بدغونې شپږمه / عبدالرحمن فرقانی

0 565


که د “مرغومې په شپږمه” د سره لښکر خونړي ځواکونه د یوه هر اړخیزه خونړي یرغل په پایله کې د کمونیزم د کړۍ د پراختیا په موخه د افغا نستان د اشغال لپاره افغانستان ته راننوتل، خو د مرغومې په اتمه بیا په افغانستان کې د ناتو میشت ځواکونه چې د ډیموکراسۍ د خورولو، د ترهګرۍ د ځپلو او په افغانستان کې د نظام د جوړولو تر عنوان لاندې افغانستان ته راغلي وو، د غربي هېوادونو د شهادت پر بنسټ پرته له کومې لاسته راوړنې خپل جګړیزماموریت ته د پای ټکی ږدي او د خپل ماموریت بڼه بدلوي او د نوموړي تګ او راتګ او اوړون او بدلون څخه چې افغانان د کومو بې شمېره ستونزو سره مخ شوي دي، په دې هکله پړڅوک دی؛ افغانان که نړیواله ټولنه؟.
د بشری تاریخ په لړ کېځینې داسې پیښې واقع شوې، چې دبشریت ګڼ شمېر ملتونه او حکومتونه یې په خپلو پرېکړو کې تر خپل اغیز لاندې راوستي، او د تل لپاره یې یاد تازه او اغیز پریکنده.پاتې شوی، یوه له دغوخونړیو پیښو څخه د ” هولوكوست ” پیښه ده، که څه هم چې یاده پیښه تر ډېره بريده یوه وهمې پیښه ده، خوکوم مهال چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې په عسکري اډو او زندانو کې د بېشمیره خلکو د یو پر بل باندې دانبار شویو جسدونو او په ټولیزه توګه د انسانانو د سوزولو غونډریو دشتون انګازو لپاره پراخه تبلیغات تر سره شول، او صهیونستانو پر دې مزعومه پیښه باندې داسې پانګونه وکړه چې د تل لپاره یې غربي نړۍ پر خپل مظلومیت او محرومیت باندې قانع او د همدغې پیښې په پایله کې چې د منلو او حقیقت په هکله یې هم ډیر شکونه شته دی، ځانته دا حق حاصل کړ، چې په یوه داسې سیمه کېځانته ځانګړی حکومت ولري، چې د یادې پیښې سره په هیڅډول تړاو نه لري، بیا آن تر دې چې د نولسمې پیړۍ په اتیاییمه لسیزه کې یې د دموخه لپاره چې نوموړی وهمي داستان د بشریت هیر نه شي داسې مسوده ترتیب کړه چې پر اساس یې هیڅوک حق نه لري تر څو یې د واقعیت په هکله شک او ګمان ولري او دا مسوده یې په فرانسه کې تصویب او په پای کې یې په ډېرو اوروپایی او لوېدیځوالو هېوادنو کې تصویب کړه.
دا یو مسلم حقیقت دی، کوم خدمت چې د هغه وخت صهیونست مشرانو د یهود قوم لپاره تر سره کړ، یهود ملت یې تر پیړیو پیړیو نه شي هیرولی، داسې پراخه تبلیغات او تحرکات یې په لاره واچول چې د اوروپایانو وجدان یې د تل لپاره دې ته اړ کړ، تر څو د مسلمانانو ځمکه غصب او ورباندې دوی ته ځانګړی حکومت جوړ کړي، له همدېځایه ده، چې هر کال د جنوری په ۲۷مه نیټه په نړیواله کچه د “هولوکوست” تر نامه لاندې ورځ لمانځل کېږی.
په دې کې شک نشته چې پر افغانستان باندې د سره لښکر د خونړي یرغل پر مهال او تر هغه وړاندې، چې کوم د وحشت او بربریت څخه ډک ظلمونه او کړاونه تېر شول، او تر نن پورې یې بهیر روان دی، دافغانستان ویاړلی او باتور ملت، چې د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، دچا اسارت ته یې غاړه نه ده ایښیې، یې په وار وار د غم په تغر کینولی، چې د “مرغومې شپږمه” د نوموړې بدغونې لړۍ بنسټیزه برخه ده، د هرډول معیار پر بنسټ تر هغه وهمې “هولوکوست” څخه کم نه دي، چې د نړیوال بشریت وجدان دې ته اړ کړي، تر څو افغانانو ته خپل حقوق ورکړي، سرښندنې ته یې د درناوی په سترګه و ګوري، ځکه چې افغانانو بشریت د هغه کمونستی خونړي زبرځواک څخه وژغوره، چېټوله غربي نړۍ، د کمونستی نظامونو په کړۍ کې میشت ملتونه او پاتې نړۍ یې د ظلم او وحشت څخه په وېره کې ژوند کړ، افغانانو له قومي لحاظه دغه ټول ظلم او بربریت ونه زغامه او د مقابلې لپاره یې په پوره زړورتیا او متانت ور و نه دانګل، بلکې د خپل خدای ورکړی اصيل خوی له کبله چې د خپلواکۍ په لار کې هر ډول سر ښندنې ته تل تیار وي ور ودانګل او دهغه لوی هدف لپاره، چې دکمونستي نظام نړول او له منځه وړل وو، یې وحشت وزغامه.
که څه هم چې په افغانستان کېځینې کړۍ د مرغومې د شپږمې ورځېڅخه لمانځغونډې دایروي، خو آیا د افغانستان حکومت او ملت ته پکار نده چې پر لاندېټکو فکر وکړي او د ښې نه ښې پانګونې لپاره په دې اړه موثر او کارنده ګامونه پورته کړي؟.
که جلالتمآب جمهور رییس غني غواړئ چې نوم یې په تاریخ کې د تل لپاره ثبت شي، نو پکار ده، تر څو یې حکومت په دې موخه هغه اقدامات په لاره واچوي، چې د تل لپاره د نړیوال نظام وجدان په دې قانع کړي، چې د افغانانو سرښندنه د ټول بشریت په مخ کې دسرښندنې په توګه و مني، افغانانو د ټول بشریت څخه د دفاع په لار کې خپل هر څه له لاسه ورکړل، خپله ټوله معنوي او مادي شتمنۍ یې له لاسه ورکړه، که د بشریت لپاره یې د کمونستي وحشی نظام څخه د ژغورتیا بیرغ ورپاوه، ټول بشریت ته یې د سولې پیغام راوړ، خو پخپله بیا تر ننه د نړیوالېټولنې چې په سر کې یې امریکا او غربي نړۍ قرار لري د بي موروتۍ او ناغیړۍ له کبله د اور او لمبو په څپو کې ژوند کوي.
پکار ده، تر څو د نړیوالو مؤسسو او کنفرانسونو له لارې په دې موخه جدې اقدامات تر سره شي، په نړیواله کچه داسې مسودې د تصویب مرحلې ته ورسول شي، تر څو د افغانستان د ملت سرښندنه څوک د تل لپاره هېره نه کړي، کېدای شي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره تشریف یوسي د فرصت څخه په استفادې سره هلته دا مسله مطرح شي د نړۍ د هېوادنو د ولسمشرانو پر وړاندې د افغانانو د قربانۍ مساله وڅیړل شي.
د افغانستان حقوقي او قضایی مؤسسات باید په دې هکله پراخه تبلیغات او تحرکات په لاره واچوي، دجنایتونو د نړیوالې محکمې له لارې دا موضوع وڅاري، د شواهدو او معلوماتو پر بنسټ هغه داخلي مجرمین، چې د حکومت له منګولو وتلي هم نه دي په خپله سزا ورسوي.
په کورنۍ کچه کېدای شي دا ډېره مهمه وي:
۱- د روسانو هغه تالي څټي کمونستان چې د دغه جنایت سره تړاو لري او پکېښکیل دي او د حکومت په ولکه کې ژوند کوي، پخپله سزا ورسول شي، او په دار وځړول شي، تر څو د زورېدلیو افغانانو زړونه پرېښاد شي او هغه کمونستان چې اوس هم پخپلو نوموړو شرمېدلیو کړنو نه شرمېږي او په داګه په رسنیو کې پرې ویاړي او ستاینه یې کوي، محاکمه شي.
۲- جهادي مشران چې اوس تر ډېره برېده د خپلو راتلونکې او ګټو د خوندې ساتلو او جوړجاړیوکې بخت دي، دې په ډاګه خپل دریځ او غبرګون د کمونستانو پر ضد اعلان او تر خپله وسه دې خپل مسؤولیت ادا کړي، ځکه دوی د همدغو سپیڅلیو شهیدانو د وینو په برکت د ملت مشرۍ او رهبرۍ ته ورسېدل، که نه نو “ده کجا و درختا کجا!!”.
۳- پارلمان او مشرانو جرګه دې خپل نفوذ او توان په دې لار کې د حکومت سره مل کړي، د قانوني لحاظه دې په داسېټکو غور وشي تر څو په نړیولو محاکم او محافلو کې د افغانانو د سرښندنې بیه له نړیوالېټولنې او نړیوال وجدان څخه تر لاسه شي او نړیواله ټولنه دې ته اړه کړاي شي، چې د افغانانو سرښندنه په دې اعتبار سره چې د ټول بشریت په لار کې سرښندنه وه ومني، باید څرګنده کوو چې دا کار د یوه اوږدمهالې پروسې په بڼه کې په پام کې ونیول شي.
په پای کې موږ د خپل حکومت او نړیوالېټولنېڅخه که چېرې ژوندی وجدان ولري غواړو، چې دافغانستان د مظلوم ملت دښمانان او قاتلین د عدل او انصاف محکمې ته را کښ، او د بشریت ضد جنایتونو له مخې یې په سزا ورسوي او د افغانانو سرښندنې ته د تل لپاره درناوی وکړي او هغه تل پاتې سوله او ټیکاو چې د افغانانو له برکته د ډېرو ملتونو په برخه شو، افغانانو ته ډالۍ شي، تر څو نړیواله ټولنه د افغانانو پر وړاندې خپل رسالت ته ريښتنې پاتې وي.
ژوندی دې وي اســلام
تل دې وي افغانستان
Forqani_604@hotmail.com 
عبدالرحمن فرقانی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply