکومت کې ونډه ورکول، په ټاکنو کې د طالبانو برخه اخيستل، خبرې وکړي. 

خو افسوس چې طالبان د مجاهدينو ترخه تجربه تکراروي. دوه پښې يې په يوه موزه کې کړي او وايي چې مونږ د کابل حکومت سره خبرې نه کوو ولې چې هغه د امريکايانو ګوډاګى، لاسپوڅي رژيم دى. د افغانستان د يووالي حکومت خو هم ادعا کوي چې طالبان د پاکستان او نورو هيوادونو ګوډاګيان دي او د بيان او عمل خپلواکي نلري. ملت پدې پوهيږي چې په جنګ کې ټولې ښکېل افغان ډلې بهرني ملاتړي لري. د بهرني ملاتړه پرته ددې جنګ پرمخ وړل ناشونى برېښي. د ملي يووالي حکومت خو طالبانو سره د مخامخ، بې قېد او شرط مذاکرې ته چمتووالى ښودلې; اوس به معلوم شي چې طالبان د يووالي حکومت سره د مخامخ خبرو جرائت کولاى شي که نه. دا چې څوک خپلواک دي او څوک نه دي، ملت ته به معلوم شي.

دا د حيرت خبره ده چې طالبان د هغه چا سره خبرو کولو ته حاضر ندى چا سره چې يې دين، ملک، کلتور او ژبه شريکه ده، خو د هغه چا سره خبرې کوي چې هيڅ مشترکات ورسره نلري. پکار ده چې طالبان لومړى د خپل وطنوالو سره خبرې وکړي ځکه چې د ملک ګټې يې ورسره شريکې دي، او بيا دې امريکايانو سره خبرو ته کښيني.

نن وي که سبا بهرني پوځيان به خامخا له افغانستان څخه وځي. څو ورځې مخکې د امريکا جمهور ريس پريکړه وکړه چې ژر به له افغانستان څخه خپل نيمايي پوځيان وباسي، او احتمال يې زيات دى چې په امريکا کې د ٢٠٢٠ کال د جمهوري رياست ټاکنو نه مخکې متباقي پوځيان وباسي. مخکې له دې نه چې بهرني پوځيان له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي، لازمي او ضروري ده چې طالبان او افغان حکومت روغه جوړه وکړي، که نه ددې جنګ لړۍ به وغځيېږي او، خداى دې نکړي، د نوييمې لسيزې نه به بدتر حالت راشي.

تېرې ترخې تجربې مه تکراروئ. ملت ډېر ستړى او سولې ته تږى دى. پدې مظلوم ملت ورحمېږئ. د سولې خبرې پيل کړئ. په خبرو کې هيڅ تاوان نشته، بلکې سراسر ګټه ده. يو بل سره کښينئ او د الله تعالى د احکامو او ارشاداتو په رڼا کې دې څلويښت کلنې غميزې ته د پاى ټکى کېږدئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply