ولسمشر غني ته څه په میراث ورپاتې و؟/ایمل پیاوړی

0 543

ولسمشر غني ته داسې نظام په میراث ور پاتې شو چې اداري فساد او نورې ستونزې په کې ښې پرېمانه وې او د مالي مرستو میکانیزم یې له ننګونو سره مخ کړی وو، د نړیوالو پاملرنه یې له افغانستان سره په فوق العاده توګه راکمه کړې وه ان تر دې چې ټولو د تېښتې لارې لټولې. افغان ولس هم د وېرې او نهیلۍ تر منځ وو، ځکه دوی د خپل هیواد بقا او راتلونکي ته اندېښمن وو، مګر غني د خپل واک په لومړیو شپږو میاشتو کې د پرلپسې کار، هڅو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او استدلال له لارې هر څه بدل کړل. په خپل مدیریت سره یې همغه کاواکه اداره په تېرو څلورو کالو کې له هر اړخیز پلوه بدله کړه.

د ملي یووالي حکومت د رهبري د پاملرنې له برکته اداره تر پخوا ځوانه شوه، فعاله شوه، تحرک رامنځته شوه او د خدماتو وړاندې کولو ته اساسي پام وشو. د اداري فساد پر وړاندې د حکومت مبارزه چټکه شوه او پام وړ پایلې یې ولرلې. 

ملي یووالي حکومت  ښځو، ځوانانو او بې وزلو خلکو ته کاري فرصتونه او پاملرنه زیاته کړه. د حکومت په مهمو ځایونو کې پر دندو وګومارل شول. هغه ځوانان چې مسلکي زده کړې او نړیواله تجربه ورسره ده. دوی تخنیکي پوهه او هیواد ته د خدمت لېونۍ مینه لري. 

جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې او مورال لوړ کړ. دوی ته یې د ولسونو او نړیوال ملاتړ را جلب کړ. تمویل او تجهیز یې کړل او اوس د افغانستان خلک یوازې او یوازې په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل خوندیتوب ډاډ لري.

همدارنګه د فساد او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وشول، د بندیانو دوسیې وڅېړل شوې، افغانستان د سیمې هیوادونو سره د ترانزیت او هوایي کوریډرونو له لارې وصل شو، سوداګرۍ رونق پیدا کړ، د اوبو مهارولو هڅې جریان لري. زیربنا ته پاملرنه وشوه، د کانکور ازموینه تر پخوا ډېره زیاته شفافه، بیت الله شریف ته د تلونکو حاجیانو پروسه د خلکو د قناعت وړ وګرځېده ، دا ټولې هغه چارې دي چې تر دې دمخه ورته اساسي پام نه و شوی. 

په عین حال کې ولسمشر غني  په افغانستان کې د پانګونې لپاره فرصتونه  نړیوالو ته تشریح کړل او هغوی یې دېته وهڅول چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي. مرکزي افغانستان کې طبیعي او جغرافیایي زندان مات شو. د اورګاډي پټلۍ جوړه شوه، حلقوي سرکونه جوړ شول. د ولس او حکومت تر منځ دوامداره اړیکه ایجاد او رامنځته شوی واټن په کافي اندازه را کم شو. 

ولسمشر غني د تېرو ۱۵ کالو په پرتله، په تېرو ۴ کلونو کې ډېر زیربنایي کارونه کړي دي چې افغانستان یې له منزوي کېدو ژغورلی دی. د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د دغو هلو ځلو له برکته خلک اوس باور لري چې په ښه جهت روان دي او که خدای کول ډېر ژر به د سولې، ثبات، پرمختګ کاروان سره یو ځای شي، ځکه حکومت د سولې په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لري.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply