وييرغاونيزې پايلې-دويم-پړک/ پوهاند دوکتورم.ا. زيار

0 1,800

اکسفورډ-۲۶ دېسېمبر۱۸

 [د تېر اکتوبر پر ۱۱مه مو په لومړۍ برخه کې د پښتوپښويې او بيا گړپوهې (صرف) دزدکړې اسانه لار د اړوندروستاړويا پايلو  پېژندنه ده، دادی، په دويمه برخه کې دوييرغاونې (ساختار لغوي) پايلې هم د دې لپاره وړا ندې کوو چې زدکړوال اوليکوال ترې دپښتو د دغې دويمې اړينې تيوريکي اړخ په لنډه او اسانه زدکړه کې پوره گټه اخېستای شي. که څه هم د دغو پايلو شمېره تر (صرفی) هغو څو برابره زياته ده خو هومره پېچلې او بېقاعدې نه ده. نن سبا ژبپوهان او ژب-ټو لنپوهان تر پښويې (گرامره) هم  د ژبې  هست ونيست له وييپانگې (Vocabulary)سره غوټه کوي، ځکه ورځ تربلې دنويو علمي-تخنيکي جاجو نو (مفاهيمو) يو (نوح) وزمه څپان  ( توپان) رابهاند دی او يوازې هما غه  دوديالې ليکنۍ ژبې  ځنې رابچېدای او پايېدای شی  چې د پورپانگې ترڅنگ خپل درېگونې (زړه-گړدودي-نوې) پانگه هم ورسر هم پرکار واچوی!]

دويمپړک

وييرغاونيزې پايلې

(پسوندهای واژه سازWordformational endings)

ړومبی پړوکی

کړنوم-بېلښتي پايلې (پسوندهای مشتقات فعلی)  

Deverbative endings

دا هغه پايلې دي چې په کړريښې اوکړسټې پورې نښلي اوکړنومونه (dever-batives) رغوي،يانې د وييرغاونې په لړکې دا وييپانگه له کړ(فعل) څخه رامنځته کېږي ؛ چې د دوديزې ليدتوگې او نومونپوهنې پرخلاف تر (مصدر)او (حاصل مصدر)،(صفت فاعلي)او (صفت مفعولي)  پورې درست کړ بېلنگونه (مشتقات) رانغاړي.

دادی،د بېلگې په توگه د (خوړل) کړ له دوه غبرگو ريښو (خوړ-) او (خور-) سره رغېدلي(۳۷) بېلنگونه له اړوندوپايلو سره له پق(پښتوقاموس) راخلو چې لومړۍ يې تېرمهالې ريښه بلل کېږي او دو يمه وسمهالې؛ که څه هم له تاريخي پلوه داهم ړو مبۍ (خور-) وه او د (-ر) له غبرگژبۍ(-ړ) سره يې  مهاليز اړخ هم بدل شوی دی. [وييپوهنه ۱۰۱۱۱۵]

لومړی: له تېرمهالې سټې(خوړ-xo) سره چې له ټوليزې قاعدې سره سم  يې اړوندبېلښتي نومُونه تر ډېره زوَر (-a-)له خوړ-ريښې سره دتړخپلواک په توگه بېلابېل کړنومسټې له بېلابېلو پايلو سره نښلوي،لکه په  لاندې ډول:

۱) خوړ+ل= خوړل (خوردن) -ناپای (مصدر)،د منځ خپلواک (a)او تړخپلواک ()په ملتيا،له (-ل) پايلې سره؛ناپای (infinitive) د يوه تخنيکي ترم په توگه د يوه کړن،چار(فنکشن) ناپايواله راښيي او دگردان شوي کړ(finitive) پرخلاف يې، نه يوازې مهال،بلکې نور بېلابېل اوړوني اړخونه او ټولۍ يې چاروماناهم نه را لنډوي (محدودوي)،خو دغه ټولې گرداني بڼې د سړي ذهن ته رابولي يا تدا عي کوي- له همدې کبله  ناپای(مصدر) د يوه کړنوم (deverbative) په توگه د نورو هغو غوندې له کړريښې يا سټې (خوړ-) ځنې رغول کېږي، نه د دويزوا لو په گروهه د گردو اوړوني او بېلښتي بڼو دکوم بنسټ په توگه؛ په همدې دک و دليل موږ (کړنومی) نومولی دی [د لا زيات پوهاوي لپاره: ۳-پښويه۱۴۸۱۵۱

 هسې خو(ناپای) پر  (-ل)  سربېره،(-ن)، (-نگ)،(-نه)، انه ()-ون (-un)،-ونه (-a-wna)… پايلې هم د ناپای کړ يا ناوړني کړ جاج ښندي. په دې توگه دا روسته  او وه واړه کړنومونه د ناپای (مصدر) په گډون ورته ناپايه کړن يا چاراو جاج ومانا ښندي، نو مټې دغلته دوديز ترم (خاصل مصدر او مصدرونه) پر سول برابر را ځي؛

۲)  خوړ+ن= خوړن، چې د سوېل لويديز (-نگ) پر وړاندې،يو شمالختيز ځېل دی؛

۳) خوړ+نگ= خوړنگ چې د (-ن) پايلې  سوېل لوېديز انډول دی؛

۴) خوړ+نه= خوړنه؛

۵) خوړ+ونه (-wna)=خوړونه؛

۵) خوړ+ون (-un) = خوړون بياهم د پارسي (خوردن؛ خوراک) په ماناوو دی.

۶) خوَړ+انه ( -āna) =خوړانه چې د پاسنيو  پږواړو کړنومونو يو ښنده او ډېر ښت راښيي،لکه چې وايي: زاړه او واړه گرده ورځ همدا خوړانه کوي، له دې نا خبره چې څوک ورته دومره پخلانه او لوښي مينځانه… وکړي (د محبوب سنگر د خور سکينې له خولې)؛

۷) خوړ+ښت=خوړښت چې تر څنگ يې (خورښت) گړدودي ځېل هم مخې ته راځي؛

۸) خوړ+ منځونج = خواړه، چې له (صرفي) پلوه يو غونډ (اسم جمع) دی او له مانيز پلوه د (۷) په څېر ښنده او ډېرښت راښيي چې ترسروونکی يې هم يوگړی کېدای شي،لکه: زمر خواړه کوي او هم ډېرگړی، لکه: زمر او لمر خواړه کوي؛

۹) خوَړ+ونی = خوړونی(خورنده)،چې لږوډېر د(خوړونکی) د هممانيز په توگه د وسمهالکړ ستاينوم او بيا تر ډېره چارنوميز جاج راڅرگندوي، هغه هم له ښنديز جاج سره، لکه: خوړونی سپی چې لا ښنديز ځېل يې خروړی سپی دی؛ د پارسي پسيف کړنوم (خوردنی) پر بېلگه په نومبېلښتي پايله (-نی) له پښتو تېرمهالې (خوړ-) کړسټې څخه بېچار (پاسيف) کړنوم (خوړنی) هم رادودولای او هم لږوډېر ټوليزولای شو، لکه: کرنی (کشتنی، زراعتی)،څښنی (نوشيدنی)، ؛ پق اونی nay) له اوږد-و سره له ويل  کړبنسټ څخه بيا د ورته بېلگو اکتيف انډول هم راخوندي کړی دی؛ورله مخه (-وني) پايله که له چاروالو لېږندوکړونو څخه چار وال نومبېلنگونه رغوي، خو له نالېږندو چاروال او له مرستيالکړونو څخه بېچار کړنوم بېلنگونه رامنځته کوي،نالېږند،لکه: تلونی د(تلونکی) ترڅنگ د(رفتنی)، راتلونی د (تلونکي) ترڅنگ د (آمدنی) په مانا؛ همداسې رسيدونی (رسيدنی)، شلېدونی (گُسستنی)…درواخله؛  له مرستيالکړونو، لکه: کېدونی د (کېدونکی) ترڅنگ د (احتمالی) او شونی (شدنی،امکان پذير، ممکن) په مانا او داسې نور.

شړونی(تبعيد شوی) بياد سوات خواته کړی ستاينوم (مفعولي صفت) راځي!

۱۰) خوَړ+ونکی=خوړونکی، چې وسمهالکړ ستاينوم (فاعلي صفت present particip) بلل کېږي، خو تر ډېره د چارنوم  نقش پرغاړه اخلي،لکه ښوونکی، څېړونکی، اوبدونکی، ليکونکی…؛

۱۱) خوَړ+لی= خوړلی (خورده)يا passive particip بېچار کړستاينوم چې د برابرۍ  (تصادف)له مخې دوديز عربي ژباړلی انډول ((صفت مفعولی)) نومَونه ورسره اړخ لگوي،د دېويد مېکنزي (۵۲) له څرگندونې داجاج اخېستای شو چې دغه بېچار کړستاينوم د لرغوني هندواروپايي (perfect passive parti- ciple) استا زي کوي (لکه: تللی،راغلی،کښلی،څېړلی…)،ځکه اړوند (-ل-)که په ناپای يا (مصدر)، بېچارکړ او همداراز بشپړ تېرمهال  او لنډتېرمهال کې راڅرگندېږي، د لرغو نې (-ته) پاتوړې (ميراث) نومېرل کېږي؛

پارسي چې د نورو لوېديزو آرياني ژبو غوندې د پښتو پرخلاف له غږ پوهيز پلوه ځانساتې ده،هغه (-ته)  پايله د غږن ځېل (-د) ترڅنگ هم په ناپای (مصدر)،تېر مهال او وسمهال او هم (صفت مفعولي) کې  لا تراوسه ژوندۍ ساتلې،لکه په (گفتن،رفتن،خفتن،گشتن…)او بيا په اړو ند بېچارستاينوم (گفته،رفته،خفته،  گشته…) کې او همداسې يې (-د) هم دروا خله،لکه په(خنديدن،گرو يدن،خوردن ،نوشيدن،…)او(خنده، گرويده،نو شيده، خورده…)کې؛

هرگوره، په تېرمهال او ناتېرمهال کړاوړون کې هم د بېچارکړ دنده پرځای کوي، چې د پېښور خواته د پايلې له غورځن پرته هغسې سمت پاتې دی،لکه په وخوړ لی شو،خوړلی کېده، خوړلی کېږي، وبه خوړلی شي…کې او موږ بره خواپه کره ليکنۍ پښتو کې  لږترلږه د کندهار او ننگرهار گړدود په لاسوند دغه غورځن اړين ارزولی دی، لکه په وخوړل شو، خوړل کېده، خوړل کېږي، وبه خوړل شي… کې او همداسې نورې ورته بېلگې درواخله، لکه: پرانېستل-،څښل-،پوهول-ېدل-،غورځول-ېدل-…؛

۱۲) خوَړ+ه =خوړه (هغه چې په غم وښادۍ کې خوړل کېږي؛مواجب يا معاش اعزا زی ومستمری)،د نورو هملړو نومونو غوندې منځخپلواک او پای خپلواکa را

خلي؛

۱۳) خوَړ+ه = خوَړه؛ṛa xwá(پسته او شگلنه ځمکه؛ گل و لای سيلاب) چې له پاس څخه يې لنډ-و او پايخج توپيروي، ( خوَړکه) يې دغلته  هم هممانيزه ده؛

۱۴) خوړ+ين=خوړينxwṛin (بسيار پخته،شاريده) چې د يوه کړستاينوم په توگه له پخکړو خوراکتو او مېوو سره راځي او په اړولې(مجازي) مانا د (زخم، زړه…) او ان وگړو ټاکندوی کېږي چې د ښندې اوټينگار لپاره ورسره مهمل (-پړين) ملتيا کوي؛

۱۵) خوړ+گه =خوړگه چې (پق۴۵۱) له لنډ- و سره د ( زمين نرم و شنزار:گل ولای سيلاب ؛کالا و پوشاک پوسيده) په مانا راخېستی. يا خړه او (خوَړه) لکه (لوَړه)  يې په لومړۍ او دويمې ماناکې  ورسره هممانيز کړې ؛ ښايي، خوَړ (توی،رود) هم ورسره همآری اوسي؛

۱۶) خوَړ+ې=خوَړې، چې داهم نوموړي سيند له لنډ-و او پيل خچ سره (بوتۀ (مسهل) مانا کړی او له پايخج سره (خوَړه) يې  په ورته ماناهم راخېستی دی؛

۱۷) له اوږد-و سره، (خوړ) د (آماده، کمربسته) په مانا، خو چې د څو نورو همر يښه کړنومونو غوندې پايله نه لري، نو زموږ له سکالو سره اړخ نه لگوي.

۱۸) خوَړ+جن =خَوړجن (بدرنگ، بدشکل،بدقواره) هم ښايي، زموږ له ورته کړ لړۍ سره سمون ولري؛

۱۹) خوړه+مار(پرخور؛ رشوه خوار) ياخورنده.

۲۰)خوړ+سکه=خوړسکه (دود کثيف؛بوی بد، تعفن) چې پق يې څو هممانيزونه (غوړسکه، غړوسکه… ) نورهم راخېستي، هم کېدای شي، زموږ له موخې سره تړاو ولري؛

دويم: له وسمهالې سټې خور- سره کړنومونه

که څه هم پق د دواړو سټو نومبېلنگونه (مشتقات) سره د بېلابېلو گړدو دي ځېلونو پر بنسټ اخښلي راخښلي دي، خو ما ته د شمال ختيځ  هغه ځکه کره وبرېښېد، هغه هم په دې لاسوند چې د بېځايه دوبلکېت (دوه گرايۍ، بياځلتيا) له مخنيوي سره دکره والي له دوه بنسټيزآرونو (پښو ييز-رغاونيزيورنگوالي او وييز رنگارنگوالي)  څخه لومړی دا راسمبال کړ. د بېلگې په توگه مو لېږند چارکړ (صناعي ياکوزاتيف فعل)  آر تاريخي خورول) ترڅنگ (خوَړول) له اړوندو بېلنگو نو سره له پامه وغورځاوه-پښتود سوېل لوېديزو خپلوانو،لکه پارسي ژبې چې په پر لپېيلې (منظمه) توگه هره کړسټه د(-اندن) په روستاړۍ کوزاتيف کولای شي:   [ خور+اندن =خوراندن]، يوازې دوه ورته کړونه (وييول: څوک غږول، پر خبرو راو ستل:گوياندن) او همدا(خورول: پرچايو څه خوړل) لري-که نه هسې خو ټول کړونه يا کړ سټې د وييکو په مټ و ملتياپه ورځنيو خبرو اتروکې پرکوزاتيف کړ اړول کېدای شي،لکه چې وايو: (پر) زمرمې ډوډۍ وخوړه،چايوې مې (پرې) وڅښلې…

په هر ډول د(خور)کړسټې،هغه هم تر ډېره له منځخپلواکونج سره ټوليز  نومبېلنگو نه په لاندې نوملړ کې وړاندې کېږي:

۱) خور+اک  =خوراک (xwar-āk)  له پارسي (خوراک،غذا، خوردنی) او انگرېزي (eating;meal)انډولونو سره؛

۲) خوَرxwar (آش) چې څرمنې ته ورکول کېږي، له منځخپلواک (--) او بيا ډېر دودی کره (a ) سره  يې پايله صفر ده؛

۳) خور+نده =خورنده (xwár∂nd-a  (پرخور،بسيارخور) يانې دا پايله د (-ونی، -ونکی،-آند،ندی،- ندوی،-ی) هغو ورته ښنديز يا ټينگاري جاج ښندي؛

۴) خوَر+ندی= خورندی (پرخور؛ميوۀ رسيده و پخته؛ با معنای مجرد عملی را گويند که از سوی مرد معززيکه  ميوۀ پخته شده را تبرکاٌ بار اول بخورد)، له لو مړۍ مانا سره دا لغمانی متل  ښه ترا جوړېږي: نه يې پخپله خوري، نه يېخورندي ته ورکوي؛

۵) خور+ندوی=خورندوی،د نسور (پرخور) مانا ښندي؛

۶) خوَر+ی= خوری (xwaráy) په ورته ښنديزه مانا؛

۷) خوَر+اند= خوراند(xwarānd)  چې د عربي (صفت مبالغه) چاج ښندي، يانې تر  درستوورته ښنديزو يا ټينگاري همريښه کړنومونو هم زيات ښنديز را ځي، هغه هم د ( نسور اوډېر خور)  ترڅنگ په دويمه مانا (ډېر بډيخور) هم دود لري، (و)گړنۍ بېلگې يې، لکه: ژړاند، ځلاند، بهاند،پوهاند(پټپوهاند عالم الغيب)… لا تراوسه ژوندی دود لري او په دې توگه ( خوراند،پوهاند،وياند، لور اند، سهاند، پېژاند…) بې مخبېلگو نه دي دود شوي؛

۸) خوَر+ ک = خورک (خورش، طرز خوردن)؛

۹) خوَر+ول =خورول (خوراندنnáxwarāndچې پق يې ترڅنگ ناکره (خوړول) هم راخېستی دی؛

۱۰) خوَر+زون= خوَرزون (ماده؛ طبيعت، سرشت) چې (مزاج) مانا ترې هم اخېستل کېدای شي؛ خوَر+ منځ = خورمنځ (طبيعت؛ خواهش) چې دلته هم د پق پرماناوو (مزاج؛ سليقه) هم پرتله کولای  يا قياسولای شو ؛

۱۱) خور+من= (اشتها) چې پق يې  هممانيزه (وي)  هم راخوندي کړې ده؛

۱۲) خور+منی= (xormanáy)

۱۳) خوَر+ آوی=خوراوی(xwarāwáy)، لکه عربي (تناول) هغه خوراک چې ډېر او ډليز خوړل کېږي؛

۱۴) خرو+مه= خرومه (xromá) د (رزق؛ نفقه = رزمنه) په ماناوو چې موږ  يې په ټينگ باور  آره بڼه (خورمه) نومېرلې ، لکه داروسته بېلگه چې ورته غږيز ادلون بدلون پکې راغلی دی؛

۱۵) خرو+ړی= خروړی جې له ډېر چيچونکي او داړونکي (سپي) سره راځي؛

۱۶) خور+اړه=خوراړه (ṛa ā xur) د (جذام) په مانا چې زما گړدودي ځېل (خوړ ونکې) يې  هممانيز دی…؛

۱۷) خوَر+ڼه = خورڼه xwar∂a (گوشت خوره)  له -رڼه (r∂a) پايلې سره چې له خوَر- سټې يا (خوړل) کړ سره داټکلي همريښه کړ (خورڼل-ېدل: پر مېږه د يېنده پسه ختل) او همداسې يې له لېږندچارې (صناعي) کړ (خورڼول-خورڼېدل: پرمېږه د يېده پسه ختل-خېژول) څخه له کړبېلنگونو ځنې گڼل کېږي او نورې بېلگې يې، چاروال او بېچار کړ ستاينومونه،لکه: خورڼوونکی (پرمېږه د يېنده پسه خېژو ونکی) خورڼلېدونکی (پرمېږه ختلی يېنده پسه)-خوَرڼولی(پر مېږه خېژول شوی يېنده پسه) او داسې نور ( پق۴۵۰؛

دويمپړوکی 

نومبېلښتي پايلې (پسوندهای اشتقاقی اسمی)

Nominal derivative endings

هماغسې چې  په ((وييپوهنه او وييرغاونه ۳۹۴۲ )  کې پرې رڼا اچول شوې،د نو رو هندواروپايي او همداراز  د ورته اوړوني (متصرفه) سامي ژبو په څېر پښتو وييرغاونه (ساختار واژگانی word formation) دوه رازه وييونه  څېړي: بېلنگونه او تړنگونه (اشتقاقات و ترکيبات)،داسې چې يو بېلنگ (مشتق)  له يوه ويي سره د يوه روستاړي ياپايلې په نښلونه،او يو تړنگ (ترکيب)  د دوه وييونو په تړنه رامنځته کېږي .

خو داچې زموږ سکالو پر روستاړي،يا په نومېرلې توگه، ((پايله )) او له دې ليده پر تړنگونو نه، بلکې بېلنگونو راڅرخي،نو په لومړي پړوکي کې مو ړومبۍ  برخه (کړنوبېلنگونه) له اړوندو پايلو سره وړاندې کړل او دادی،په دويم  دې کې ((آر)) څلورگوني (څيزنوميز،ستاينوميز،شمېرنوميز او نومځريز) بېلنگونه له اړوندو رغندو پايلو سره تر څېړنې اوځيرنې لاندې نيسو؛ آر په دې مانا چې چورليز(محو  ري) توکی يې يو نوم يانومسټه ده، او پر وړاندې يې دکړنوميز بېلنگ هغه يو کړ يا کړسټه (هماغه اخځ۲۰۱۲۰۳).

بېلابېل نومبېلنگونه هغه هم يوازې له پايلو سره:

وار له مخه د  څلور واړو نومونو پر بنسټ څلور ډولونه رانغاړي: (۱) څيزنوم- بېلنگونه مشتقات اسم زات، (۲) ستاينومبېلنگونه، (۳) شمېرنومبېلنگونه او (۴) نومځربېلنگونه؛او بياد جولې،چار او مانا له پلوه  پرې ۷ نور ډولونه سرباري کېږي: 

۱: څيزنوم- بېلنگونه (مشتقات اسمی) او پايلې يې

Substantival derivational endings

دا دی،دلته  له سکالو سره سم، د نورو غوندې هماغه پايلې والا بېلښتي څيزنو مونه له بېلابېلو ډولونو سره د وييپوهنې له  درېگونو چاپونو څخه راچا ڼوو. دا هم پوره جوته ده چې څلورگوني نومډولونه (ستاينومونه-شمېرنومونه-نومځري) له  څومره ييز،په نورو ټکو،ډېرپېښۍ (بسامد،فرېنکوينسۍ) د بېلنگونو اواړ وندو پايلو له پلوه سره توپيرونه لري: په دې  تړاوڅيزنومونه لومړی دريځ را خپلوي، ستاينومونه دويم،شمېرنومونه درېيم او نومځري څلورم .

د څيزنومونه د څومروالي او ډېرپېښۍ دريځ په دې لوړ بلل کېږي چې پر (آر) ډول سربېره،نور هغه گرد نومبېلنگونه رانغاړي چې دايې چورليځ (محور)گرځي او چې هغه ټول (ناآر)يا(څېرمه) بېلنگونه ورسره په پام کې ونيسو،نو ډولونه يې،تر نورو درو ډولوپه هر راز/، چې ان  له ستا ينوميزو هغو هم  تېری کوي او ورسره ورسره يې هماغومره پايلې زياتوالی او رنگارنگي مومي چې ټولټال  بېلنگونه يې دادي:

(۱)څيزنومبېلنگونه،(۲) ستاينومبېلنگونه(۳) څيزنوم شوي ياما نانومبېلنگونه (مشتقات اسمای مجرد)،(۴) چارنومونه(اشتقاقات اسمی حرفوی)،(۵) اړيکنو مبېلنگونه(مشتقات نسبتی)،(۶) لوښنومبېلنگونه (مشتقات اسمای آله)، (۷)ځا ينومبېلگونه،(۸) مها لنومبېلنگونه او (۹) کوشيننومبېلنگونه (مشتقا ت اسمای مصغر) چې دغلته يو لړ ستاينوميزکوشيننومونه هغه هم پر څيزنو ميزو بېلنگونو اوړي او پرخپل خپل وار يې بېلگې وړاندې کېږي.

۲۹۶تر دويم دريم: ۲۰۳←(وييپوهنې او وييرغاونې ۲۰۱)

۱: آر څيزنومبېلنگونه او پايلې يې

آر (اصلي) دامانا چې د دغو نورو څلورو ناآرو په توپير کوم ځانگړی نوملړ (Nomenclatur) نه راخپلوي، بلکې لکه پخپله اړوند چورليز (محوري) څيزنو مونه ټولنومونه (اسمای عام) پاتې کېږي.(۲-چاپ ۲۹۸؛۳ -چاپ ۲۱۵)

ړومبی- تاريخي ارکاييکې بېلگې يې چې ښايي په نه اټکلېدونکي تېرمهال کې، له دايکرونيکي پلوه له راز راز پايلو او دندو سره د نومېرنې وړ وې او پر دغو نا آرو پېنځو ډلو به  وېشل کېدلې، لکه واخلې: انارگوسه يا نرگوسه (درخت و دانۀ انار)، يا نرگوس (انارخورد و ترش؛انارکوهی)، پلوسه،تلوسه،غومبسه، نموسه ( ديواری داخل خانه برای نمود)، پنډوس، پنډوسه يا پنډوسکه(گېڼ، توپ)… ؛ ناووس (شاه بالا)کنجوس، چړوس،خړوس، ډبوس،پپوس يا پړپوس…چې عربي پورويی (دېوث) ورسره هم همرنگ (دووس) شوی دی. خو نن سبا يې له سېنکروکي پلوه  د سټواو پايلو ترمنځ بريدټاکنه ،هغه هم له څه ناڅه غږيز ادلون بدلون سره، ناشونی برېښي او له دې کبله يې زازو د (آرو څيزنومبېلنگونو په نامه يولړ بېلگې وړاندې کوو:

(۱)-ۍ ()،چې ښځينه څيزنومونه رغوي او هممهاله کوشين-او لوښنومونه.آرې ښځينه څيزنوميزې بېلگې: مرڼۍ (خرقه)،مرکنډۍ : د ورمېږ روستۍ شمزۍ چې سر ورپورې نښلي)، او پخپله شمزۍ (مهره)، دلۍ (تودۀ جواری؛ سوارۀ گندم و جو…)،ځولۍ (جولی)،کوټنۍ(اتاق خورد،پسخانه)،کو نډۍ،ډۍ  يا ډينی(توپ دنده؛ دنده کلک)،بېډۍ (بجل)، ناړۍ (آب روی گنده)،پنډۍ،اډۍ يا کوراړی ( تراډه وزمه ووړ پټی)،مرکو نډۍ او هممانيزه يې مارکونډۍ (خارمغيلان! )، کټۍ (گوسالۀ گاوميش؛ مصغر کټو، کټوه يا کټوۍ: ديگ گلی)، ډولۍ اوگڼې نورې بيايوڅه کم منگې ښکاري،او لا ښه ترا نومېروړ ې (قابل تشخيص)!

 (۱)  په-اېمه-امه-مه ( āma,-ema,-ma ): هېښمه (ناڅاپي تپه تياره له توند باد وباران سره) پيلامه (ابتدأ؛علامه)،ډمامه (زمين چقور و آبگير؛ هنگامه)، جمامه (تربک نوعی از شرشم که ازآن روغن ميکشند عين  بوتۀ که در گندمزار ميرويد)؛ ځېږمه،پياړمه،کولمه،زېرمه،څېرمه (فرعي)،سېلمه (واړه، ټول)، ځېږ مه،لېمه، ولمه (رويۀ کف پيزار و هرچيز)، تغمه (اثر ضرب خمچه و تازيانه بر پو ست بدن)… ؛

(۲) له (-خ،-خه،-وخه)سره بياهم څه ناڅه ارکاييک بېلنگونه،لکه:مخ،سخ(بخت)، ترخ (تخرگ)…؛برخه، زخه، رخه،ترخه،پرخه،شمخه،کوټخه (کوټنۍ)،ولخه (دشت و صحرا) ،لاسخه (ذواليد،ملکيت)…؛ تودوخه،سپنډوخه (نوعی توپ بازی)، مو خه،کوخه (کُخ)…؛

(۴)-ښ،-اښ، وښ،-وښه…: ورښ (باد)،خوښ،وښ په زورکيوال-و (زهر)،غاښ يا گاښ (باجوړ)،پرتوگاښ،ناښ(دندان انياب)،سراښ(حريص)،لړماښ (لړمون)، واښ (ريسمان)، خوښ،گواښ،ووښ (بندوپسکی چپلی)،نگوښ(لنگشنگو ښل)، اوښ،اوښه (اوښکه)…

(۵) له(-يز.-ی) پايلو سره هغه رغېدلي ستاينومونه چې د څيزنوم  پر بنسټ يا چور ليځۍ رغول شوي، لکه: درسته درستيز؛ کال کليز (سالنما،تقويم)… يا د شمېرنوم پر بنسټ چې زياتره با نکنوټونه، هغه هم له لنډ بلونج (بديل)روستاړي (-ی) سره نوموي، لکه: لسيز يا لسی، شليز يا شلی، سليز يا سلی،پېنسويزيا پېنځسوی، زريز يا زری…[نورې بېلگې: وييپوهنه ۲۷۳-۲۷۴] .

۲: د ستاينومبېلنگونو پايلې

پسوندهای مشتقات وصفی

Adjectival derivative endings

ستاينومبېلنگونه (مشتقات  وصفی)  تر گردو نومبېلنگونو ډېرزېږي او ډېرې دي او له دې سره  يې پايلې هم ډېرې او رنگارنگ دي،دک و دليل يې داچې له نورو درو نومډولونواو سټو څخه د بېلابېلو مختاړو او روستاړوياپايلو په مټ رغېد نه  مومي. په دې لړ کې هرگوره،هماغه خپلواکپای چورليز (محوری)  نومونه يا يې سټې تړ خپلواک، لکه زور او زورکي ته اړتيا لري چې د ويونکيو ډېري له آر سره سم مو لومړی دا کره بللی دی. دلته يې د وييپوهنې پر اخځ له خپلې سکالو سره سم  له هماغو پايله والا ستا ينومونو څخه راپيلوو.

لومړی-د څيزنوم په چورليځۍ (محوريت):

۱)-الف (ā) او-يايې بلونج ( -yā )،بېلگې: هوسا،خوسا، جليا، بسيا،کسيا (کسکر، ميده)،مليا(ر)،چړيا(سرگرم، مصروف))، دوديا (رښتين ۷۶قانوندان)، الونيا (تنها!)،شونډا (لب چاک)،کوڼا،ړوندا،غونجا او داسې نور له ستاينوميز چورليځ سره.

۲)- ن (-an)  چې مخنی زور د اړوندې څيزنومسټې او (-ن) تر منځ  دتړخپلواک په توگه منځتاړی کېږي،بېلگې:اړخن،اغزن، هډن،غوښن،بېخن(بنيادي)،برسېرن    ( سطحی)، پمن (گرگی؛ساری)،کډن،خاپوړن، خيرن،خنډن، ځنډن،تړن،ترسکن ياترسکونی (نمکين،مليح)،کنجن (طناز)،زنگن (زنگ زده)،برمن (پرشکوه)…؛ شډلې او انگنوميزې بېلگې: کړتن،غولن، سوټن،متيازن، ريخن، پسکن،تيزن، ټرتن، غرتن، غرن، ډرن…؛

۳)-ناک، بېلگې:اغېزناک،مينه ناک،کينه ناک،پرغزناک(غضب آلود)،بويناک، زيمناک،نمناک، چلناک، تاوناک (پرحرارت؛ هيجانی، زود خشم)،تريناک (هو لناک، وحشتناک)، شرمناک يا حياناک، پرتمناک (شکوهمند؛ هيبتناک)، زغمناک،…؛

۴)-نی (a-nay)، بېلگې: کورنی، غرنی، اوسنی، مهالی،پخوانی، مخنی يا مخينی، اوسنی، بيديانی (صحرايی؛ بدوی،اعرابی)، ژمنی، پسرلنی (بهاری)، پژنی يا پژيز (جسمی،جسمانی)،بېړنی (فوری، عاجل)، نوغنی (نشانه دار)، خند نی (خندان؛ مضحک)، خنډنی، ځنډنی،خوبنی (خواب آور)، اوبنی (آبدار؛ مايع) چې له دويم فشار سره (آبدان) کېږي،گړنی (گفتاری) ، ليکن (نوشتاری)…؛منگنی (تيرماهی،خزانی) او داسې څو نور له تړ خپلواک  مخکې(-گ-) ډېرن بلل کېږي…؛ ډېری ليکوال او رسنوال چې  لا هغسې يې له خپلې گړنۍ پښتو څخه ((يوې-کره ليکنۍ پښتو))  ته لېوالتيااو پرمختيا نه ده موندلې،د (-نی) پايلې په کارونگ کې ټکني کېږي: نه (کالنی: سالانه، ساليانه) او (کلنی: چې وقته) توپيرو لای شي،او نه (نننی: امرو زی،امروزين) او (دننی: درونی، داخلی)، کټ مټ، لکه ونکی-وونکی، (وو: بود) او (ول: بودند)، پرونی (چې د نننی پرخلاف يو (ن) غورځوي)..او داسې نور ډېر! [له زورکيوالې (-ۍ) سره څيزنومونه رغوي،لکه: کورنۍ،پسرلنۍ (شعر بهاريه) او بيا لوښنومونه: تودنۍ،غوږنۍ (آلۀ شنوايی)…]

۵)-من (a-n)، بېلگې: خوږمن، دردمن،خوښمن(خوش؛راضی)،پتمن (شريف، مخاوی يا مخور)،برخمن (سهيم، برخوردار)،سودمن (مفيد)، بريمن (پيروز)، سوبمن (فاتح)، هيلمن،گيله من،غيرتمن، شتمن،نېستمن،لانجمن…؛ هرگوره: کارمن  يا کارمند (مامور)، بريدمن،ډگرمن، ساتنمن… په چارنومونو کې راځي؛

۶)-مان، بلگې: ستومان، درېمان (ثالث؛ داور،حَکم) چې له مخې يې پارسي ساز مان (اورگانېزېشن) راپښتوشوی، ان نومکړ يې (سازمانول-ېدل) هم؛

۷)-جن،بېلگې: نمجن، وسجن، زيمجن،ويرجن، خجن (فشاردار)،دروغجن، غاليجن يا دروهجن د دروهن (فريبکار) تر څنگ، ارمانجن يا ارمانژلی، کرکجن  (متنفر)، گرومجن (پر عقده، عقده يی)،هېرجن (هېرزړی؛ فراموشکار)،نولجن يا غمجن…؛

۸ )-چن، دجن د بلگړ په توگه،بېلگې: ښوره چن (ښوره جن؛شوره زار)، سړيچن، خچن (زمخت)؛ وږيچن (خوشه چين) د وږيڅاڼ يا وږيڅاند هممانيز، د چارنوم په

۹)-ين (-in) بېلگې:  رښتين (راست، راستين، واقعی) له هممانيزونو (رښتيا رښتينی،رښتونی،رښتيانو،) سره،خاورين،خټين، مسين،ژيړين(برنجی)،غزين (تره خېل: ډېر خوار وډنگر څاروی)چې ننگرهاری انډول يې (غزی)دی او بډمانيز يې (مزی)،وړين، ورېښمين،سپڼسين،تارين يا تاري (نخی)، په (بادگين)کې د(-گ-) ډېرن د خوږغږۍ لپاره راغلی…(هماغه۲۰۹)؛پسينه او مهينه چې له آره له کروکښت سره او په بدله مانا له وگړو او نورو څيزنومونوسره راځي، د (-ين) بلگړ بلل کېدای شي؛ همداراز په درينگ (سخت؛زمين سخت؛درختان انبوه وجنگل گونه) يا درينگه (سخت) هم  ورته (ډېرن ) راښيي…؛ نويزونه يې: پرتمين (شکو همند، پر شکوه)،اورين (اورنی)، سکر وټين، سرپين (سربی)، لورين يالوراند(مهربان)؛

۱۰)- يانی، چې د (-نی) دبلگړ په توگه تر ډېره اړيکنومونه رغوي،بېلگې: زمريانی يا زمريالی(شيربچه،جوان شير، دلير)، ستوريانی (ستارۀ  فيلمی نری)، کوچيانی،پېريانی (جِندی)،غوريانی (گُل کندم)…؛

۱۱)-ونی،چې يو نيم پر څيزنوم هم اړوي،بېلگې:  مرگونی يا مرگاني (کُشنده؛ مردنی ياقريب الموت)، برغونی ياغبرگولی ( يکی ازتوامين)،ارمونی (حرامی)، بادونی يا والگی (زکام).؛ ياورته کړنومونه، لکه: اونی ياويونی (گوينده)، لړونی يا اورلړونی (آتشکاو)، غبرگونی ياغبرگولی (يکی از توأمين)..؛

۱۲)-لن، هم له هغه راز پايلو څخه ده چې له آره (-ن) ده اومخنی (-ل-) د ډېرن په توگه د خوږغږۍ، کوشينوالي، يا د ټکر د مخنيوي لپاره رامنخته شوی، بېلگې: اوښلن د اوښن او اوښکن تر څنگ، اوبلن (رقيق؛مايع؛آبدار)،زولن (ريمدار)، ټپلن ()،څوڅلن (حريص)،خوږلن (شيرينک،خوشمزه)،سورلن يا سيورلن (سايه دار)،شگلن يا شگن،ښاخلن، غوښلن يا غوښن، ځگلن…؛

۱۳)-ور (war,-wr )،بېلگې: زړور،خولور ياژبور،بختور،اوږور،(چارشانه)،

هډور(استخوانی)، ږيرور،برېتور، سينه ور،شونډور،غوږور ياغوږو او پپړغو ږی،څانگور (بالدار)،غاښور ياداړور( دندان دراز؛ راکول)، په)،سورور، خېټور، نسور، گېډور،…؛ سرور (له پارسي سره هممانيز، خو پښتانه يې تش د پاک پېغمبر ستاينوم او بيا پارسي  انگېري!)

۱۴)-وُر (-ur)، د پاسنۍ پايلې د يوبلگړ په توگه، بېلگې: رنځور،مزدور،ترور (ترهور)؛ کېدای شي؛ همداسې سمسور (تروتازه،شگوفان) اوخمسور (تيرماه، خزان؛آزاد؛جفت ،همراه) چې ښايي، له آره  زاړه تړښتي ستاينومونه، اوبيا سره بډمانيز اوسي!

۱۵)-يز، چې له نا غورځنوړ خپلواکپای څيزنوم سره بله لنډ-ي د تړبېواک په توگه ورمختاړې کېږي،بېلگې:  اړخيز، کاڼيز،لاريز (راهدار)،ورهڼيز يادنده ييز،سيمه  ييز-سيمييز، پېړييز،نړييز،اونۍ ييز-اونيز،ميره ييز يا ميره نۍ-ميرنی (ورور)؛ نوي  رغېدلي ويي اوريز (شنيداری)،وينيز،:اووريز (بيره يی)، پښوييز (گرامری، دستوری)…چې لنډ ليکدودي ځېلونه يې د يوې- کره پښتو له آرونو ځنې گڼل کېږي؛

۱۶)-يال،-لی:(و) گړنۍ مخبېلگې،لکه: پاليال (وفادار)،بختيال،سيال،ويال (تا زه)… يا خبريال  چې نن سبايې،لکه مرستيال،چارنوميز نقش راخپل کړی دی؛

(-يال) د(پاميالی، پوهيالی)،توريالی،پېڅيالی، گلالی،بڼيالی (قشنگ، زيبا)…) غوندې  د پخوانيو بېلنگونو د سرباري غبرگغږونو له غورځن سره  نوره پر يوه ډېرزېږې پايله اوښتې ، بېلگې يې،لکه: پاميال،توريال،ننگيال،جنگيال، فر هنگيال،پتيال،بريال،برميال،زمريال،دوديال (مهذب، متمدن)،هڅيال (کوشا)، پېژنيال..؛سترخوشال پرې يو ښځينه  بېلگه (نتيالۍ)هم ورزياته کړی ده؛

۱۷) -لنډ-و (-u)،بېلگې: برېتو، نسو،خېټو، گېډو،بسو يابسنی (قانع)،غوږو، غاړو يا غړاندو (گردن دراز)،غړانگو(بدآواز)،داړو، چارو (فعال)،ساهو (جاندار، ذيروح؛مرفه؛آزاد،آزاده)…

۱۸)-ي (-i)يا لنډه-ي،داهم پر ستاينونو سربېره اړيکنومونه او چارنومونه هم رغوي،ستاينوميزې بېلگې: ولسي، لاسي (قصدي)، تاواني، اټکلي،ازمېښتي،

لگښتي،بېلښتي (اشتقاقی)،تړښتي (ترکيبی)،تواني (کړ) ياامکاني (فعل)، ډو لي،ټپي،زخمي،مرگاني،ارماني،باوري، بادي،باري،بنډاري (محفل باز)،ځېلي (زلزلی،کله شخ)،چاپي،زياتي…؛

۱۹) ( زورواله)-ی (-ay)،چې له اړيکنوميزو بېلنگونو سره يوه گډه پايله ده، بېلگې: لنډی، خنډی،گوډی،شلی،کجی،گردی،مندری،ښی،گڅی،کيڼی يا چپی،منی (منونکی؛مطيع)،بدی،نېکی،مخی،سېلی يا پلوی،روستی، پلی، کو پی ياچوغی…؛ اړيکنوميزې بېلگې: کابلی،پېښوری، کندهاری،کونړی، کوندو زی، (ا) ورگونی،خوستی،گردېزی،ورزگانی، زابلی،هېلمندی،بلخی،پاميری،

شو غنی يا شوغنانی،واخی يا واخانی،پراچی، نجراوی، تگاوی…؛

۲۰-وال، داهم د ستاينومونو، اړيکنومونو او چارنومونو گډه پايله ده،ستاينو ميزې بېلگې: کليوال،انډيوال،پتوال،مينه وال، برخوال، گډونوال؛ونډه وال (سهيم،سهمدار)،پالوال (پرورنده؛پرهيزگار)، پانگوال، ځمکوال، هټيوال، کړ وال، نوموال، چاروال…؛

۲۱) -اړ (ā-)، يوه زړه ستاينوميزه پايله ده، لکه: لتاړ،ويجاړ، لواړ(درشت،جو کوب)،لکه ورغستلي(دلده)، پواړ چې د (نامرتب، تنبل)،په مانا زياتره د ښځې لپاره (پواړه) راځي او بله گړدودي جوړه يې (پووړ-پووړه) ، سخواړ (بينی  پهن، بينی پچق)،چختاړ يا چختاڼ (شفتر،شار يده)، سختاړ (برنج ملا يم پخته شده و باهم مخلوط شده؛ نوعی ليتی؛ هرچيز آبگين و باهم آميخته)،بگاړ يا ناتار ( نان ودوغ)…؛ پيواړ  د اريوب- کورمې غرنی-ځنگلي بريد چې له انگرېز سره د پښتنو يو نامي وياړلی او گټلی جنگ ډگر  بلل شوی دی…؛ دغه گردې بېلگې د نو مکړ ونو په تو گه اوړون مومي؛له ورغستلي پرته چې د(رغستل) تېرمهالی ستا ينوم دی.

۲۲)-تو (-tu) چې تورک- مغولي برېښي، بېلگې: نامي،نامتو (نومور، نوميا لی)،چمتو؛ برجستو (فساد پيشه) پر چارنومو اوښتي، لکه: جرگه تو،( جرگټو (جرگاوو،جرگه مار) -جرگه هم  تورکمغولي ده خو  رغاونې يې  پښتو دي؛ (منتو)…؛ يا جغتو،تو تو (!) او بل کوم ځاينوم يې بيا يومخيز پور وييونه بلل کېږي؛

۲۳)- پاری ، چې د يو لړ نورو غوندې هندي آری يا هم انډول برېښي، بېلگې: لنډپاری (ابن الوقت،اپورچونيست)، بيپار-ی (مشتری دايمی) بيا پر چارنوم اوښتی دی

۲۴)-بل، چې له آره (پل) دی او له (روستنبال،روستېبل، اوسترېبل)   له روستني (پسين،عقب) ماناسره ستاينومونه او ژبپوهنيزې نومونې رغوي او نورې بېلگو يې  چې ډاکتر پالوال او مايې له مخې پښوييز وييکي رغولي، لکه: سربل (سر ينه)،اوستربل يا وستربل (پسينه) او غبرگبل (سرينه+ پسينه) يا (ambi- position)… نورې لوښنوميزه بېلگه ، لکه: درېبل (سه پايه) ورته بېلگې ( ۳-وييپوهنه۲۱۶) او اړوند ليکلړونه؛

۲۵)- اوڼ (āwá)،د پسکاوڼ، تيزاوڼ يا چونگاوڼ (گوزوک)، متراوڼ يا متيازن (شاشوک؛ بی نظافت)…د ستاينوميزو بېلگو تر څنگ څيز(چار-او لوښن) نومونه هم رغوي، لکه: غورځاوڼ (غورځنگ وال؛ جنبشگر و عضوِ جنبش)؛ شلاوڼ (تاو ان شريکی)،شلومباوڼ يا شړومباوڼ ( خريطۀ چکه برای ساختن قروت)،سينگاوڼ  (سُکان کشتی يابادبان ؛پارو ياچپۀ کشتی و جاله)…( هماغه ۲۱۷

۲۶)- تاړی،-ټاری،بېلگې:خوشاتاړی (يله گرد) له خوشاټاری هممانيز سره،جنو تاړی يا جنوټاری (بچۀ دخترنما)…ستاينوم شو ټاری؛ څيزنومشوی روستاړی يا پياړمه (دُمچی،پاردُم)،د ماناونجي (سېمانتېزم) په توگه د پسوندياسفېکس لپا ره رادود شوی او بيايې پرتلويي:  مختاړی ( پر ېفېکس،پيشوند) او منځتاړی (اېنفېکس، ميانوند،)  او ان تاړی (افېکس،وند) درواخله؛

۳: پر څيزنومبېلنگو اوښتي ستاينومونه-يا

مانانومبېلنگونه اوپايلې يې

(پسوندهای اسمای مشتق  مجرد)

The endings 0f Substantivised Adjectives                                   

Or: Abstract Nouns            

ستړې،ستړيا،ستړتيا،تنگه، تنگسيا،تنگسه،توده،سړه درنه،سپکه

مېړانه،سپيتانه،سپينتان، پښتونواله، پښتونولي،لږی،ډېری،            

ټگي،درغلي،خېښي،خپلوي،لويي،ستروي…

د پايلو په تړاو تر ستاينومبېلنگونو (مشتقات وصفی) روسته د نومبېلنگونو دا ډله ځکه تر  شننې لاندې نيسو چې د چار ومانا له پلوه ورسره تر نورو بېلښتي (اشتقاقي) ډلو ډېر نژدېوالی لري او تر بشپړ بريده ترې  له ځانگړو پايلو سره را زېږېدلې او له همدې کبله  (څيزنوم شوي)، او بيا (پرمانانومونواوښتي) بېلنگونه بلل کېږي.په دې کې هم څه اړنگ بړنگ نشته چې  ډېری ستاينومونه هم پرخپل وار له  څيزنومونوآره اخلي،د چاخبره  دغلته يودوراني (سرکل) بهير ترسره کېږي، لکه: کورکورنیکورنۍ؛پسرلیپسرلنیپسرلنۍ (بهاريه)؛مهال مها لنی مهالنۍ (نشريه-نشرات موقوته)؛ کال کالنی کالنۍ (سالنامه)؛ باران بارانی بارانۍ (پارسي: بارانی) او نور لوښنونه (اسمای آله).

په دې لړ کې ځينې آرستاينومونه له يوې نيمې پايلې،لکه (-يز…) سره بېلښتي بڼه را خپلوي،خو له څيزنوم  چار سره،په نورو ټکو، په همدې موخه رغېدلی بېلنگ ،لکه لنډ لنډيز؛ بند بنديز؛ وره ييز ( دوراباڼو ډله)؛وړاند- وړانديز…

 دادی، دلته  دمانانومونو اړوندې پايلې ( پسوندهای اسمای مجرد) له بېلگو سره وړاندې کوو.

(۱)-زوَر (-a) او اوږده-ې (-e) له لويه سره د پښتو له خورا ډېرزېږو روستاړو يا پا يلوڅخه گڼل کېږي. ځکه  له دغو دواړو پايلو سره هر ښځينه  ستاينوم هممهاله مانا نوميز چار راخپلوي،لکه: ماته (شکست)، بده (بدي)؛ ستړې ستاينومونه پر او(-ی) پای نرينه ستاينومونه هم پر (-زوَر) پای او(-ې) پای ښځينه ستاينوم  له اوړېدا سره  مانانوميزه پايله راخپلوي،  زور-پای بېلگې،لکه: تود-توده، سوړ- سړه، خوږ-خوږه، تريخ- ترخه،وران-ورانه، ودان-ودانه يامات-ماته،،کلک-کلکه، ټينگ-ټينگه، درون-درنه، سپک-سپکه…؛

له (ی-ې) بدلون سره، لکه: ستړی-ستړې،لوی-لويه… چې جوړه جوړه تړښتي بېلگې بېخې ډېرې، لکه:  ماته گوډه، ښه او بده، ماته گوډه… يا د باچاخان  وجيزه (سپوره وي، که پوره په گډه به يې خورو) او يا درنه سپکه (ويل)، په دې  جوړه گړنو کې: پلانی تل خپله درنه او دبل سپکه وايي، يا پلانی او بستانی چې وزگارشي، خپلې درنې او دنورو سپکې راواخلي؛يه دې پنديه متل کې: خپله درنه او دبل سپکه ويل سم کار نه دی، د ستر خوشال کوم شعري بيت  ورته متل گرځېدلی: خوشال خټکه، په درنو دروند په سپکو سپکه! او رحمان بابا په يوه بيت کې  دواړې گړنې سره  په څومره  رنگ و خوند  غاړه غړۍ پېيلې يا (تضمين) کړې دي:

                        څوک به سپکه، څوک درنه راپسې وايي

                                                زه رحمان په درنو دروند، په سپکو سپک يم                    

(۲) -ي (-i) چې ترډېره له ستاينومونو مانانومونه رارغوي،لکه: گراني،ارزاني،مرگاني يا مړکندي (مرگونی)، وراني،وداني (په دويمه مانا، عما رت، يا تعمير پژنوميز چار راخپلوي)،ټگي،درغلي،دښمني، تربگني،اړي (ضرو رت؛ صر فه)،اړايي (احتياج، نياز مندی)، بډايي، خېښي، ښادي، اساني، يا سوا ني، شا فيف، له انگرېزي، او د دولت لودين له پښتو ژبا ړې سره)؛

(۳)-ی (-ay): لږی،کمی،زياتی،ډېری،بری،سمی،رغی يا پيتل غاب (قاب کم عمق؛ خوداری، چاره= رغېدن)…بېلی ( تميز، بېلتيا، بېلاو،بېلتون صميم)؛

(۴)-زورکی (-) د ستاينومونو تر څنگ، له يو نيم  څيزنوم سره هم مانانومبېلنگ رغوي: تېره،پڅه،لنډه،اوږده،سره (سرخي)…؛ پرڅيزنوم اوښتې ستاينوميزې او هممها له ء ډېرگړې بڼې سره (واړه): (د پښې،مړوند،اوږې… واړه هډوکي چې بېځا يه کېږي)؛

 (۵)-ۍ (∂y)،چې له آره  په ډېرگړې ښځينه بڼه اړه لري ؛ د گوتشمېر مانيزو بېلگو په لړ کې يې مړغنډۍ (بې اتفاقی) يو ارکاييک نومبېلنگ برېښي،تر څنگ يې پژ نوميزې بېلگې (مرکنډۍ : د ورمېږ روستۍ شمزۍ چې سر ورپورې نښلي)  او پخپله شمزۍ (مهره)، يا مرکونډۍ او هممانيزه يې مارکو نډۍ (خارمغيلان! ) اوگڼې نورې بيايوڅه کم منگې ښکاري،او لا ښه ترا نومېروړې (قابل تشخيص) . مانيزې بېلگې يې،لکه: لړۍ،منځۍ(مرکز)،پلنډۍ د (پلا نډه) تر څنگ د(غېږ نيو نې؛کُشتی) په مانا،بسۍ (يکی از موهومات)،ايرۍ  او ناندرۍ چې (ناندره-ناندرې) يې هممانيزې دي د (جروبحث طعنه آميز و تمسخر آميز) په ماناوو، رښتينۍ، رښتمنۍ  يا رښتينگۍ (تصفيۀ حساب، حقيقت جويی،تحقيق)، مو

 نډۍاو مرگا نۍ د لوبو نومونو په توگه په ورته لړۍ کې راتلای شي. همداراز پلرگنۍ،خسرگنۍ،ماماگنۍ،مورگنۍ،نيا گنۍدرواخله!

(۶)-الف ( ā -) چې لږوډېر د کړمانابېلنگونو او نوم مانا بېلنگونو تر منځ يوگډ رو ستاړی يا پايله ده،کړواله،لکه:زرغا،ځغلا،خندا،ژړا، گډا، نڅا،رڼا…؛نوموال (ستاينوموال)، لکه: تورا(تهمت، بهتان،افترأ)،غلا،ښکلا،سما،زلما…؛

(۷)-يا (yā -) چې د(-الف) بلگړ، په بله وينا، د الف پرمختيايي بڼه ده او ترډېره په ستاينومونو پورې نښلي، لکه: ستړ-يا،سم-يا،چوپ-يا (چپ-يا)،غل-يا، مل-يا(مل-ا)،بد-يا،تنگ-يا (نوردره)…؛ بسيا (قانع)،جليا… هم له ستاينوميز چار سره؛

(۸)-تيا(tyā -)،لکه: مشرتيا،کشرتيا،ځوړتيا،لوړتيا،جوړتيا،روغتيا،رنځور تيا،موړتيا(مړتيا)،زوړتيا(زړتيا)،اړتيا،ستړتيا،ستومانتيا،سستيا، ډنگرتيا،

خوارتيا،وېښتيا،هېښتيا،اريانتيا،زړورتيا،کمزورتيا،ځواکمنتيا،غښتلتيا،وړتيا،څرگندتيا،جوتيا(جوتتيا)،رښتيا(رښتتيا!)،ارتيا(ارتتيا)،پراختيا،پرمختيا،  خړپړتيا، ،ړندتيا،کڼتيا؛لېونتيا،مېړنتيا،سپېڅلتيا،پمنتيا، خيرنتيا، ناولتيا، ککړتيا،گډوډتيا… ؛

(۹)-توب (-tob)، چې له څيزنوم  او بيا چارنوم چورليځ (محور)سره هم ډېر راځي: مشرتوب،کشرتوب،نرتوب،نارينتوب،ښځينه توب،هلکتوب، زلميتوب، لېو نتوب، پېغلتوب، کونډتوب،بنتوب،بېلتوب ( پېغلتون، کونډتون …)؛له څيز نوم  چورليځ (محور) سره:سړيتوب، خرتوب، سپيتوب، غويتوب ،غړيتوب، دو بي توب،ډمتوب،ځناورتوب…؛

 (۱۰)-تون (-tun)، چې ښکاره بڼه يې له ځاينومپايلې سره همرنگه ده، خو له آرپوهيز پلوه له(-توب،-تان،-تانه) سره همآرې اوهمچارې ده اوښايي له الماني (-tum) اوانگرېزي (dom) سره همآرې اوسي،بېلگې يې: بېلتون،لنگتون،پيوستون(!)،کونډتون، پېغلتون، بنتون؛ په زړه پورې بيا دا چې دغلته يوازې ړومبنۍ درې بېلگې له ستاينومونو څخه رغېدلې او دانورې درې يې له څيزنومونو،او هغه هم له خپلو انو نومونو سره تړاو موندلی دی!

 (۱۱)-تانه (āna t-)، د پاسني (-تون) د همچاری او همر يښه،يابلگړاو ياهم د او ښتې بڼې په توگه مانانوميزه پايله ده،لکه په دې بېلگو کې: کورمانه (منزلداری household)،سپيتانه (بدرفتاری)، تر څنگ يې سپيگتانه د(-گ-)  له ډېرن سره يو کمپېښی گړدودي ځېل دی، لکه پلواښه او پلگوا ښه)، مېړانه،ښهانه (خوبی، بهتری؛ نيکويی)،ښاديانه (شاديانه)، گرمانه (جر مانه) … ؛

 (۱۲)-تان ((ān t-) د دوه پاسنيو هغو په لړ کې يوه ورته کمپېښې  بېلگه ده چې د د (سپيناوی)يا (سپينتيا) د انډول په توگه دادينخېل (لطيف اپريدي) له ليکلړه مې راخېستې ده.

. (۱۳)-ينه (yina)؛ مړينه، پلرينه،مورينه، کوشينه،وړکينه، کمکينه،هلکينه، زلمينه؛ لورينه)، پلورينه…بياد څيزنوم په چورليځۍ رغېدلي او رغول کېږي، خو تر څنگ يې پژنوميز بېلنگونه هم لږو ډېر پېښېږي،لکه  بېلابېلې ډوډۍ: نغن،

غنمينه يا غلمينه، وربشينه، جوارينه،نسکينه، وريجينه…؛ د(ينه (yina) بل مانانوميز بلگړ (الومورف) ينه ((y∂na)  له غږپوهيز قانون سره سم له خپلواکپای (ا-و- سره راځي،لکه:هوساينه،براينه (ماحصل،دستآورد)،گجوېينه  نان مخلوط از آرد جو وگندم)،بسياينه،پوخلاينه، ډاډېينه، وړاندېينه (عرضه، پيشکش، تقد يم)، وړا ندوينه،غوراينه،جلاينه،بډاينه،بوډاينه،لوينه،خونديينه،پېرزوينه…؛ په لور ېينه، د (لورينه) هممانيز په توگه بيا هم د څيز نوميز او بيا مانانوميز (لَور) بنسټ لري.

(۱۴)-ستيا(-styā)،لکه په مېلمستاکې؛ د (کېناستيا،پرانېستيا،بېکستيا، پيو ستيا، سستيا، نېستيا،بېوستيا…) له اغېز،يا خوږغږۍ د (-س-) ډېرن اټکلېدای شي!

(۱۵)-سيااو-سه، لکه په تنگسيا او تنگسه کې له ورته ماناوو سره؛تلوسه، گو نگوسه يا گنگوسه (گونگوسی)…  يې ښايي  ورته ارکاييکې بېلگې اوسي!

(۱۶)-گڼه (-gáṇa)،لکه په ښېگڼه(ښېگړه) کې چې اوس اوس يې  له مخې (بدگڼه) دود شوې ده؛ گڼه (شمېر،شمېره، نمبر، نومره) ورسره همريښه نه برېښي، بلکې د (گڼل کړنوم په توگه  يوازاد گړ  دی.

(۱۷)-گني(gani ) او-گنۍ (-gan∂y)، که څه هم له تاريخي پلوه ړومبی ځېل آر (و)گړنی اټکلېږي او دويم دايې داوښتی پېر تراغېز لاندې، هغه هم په ليکنۍ پښتوکې همدا سې ((غلط مشهور)) رادود شوی اوسي، خو اوس يې دا توپير ارزښت نه لري  اوهمداسې جلا جلا کره بلل کېږي ؛ ځکه پق هم له (دښمني- تر بگني)  پرته نورې بېلگې،په زورکيواله (-ۍ) راخوندي کړې او ان (ابو نصر فراهي څو سوه کاله پخوا په خپل (نصاب الصبيان ۷) کې (پلارگنۍ) او (نياگنۍ) کارو لي(۳-وييپوهنه ۲۷۰)،دپق بېلگې: پلرگنۍ،خسرگنۍ،ماماگنۍچې مورگنۍ، نياگنۍ يې هېرې شوې دي!.

تازه ((غلط مشهوره)) بېلگه ولاړ دی او هغه داچې يو شمېر ليکوال او رسنوال (وداني اوودانۍ) سره نه توپيروي، نو اړوتم،د بي بي سي  پښتو خپرونې په لار ښودونو او ټوليزو رسنيو کې د نورو بېلگو ترڅنگ داتېروتنه هم ور ډاگيزه کړم چې ولې گڼه (افراد و جمع) او پېر (اصلي او مغيره)سره نه توپيروي او يوازې دا روستۍ اوښتې بڼه (ودانۍ) يې داو ښتي او نا وښتي او هممهاله د يوگړي او ډېرگړي لپاره کاروي، لکه چې وايي: اشرف غني د نوي څرخي زندان د ودانۍ ډبره کېښووه، زړه ودانۍ (تعمير) يې د ۴زرو بنديانو لپاره جوړه شوې ده… دواړې ودانۍ (تعميرونه) به مټې بس شي!

(۱۸)-وال  (-wāl) چې د مانانوميزې پايلې په توگه يې سم له لاسه دا يوه بېلگه (لنگوال) =( لنگون،لنگتون)  پر لاس راغله،که نه د ستانوميزې او څيزنوميزې او بيا چارنوميزې پايلې په توگه پوره ډېرزېږې ده.

(۱۹) -واله (-wāla) له پيلخج سره ،لکه:پښتونواله،پښتنواله (پښتنگلوي)، مو مندواله،ځاځيوا له،ترکاڼيواله،ولسواله (رښتين۶۱)،کوشنيواله، هلکواله، هډ واله (تنومندی)…؛ ستر خوشال،نه يوازې (خټکواله)،بلکې (مرييواله) هم رغو لې ،او حميد پسې (مغولواله =دښمني) هم،ان داستاد حمزه (مچواله،سړيواله) هم در واخله،ا و زموږ ور ته پر تليزې (قيا سی) رغاونې: هېوادواله،ټولنواله (سوسيا لېزم)،پرگنواله (کمو نېزم)…او د گوهر ډېرکارېدونکی سياسي نويزی (نيولوجېزم) ټلواله (اېتلاف،کوالېشن).

(۲۰) -والی ((-wālay)،د (-واله) له ورته خج او مانا سره،خو لا ډېرزېږې پايله چې دلته له (۳-وييپوهنې ۲۷۱)  يوگوتشمېر بېلگې راخلو: پښتونوالی يا پښتونوا لی، يووالی، کوروالی (جِماع)؛ کَږوالی،مَړوالی (موړوا لی)، سَړوالی،زَړوالی، ړندوالی،کڼوالی،پَخوالی،پَستوالی،رَغوالی…چې ډېر ليکوال يې د ريښې(-و) نه غورځوي! .

(۲۱)-ولي (-wali)، چې د دوه پاسنيو پايلو په ورته کچه  مانيز بېلنگونه رغوي:

(۲۲)-گلوي (-g∂lwi) دا هم له پاسنيو درو پايلو سره همچارې ده،اړوند بېلنگونه يې، لکه: پښتونگلوي (پښتنگلوي)، رښتينگلوي،پووندگلوي (مالداری؛کوچي گری) ،پېژندگلوي،ورورگلوي،خورگلوي،مورگلوي، پلارگلوي، تربورگلوي، گاونډگلوي (همسايه داری)… .

(۲۳) -گلي (-g∂li) او گلو هم پرخپل وار گلوي  بلگړونه (الومورفونه بلل کېږي.

 (۲۴)-وي (-wi)، چې سم له لاسه يې تش درې بېلگې  سهي شوې:يوازې  خپلوي (خويشاوندی)، ستروي يا لووي (تکبر).

 (۲۵)-وَی (-way) په دې بېلگو کې: لووی يا ولويي،ستروی ياستروي (بزرگی، عظمت)، زگېروی يا زگروا (نالش)، سکاروی يا رمی (سينه و بغل يا گريپ)،

 (۲۶)-اوَی (ā wáy)، بېلگې يې،لکه: درناوی، سپکاوی،ستراوی، لوياوی، غټاوی،بداوی،لوړاوی،ورکاوی…؛

نوې رغاونې: پوهاوی،خپراوی،رغاوی،غوراوی(انتخاب)،پخاوی (پخلی؛ تاييد)،نړاوی،څرگنداوی،رڼاوی،بېلاوی،مخاوی (مخا مخی،تقابل)،سماوی… .

(۲۷) -انه (āna -)،بېلگې يې: ټيک+انه= ټيکانه (اجاره؛ وظيفۀ )، بيانه،کورمانه-á (امور منزل، منزلداری house hold)،مېړانه،ورانه،مشرانه (امتياز ويژه ی برادر بزرگ درميراث پدری) ودانه،وړانه،پړانه،ښها نه، شوپيانه (تهمت؛ خجا لت)،ارزانه او ښاديانه (له پارسي سره گډ)

 (۲۸)-گير، پارسي آرې پايله اوبېلگه: شوگير (شبگير)،برگير (زکام مواشی)، هواگير (آرام)، داوه گير، زودگير (غصب)… ؛ گېر (ger) بيا د (توپ دنده)په مانا د ننگرهار خواته دود لري.

(۲۹)-گېرنه (gerna) پايله له (څيزنوم) چورليځ سره رغېدلي مانانومبېلنگونه، لکه: ډاډگېرنه يا ډاډېينه (اطمينان)، يادگېرنه (ياددهانی، يادکرد).

 (۳۰)-لي،يوه کمپېښې پايله ده، له يوې بېلگې(سپرلي) د (سپرلو) ترڅنگ چې (د چلندوسيلې د سپوريا سرنشين)  په دويمه مانا پر پژنوم اوړي، لکه: له اوښتې بېړۍ يوه (سپرلي) ژوندۍ پاتې شوه او نورې سپرلۍ ډوبې او تری تم شوې.

(۳۱)-وُوښ (-wox̌)،لکه په سړي وُوښ (سړيتوب؛ انسانيت،آدميت) يا هوښ کې چې ويښ سره همريښه دی، لکه ويښيار د پارسي(هوشيار انډول په توگه)؛ هرگوره،-ووښه (-wx̌a)که ورته جوليزه پايله ده،خو پژنوميز چارومانارانغاړي، لکه. مېړوښه (مړوښه) اوله پايخپلواکونج (-ي)  سره مانانوميزه کېږي،لکه په مېړوښي (شوهرداری) کې ،بله بېلگه يې سړوښه (ساړه،سړزوي، سړزي؛سردی) ده.

(۳۱)-وُخه (w xa)  هم تش يوه بېلگه (تَودوخه)  لري چې (تودوخي) يې يو بل ځېل دی او دواړه (گرمی، حرارت) ماناوې لري او په کره پښتوکې دويم ځېل د (مرکز گرمی) د انډول په توگه رادود شوې ده. همداسې يې بډمانيز (سړښت، سړ تيا،سړوالی. سرزي…) هم ورسره لږوډېر پرتلېزېږي (قياسېږي)او(سړوخه) ويل کېږی؛ (موخه) بيا ښايي، له دايکرونيکي پلوه ورته پايله لرلې اوسي!

(۳۲)-وله، بېلگې: گډوله (آميزه،ميختگی)،بخوله (ناورين،فاجعه)،مخوله يا جگۍ(عذر وزاری، الحاح)…؛

(۳۳)-ت (-at)،-گرت،-لت…: نزدېکت،بنديگرت، انسانگرت (بېنوا)، خوږلت (بارکوال)… چې عربي پېښې برېښي.

يادښت: لوږه يا ولږه او تنده ښايي، ډېر پخوا له (وږی) او (تږی) څخه رامنځته شوي مانانومونه وي؛ په (مړهی، مړهکه يا مړيکه)کې له (تب دق وسل) مانا سره چې تړښتي هممانيز يې (مړه خوږ) دی، اړوندې پايلې (-هی،-هکه،-يکه) سپيناوی غواړي[د پوره پوهاوي لپاره: وييپوهنه۲۶۵-۲۹۴]

۴دچارنومبېلنگونو پايلې

پسوندهای مشتقات پيشه يی واعتيادی

Nomenagentis-derivative endings

( agentivesuffixes)

خټگر،ژرنده گړی، غوټور، بورڅاڼی، غورځاوڼ، گټيالی،گوروان، غوبه،اوښبه،خربه يا خربون، اوبی (سقاو)، ښاروال،ولسوال،ډگروال، مرستيال،کارمن يا کارمند، بريدمن، تورن، جگړن، جگړه مار…

يو چار نوموم  (نومن اېجنتيس Nomen agentis) د يوه چار يا دندې، په  څه ناڅه پرلغښتي کړن و بوختيا-او په ترڅ ترڅ  کې روږدتيا (اعتياد)، لکه د نشه يي

څښاک وڅکاک_اړوندروستاړی يې هم چارنوميز (agentive suffixes) بلل

کېږي. بشپړ ډېری هم تر مانانومونو روسته، په دويمه کچه له چاروالوکړسټو، او له لويه سره له نومونو، په تېره ،(څيزنوم شويو) ستاينومونو او اړوندو سټو څخه د بېلابېلو پايلو په نښلونه رامنځته کېږي [وولريښ ۷۹]. د وييکواله بېلگه يې (په) سربل دی چې وستربل (سره) يې په زغردتيا (صراحت)  کې مرسته کوي، بېلگې، لکه (په) څمڅۍ له دېگه په کاسه کې وريجې اچوم  او (په) څمڅوکۍ (قاشق) يې خورم.

د بېلښتي (اشتقاقی)چارنومونو ترڅنگ تړښتي (ترکيبي)- لکه د ټاکنتړنگونو په لړ کې،او خينې آريووستوي چارنومونه هم مخې ته راځي، لکه:

غل د (غلاگر) ترڅنگ،موچي د(چميار)،تر څنگ؛ جولا،ميا،ملا، ملنگ،ستانه، پير،مريد،مشر (رهبر، سرکرده، رئيس)…چې ځينې پکې پورويي او يا زاړه (ارکا ييک) بېلنگونه برېښي. دادی، لومړی يې له کړوالو هغو څخه راپيلوو، په نورو ټکو، لهکړنومونو څخه هماغه لږ شمېر چارنومونه راچاڼوو او بيا ډېری نوموال  هغه وړاندې کوو.                 

لومړی: کړوال چارنومونه او پايلې

۱)-ونکی،وونکی( nkayÚnkay,wÚ): څښونکی،خوړونکی، پخوونکی ،ښوونکی، زده کوونکی ياد پالوال (زدايند)…؛

۲)-ونی،-وونی (nay Ú nay,wÚ):وونی (ويند)،منونی،څملوونی(خواباننده،

خورونی ياخوړوونی (خوراننده)، روونی…؛کړونی،وړونی (برنده؛ بار؛برده بار) …(وييز ېرمه ۶۴-۲۲۲)؛ دغه پايله لوښنوميزه هم ده.

۳)-ند(-ه)،يو ډېرزېږی روستاړی ياپايله ده: خورند-ه،ويند-ه،گرځند-ه،ترهند-ه، کراغند ياکراږند(کږندی)،ژغورند-ه،بهند-ه،کارند(کارا،فعال)،خوځند (متحر ک)، خځنده (خزنده)، کرکنډه يا کراکنډه (خرسنگی از کوه فروغلتيده)؛ کراږنده يا کږنده (کج بحث؛ عليل)، کراږنده يا کراغنده (بيماريکه به سبب بدپرهيزی بيما ريش شدت يابد)، کړند (کوونکی- کرکنډه،د دويم -ک په زورکي (يو لوړ اغزن بو ټی)؛فاعل)،ښووند (ښوونکی)،زدايند(شاگردپالوال)، زېزند-لېږند (گرامر)…؛ پوونده (مالدار؛ کوچی ) بيا له پخوارا هيسې  همدا سې دود شوی دی؛ دپښتو (-ند-ه) پارسي کړنوم انډول په همدايوه بڼه (-نده) دی،لکه خورنده،خزنده، بيننده… که نه، له گرداني بڼې (-ند) سره يې ټکر راځي، لکه خورند،ميخورند،خوردند…؛

په هر ډول پښتو (-مد-ه) او پارسي (-نده) کړنوم پايله له تاريخي-غږ پوهنيز پلوه په دواړو او نورو نژدې لرې خپلوانو ژبو، ان په الماني کې له آره (-ن) زبادېدای شي ،ځکه  نن سبا هم گورو چې په (و) گړنۍ او گړ دودي پښتو کې په (-ن)  پای نومو نو پورې (-د) يا(-گ)  نښلول کېږي،لکه (چمن-د، درمن-د) يا د زيا ترو گړد ودو کړنومروستا ړي (-ن) پر وړاندې کندهاری دا(-نگ)  ټيکاو لري،لکه: (خوړن)او (خو ړنگ)…،په ليکنۍ پښتو کې بيا ترپارسي (-مند)، (-من) ډېر دود لري،لکه په (درد مند-دردمن-خوږمن، کارمند-کارمن) …؛ لا سرچپه تر (-د) او (-گ) مخکې د(-ن) ډېرن (ادېشن) هم لږ و ډېر را منځته کېږي،لکه  کندهاری يا منځنی (موږ) چې شما لختيځ خواته لومړی پر (موگ) او بيا پر (مونگ)او هم (زموږ) پر (زمونگ)او ښتی دی! ان پر نړ يوال کچ  پر(مگول) د (مغول) له اړونې سره (منگول  Mongol) شوی او بيا ترې د ژيړنژاد په مانا (Mongoleid) هم رغېدلی دی. ان تردې چې تر ډېره پورې د کمتوان (Disabled) لپاره هم را دود شوی وو.

۴)-ندی،چې له تاريخي (دايکرونيکي) پلوه د (-ند) يو غځېدلې بڼه ده او (-ندوی) يې هم همداسې درواخله،خوله هرې غځېداسره يې په چارومانا کې يو توندوالی نگېرل کېږي. د ساري په توگه (خورندی) تر (خورند-ه) يوه پوړۍ توندوالی  را ښيي او (خورندوی ترې دوې پوړۍ)…د (ندی) بېلگې:

کښندی (کشاورز)،گرځندی (پر پيلخج: گردنده،چرخنده،سيار او پر پايخج:  کج گردشی)، غړندی (شورچشم، نظرباز)، گډندی (رقاص)، بېړندی (سريع، باعجله)، خورندی (خورنده)،لکه: (نه يې پخپله خوري اونه يې خورندي ته ورکوي)،غيندی (گاينده)،غيندۍ (فاحشه)،…؛زړې بېلگې:گړندی،کږندی (کج بحث؛عليل) بيا ستا ينومونه راځي،برندی (دوک) او نويزی توغندی (راکېټ) هم لوښنوم (اسم آله)…؛

۵)- ندوی،دا پايله هم د(-ند،-ندی) او نورو ډېرو پايلو غوندې ور له مخه تړخپلو اک ته اړتيا پيداکوي: ويندوی،کرندوی (بزگر)،گرځندوی (سياح، تورېست ؛ اړو نده اداري نومونه)،پوهندوی (ترپوهانددوې پوړۍ راټيټ پوهنتوني استاد)، څېړ ندوی،دپښتو ټولنې لوړترين غړی ياسرمحقق)،بولندوی (قوماندان)،څارندوی (سکوت،پوليس)،ساتندوی،پالندوی،گټندوی،وټندوی ياسپماگر(صرفجو، مقتصد)،ژغورندوی، زېږندوی (ايجادگر، آفرينشگر)، بېړندوی (باعا جله؛ عا جل، امرجنسی)، مرستندوی، خپرندوی، غوټندوی يا غوپه ور (غوطه زن، غو اص)،بلندوی (دعون کننده، داعی)، لېږندوی ( انتقال دهنده)… ؛

۶)- اند (ānd)، دا پايله ستاينومونو او چارنومونو په تړاو د عربي (صفت مبالغه: فعال) غوندې د يوې ښندې (مبا لغې) ښکارندويي کوي، بېلگې:

ژړاند، رپاند،ځلبلاند، پېژاند (شناسا؛شناخته)، بېلاند يا بېيتونپال (جدايي خواه، سېپراتېست)،نوماند (مشهورمومند) چې له ماناونج (سېمانتېزم) سره پر چارنوم او بيا پر سياسي نومَونه (کانديد) هم اړول شوی دی،وياند،بهاند، ()،ځلاند، بلاند،يا د ستاينو په توگه بلانده (دختری نو به بلوغ رسيده)؛ د نويزو نو (نيولوجېزمونو) بېلگې يې پرلپسې پر بره درومي او پر نورنيو نومونو هم او ښتي،لکه: هڅاند، تپاند،ښوواند (آموز گار)، پوهاند، لولاند (مُدرس)، څېړاند، کښاند(خطاط)، برسېراند(کاشف، کشاف)،روښاند (روشنفکر؛ روشنگر)،رغاند، ژغوراند، درغلاند(شياد؛ جعلکار)،سهاند( هضم کننده؛صابر، صبار)… هاند، تاند ياتاندوا ند او تاندلبان-د (جوانمرگ)، هم ورته زړې بېلگې برېښي؛ بښاندو لوراند د خدايي ستاينومونو (رحيم و رحمن) لپاره هم دودموندلی دی.

دويم؛ (آر) نوموال چارنومونه

۱)-ر، لکه باټر د باټو ترڅنگ (لافوک،لافزن)،باټ هم  هندي پورويی دی؛ لاتين ، لکه انگرېزي انډول يې (debate) دی؛ په اروپايي خپلوانو ژبو کې (-r) د چار کړنو مبېلنگ د پايلې په توگه پوره دود لري،لکه انگرېزي بېلگه، maker ، الماني(macher) او داسې نورې_ سلاوي (روسي) نامي انډول يې (ربوتر) دی چې نن سبا پر نړيوال کچ (ربوت) ته رالنډ شوی، هغه هم د خپپللاسي اتوماتيک يا ماشيني انسان لپاره!

۲)-ی (-ay,-áy)، بېلگې: کښی (دهقانگ؛ ميرآب)،روی (مادرآل؛ شخص حريص و گستاخ)،نيمی يانيمايي (نصف،مناضفه)،اوبی (سقاو)، رېبځی (جاروکش)، ډا گی (بچه باز،لوطی)، لَوَی (دروگر)، بالکی (پايدوِ مداری و هممانند)،بانکی يا بانکه (مغروروکاکه)، ډانډسی ياډانډ سي،کوچی،ډانډولی د (ډانډولۍ)يا (ډنگه ډو لۍ) لوبې لوبغا ړی،بدی (بدکار) او نېکی (نيکو کار) هم په چارنومونوکې را تلای شي، (بدی او نېکی) يا (نېکی او بدی) د يو (و)گړنۍ کيسې لوبغاړي دي.

۳)-ي، بېلگې:  تيي د(ديي) ترڅنگ د(تي ورکوونکې) يا پارسي (دايه) د انډول په توگه،پنډي يا پلنډي، ډاگي (پسته رسان)،د ملا يا جومات چړي چې چړ (دروېزه کوي)، چلي يا چلباز،بانگي يا بنگېړی (چرگ)،بگاښي (ميا نجی، صلحجو)،نرخي (ماهر و داور درامور متنازع فيه، و ارز شهای اجتماعی، شامل قوانين پشتونولی)،بدرگه يي (بدرقه يی)،بدلي، چې بد لې بولي (آوازخو ان) ، چرسي، بنگي،چلمي،نسواري،اپيني يا ترياکي،تېلي، ډانډسي،ټوکي يا ټوکمار،ټوپکي ياټوپکوال (تفنگدار، تفنگ سالار)، مېله يي (خوشگذران)، بنډاري (محفل باز)،چړچه يي،چړچي ياچړچه مار (عياش وفحاش)،ډا نگيي،چکه چور، غرغره يي  يا لنډغر…(بی بندو بار؛ماجرا جو)، ډاگي (پسته رسان)،روښي ياروښه وال(حلوايی)، کبابي، درملي يادر ملگر (معا لج؛طبيب يونا نی)، نايي، گلابي يا ډم (دُم، دلاک، سلمانی)،بادي (کسيکه خرمن را در جريان باد پاک می کند؛ تفنگ بادی)… ؛

۴)-وَی (way)، بېلگې:کروی (چاريکار، پيشکار دهقان؛ پاسبان کشت و زرا عت)، لَوَی (دروگر)، ،روی چې دغه درې سره بېلگې په کړنومونو کې راځي؛ لاروی ،چمبی ياچاپه گر(رنگرېز)… بيا نومبېلنگونه بلل کېږي.

۵)-بون،-به (-bun,-ba) چې دويم ځېل (-به)  د لومړي هغه لنډه بڼه ده، په هر ډول له پارسي (-بان) سره همآرې پايله ده،خو پښتو داورسره لږو ډېر بېلابېل کارونځا يونه لري، د ساري په توگه دواړه پښتو انډوله تر ډېره  پووندگر او بيا (څاروي څر وونکي) رانغاړي او په نورو  برخو کې يې دويم ځېل (-وان) او ياهم (-وال) ځاينا ستی کېږي. د (-بون،-به) بېلگې: غوبه، غاوچي يا گوروان (گله بان، پاده وان)،او ښبه-او ښبون (شتربان،شترچران)،لېربون-به (شبان بره،بره چران)،وزبه (بزچران)، خربون (خرچران)، اسبون (آسپ چران)،گډبه (شبان رمۀ گوسپندان)، شېربون يا زمر بون (شير چران)…؛ (ښرخبون) او  (خرښبون ) يې د (سړبن) د دوه گونو زامنو په تو گه (پښتو او پښتا نه…۴۶۸) تر ټولو لرغونې بېلگې دي؛ شپون- شپه (شبان) بيا له آره پسوبانه<پشوپانه<ول (مورگنستيرن)؛

همداسې د ورته پايلې نور کارونځي او بېلگې: کوربه (د مېلمه پال په توگه،)لاربه (بدرقۀ راه، رهبر)،لرگبه (چوب شکن؛چوب فروش)، خسبه يا بوټبه، (هيزم کش)، خټبه يا خټگر،اوړبه (آرد فروش)، گوډ به (کاريزکن)…؛

۶)-چي، له پارسي او تورکي سره گډ، خو اوېستايي (هونريانچو: هنرمند، ماهر) آرياني هم رازبادولا شي،بېلگې: نندارچي (تماشاچی)،غورچي يا غوراډپی (لا فوک)، اتڼچي،بگاښچي يا بگاښي(ميانجی و صلحجو)،مرغېچي (نگهبان کشت و رانندۀ پرده گان ازآن)،غاوچي (دادخواه؛پاده وان،گله بان)…(وييپو هنه۳۰۱)

۷)-گر،-گار،-کار،-گری،-گرندی،بېلگې:خټگر (گلکار)،وېشگر (موزع،منقسم)، چجگر  يا مسلي ()،پنډولگر (پنبه چين)،لوگر-ی،کرگر، کروندگر، کښتگر،يابز گر،کارگر يا کاريگر،  زرگر،زېريگر يازېريگرندی (مژده رسان)، چاړه گر،چمگر يا چلې، درغلگر (خدعه کار)، کوډگر (جادوگر،سحرگر(مداری،حقه باز)،پاړوگر يامره يي (مارگير)،بيزوگر (شاديوان)،بزوگر (شبان بز)،اشرگر ياپگړه يي (حشر گر)،ملازگر ياخوشامند گر (چاپلوس)، ښېوه گر (طناز)،چوغلگر، غلاگر يا غل، دروېزگر، بسپنغاړی يا سوالگر (سايل، گدا،گدايی گر)، کچگر (پيمايشگر؛ نقشه کش؛جريب کش)،خوالگر (همراز)؛ گرگر (ظالم)؛ له  غبرگغږ ډېرن سره، لکه  ملگری،وارگری، ، غاړه گری يا پلويځ (پلوان شريک دمگری)،څوگری لاسگری (دستيار)…؛شلگری (نيزه ساز؛ نيزه باز او يو ځاينوم)،مره يي ياپاړوگر (مارگير)،  ټلگری،چلگری يا کڼيوال (گليم باف)،له زړواوکمپېښو چارنومونو گڼل کېږي؛ گگر (آهنگر)،لولنگر او داسې ورته رغا ونې بياسپيناوی غواړي…؛د نويزونو په لړ کې: بنسټگر (بنياد گرا؛ بنيا نگذار)، نوښتگر، پيلگريا پيلامگر (آغاز گر)، نيوکگر (منتقد)،نيواکگر (اشغالگر)، بلو سگر (تجاوزگر)…؛

(-گار)  هم د (کار) همريښه برېښي، له همدومره توپير سره چې (کار) تر ډېره، په تېره  پښتو کې د يوه ازاد گړ په توگه تړنگونه رامنځته کوي،لکه کښتکار،وستا کاريا پښ (آهنگر)،بدکار،پخليکار،سرکار خپلکار،جنايتکار، ياله (-ی) سره، لکه: ډېرکاری،ورا نکاری…؛له پارسۍ سره گډ چې د روستاړي پرځای مختاړی لري، لکه:بېکار، همکار…؛ پښتو د(-گار) يوازې يوه بېلگه وزگار (بېکار) لري او بېگار بياهم په دواړو اونورو افغاني ژبوکې دود درلودلی، پښتو (اگار بېگار) هم له يوڅه پراخوالي اوتوندوالي سره رامنځته کړی دی؛ پرهېزگار،روزگار،پرورديگار…؛

۸)-گړی،له آره د (-گر،-گری،-گرندی) همچارې پايله ده،بېلگې: ژرنده گړی، وار گړی (صاحب نوبت)،بانگېړی يا بانگي(چرگ)،اشرگړی يا اشرگری،منځگړی، يا درېيمگړی، ضامنگړی (تره کی)،زېريگړی (زېريگر،زېريگری، وراگړی (وراباڼی يا وره يي)؛ نويزونه: يوگړی-ډېرگړی (مفرد-جمع)؛ زومگاړی (کسی که داماد را تاخانۀ عروس همراهی ميکند) هم ورته پايله ده؛ ستاينوميزې بېلگې يې،لکه: نيمگړی،ځا نگړی…؛ (-گرکی) هم ورته پايله ده، لکه په (مينه گرکی) د مينه ناک او مينه وړي په مانا.

۹)-گرندی، د پاسنيو دوه درو پايلو همچارې پايله، بېلگې: زېريگرندی)، گوا ښگرندی، گواښگر يا گواښگری،تولگرندی يا ورمندگر (داور، حَکم)،اشرگر ندی، وېشگر ندی (قاسم)،زېريگرندی،دېوا لگرندی يادېوالغود (پرنده يی که با منقارش ديوار  را سوراخ ميکند)،…؛تلوارگرندی ياتلواري (باعجله؛ تيزگام) بيا ستاينوم راځي؛

۱۰)-گير،پارسي پورپايله ده او زياتره ستاينومونه رغوي،لکه:پرواگير(بااعتنا)، هواگير (خوښ خوشال)، بارگير(حيوان باری)،بادگير، برگير (زکام مواشی)؛ چار نوميزې بېلگې يې: څوگير (مترصد؛ کمين گير)،سوالگير،داوه گير(دعوه جلب، مدعی)؛ هواگير په  دويمه يا مجازي مانا پر ستاينوم (خوشال،سوکال) اوږي،لکه د سبزعلي خان په سندره کې (زړه مې هواگير دی)…؛

۱۱)-مار،-ماره،يوازاد کړ گړ (وهل) هندي آرې پايله ده چې له (کاموال) لوټمار (کلخکوب) لوښنوميز چار سره پوره اړخ لگوي  اوپه دويم چار و مانا (غارتگر) بيا دومره نه،د همچارو پايلو په پرتله  ښنده او ټينگار رانغاړي،لکه د خټگر-خټمار، بډيخور-بډيمار، کچنۍ- کچنيماره…؛ ټوليزې چارنوميزې بېلگې: بچيمار (حر يص)  چې آره يې  ښځينه بڼه بچيماره يا بلاربه ښځه ده چې له بيو لوژيکي اړتيا سره ډېرخو رې (حريصه) وي،  بغريماره، کچنيماره يالکيماره (فا حشه)، جلۍ مار (دخترباز؛ زنکه باز)،چړچه مار يا چړ چه يی (لاأبالی،عياش و فحاش و بی بندو بار)،دوپړه مار، دبله مار… هم ورته کرکتر ونه دي، تبله مار يا دوکړه مار (طبله نواز)،بډيمار (رشوه خور)،خوړه مار(پرخور؛ رشوه خور)، ټېلمار (کراچيوان؛ زنبيل کش)، وستار (بنجارۀ سيار)، پېښه مار (مقلد؛ ممثل، نما يشگر)، پښمار (دمزن آهنگر)،ازمار (مکار،حيله گر)،سوټه مار ياکوتکمار،تيز مار، ډوزمار (گوزک؛ لافوک)،کنځلمار، سندرمار (کاروان، عابد)،دوړه مار (دروغباف)،داړه مار يا شوکمار (رهزن)،گوړ مار (گُرپز)،پېړمار (عصاره کش از نيشکر)، ډوډيمار (مهمان نواز)، جگړه مار (جنگ آفروز،جنگ سالار)،ونډيمار (قصاب)، لانجمار (دعوه جلب،نزاع آفرين) ، سوکمار (مشت زن، بوکسر)،جرگه مار،جرگتو ياجرگه يي…؛تريمار (گرمی وحرارت شديد) چې بډ (ضد)يې تڼکار(برودت يا سردی شد يد)راځي،)او داسې نورې بېلگې بيا اله ماله په چارنومونو کې نه راځي (وييپوهنه ۳۰۳

۱۲)-وال، داپايله د ستانوميزې او څيزنوميزې او بيا چارنوميزې پايلې په توگه پوره ډېرزېږې ده،په تېره د نويزونو په برخه کې. اړيکنوچارميزې بېلگې: بنگړيوال (چوری فروش،جت)، ستايوال (خطيب؛ مداح)،انډ يوال،)، پيمال وال (اهل پيشه)،هټيوال،کاروال يا کاروالا(ضد بيکار)،چاروال (فعال؛فعل معلوم)، پازوال (وظيفه دار،عهده  دار؛ مسؤول)، روغه وال (بر قرار کنندۀ صلح)،جرگه وال،جرگه يي…،کډوال (خانه بدوش ؛مهاجر)،جوپه وال (کار وانی)،بدرگه وال، بدرگه يي…،څوکيوال (چوکيد ار،پهره دار)،کوټوال،(سپا هی،سرمامور سابق)؛ نوې بېلگې:

ليکوال،څېړنوال، ويناوال (سخنران)،، زد کړوال ( تعليميافته)،لوستوال يالوستونکی (با مطالعه)،ځمکوال،پانگوال، ويناوال، گډونوال،برخوال، مينه وال، بڼوال يا مليار،مرييوال (برده دار)، بنسټوال يا بنسټگر (بنيانگذار)، کوټو ال،زېرمه وال (تحو يلدار؛ دارای پس انداز دربانک) پوهنوال (اسوشيټيد پرو فسور)،ښاروال،بندروال (رئيس امور بندری)،بريدوال (سرحدار)، درستيزوال، څارنوال،ډگروال،پاسوال، خبروال (محرر قا ضی)،ولسوال،وسلوال، روغتياوال (سرطبيب يامسؤول امور صحی)…؛ لېوال(مشتاق،علاقمند) دلته يوه زړه بېلگه برېښي چې  ښايي،د(ليل،لېيل)کړ نوم وي!

۱۳ )-والا، چې د څښتنولۍ او کاروکسب جاج رانغاړي، او تر (-وال) زيات هندي رنگ لري او په (و)گړنۍ پارسۍ کې هم ډېر دود لري، بېلگې: کوروالا(خانه والا؛ زن والا)،بټۍ والا (داشبان، خشت پز)،خروالا (خروالا، خرکار)،ترکاري والا (ترکا ری والا، ترکاری فروش)، انگوروالا(انگوروالا، انگورفروش)،هټۍ والا،دوکان والا چې ادبي پښتو يې هټيوال او پارسي هغه (دکاندار) راځي؛ خو بياهم پښتو بېلگې ترې ډېرې  دي او گړنۍ او ليکنۍ دواړو ډولو کې  ارت و بيرت دود لري… همداراز (رښتين ۷۳

۱۴)-وان ،چې له ادبي پارسي (-بان) همريښه انډول گڼل کېږي،بېلگې: بنديوان (زندانی؛زندانبان)،باغوان (فروشندۀ ميوه جات)،د پارسي (باغبان و باغدار) پښتو انډول (بڼوال) دی،پالېزوان،گاډيوان (گاديوان)،جاله وان،دروازه وان (در بان)، بټيوان يا بټياری  دبټ (د نينوکړايي والا)- بټۍ که څه هم د پايلې له مخې يو کوشيننوم دی، خو دجاج له پلوه له بټ  څخه لوی دی، خپلوان (خويشاوند) هم اړيکنوم راځي…؛گوروان (گله بان، پاده وان)، د رښتين پر اند له آره (گورموان) وو او راروسته ترې (-م-)غورځېدلی دی؛

۱۵)- لنډ-و (-u,wu)،بېلگې: څارو ياڅوگری (مترصد؛ کمين گير)، بگتو (بگتۍ جوړوونکی او بولونکی) ، شپېلندو (له -ن ډېرن سره): د شپېلۍ مار (نينواز) هما نيز،لاپو،کړتو (ياوه گو)،لاپو،باټو،سادو،ساندو (سانده بول)،برماڼو يا بڼ ماڼو (وحشی، وحشت آور)،…؛کړاوو (مشق کننده؛جمناستيک والا) له دوه څپيز(کړ او) چورليځ سره درې څپيز کَړاوو (زجر دهنده) له (-اوو ) پايلې سر ه تړاو لري؛

۱۶)- اوو(wÚ) له ښندې سره، بېلگې: کَړاوو (زجردهنده)،جرگاوو يا جرگه مار، مرکاوويامرکچي (مصاحبه کننده)،نکلاوو، گړاوو يا گپاوو يا گړباوو،خرڅاوو (خراج؛فرو شنده)،څکاوو (جاذب؛ تمباکو کش)،لړاوو (جنگره)،جگړاوو ياجگړه مار،خنداوو (پرخنده)،دوړاوو (کذاب؛ياوه سرا؛سبزي پختۀ بی روغن)،غوړاوو ،غو ړه مال، ياچپړوس)،پېښاوو،چپاوو د(چپاوي،تالانگر) ښنديز ځېل،چړ اوو (قتال،سفاک؛ پنډاوو بيا درچرگ ستاينوم دی…(وييپوهنه ۳.۶)

۱۷)-ازې (āzay)،بېلگې: استازی د کمپېښي او ناکره بل گړدودي ځېل (استو ازی) تر څنگ له (پيام رسان، پيغمبر،رسول؛ نماينده) ماناوو سره؛  (يوازې-يوا ځې-بيا زې-بياځې) بيا ستاينوم او (متيازې- ميتيازې) له يوڅه  غږونج  او چارو نج سره سره ورته رغاونې برېښي!

۱۸)-يال،-يالی زاړه او نوي چارنومونه او هممهاله ستاينومونه رامنځته کړي: پق خبريال د (سخنور،زبان آور) او خبريالی د(نطاق؛ خبرگوی يامخبر،عيبگوی)  په ماناووراخوندي کړی او نن سبا د(راپورتر)، په مانا دی،پاليال (وفادار)،مرستيال (معاون به  اصطلاح اداری)، غوټيالی (حمله آور)، گټيالی (يوکورنی غړی چې کار وگټه لري)، غوريالی _ γw∂ryāláy _(لافوک و لطيفه گو) اوله اوږد-و سره غوريا لی (جاغوردار)،ځونډيالی (پوپکدار؛ پوپکساز)،پاميالی (متوجه؛ هوشيار؛ صا حب نظر)،غړيالی ږوب (عضلا تی؛ تنومند)،ربړيالی (رنجبر،کوشا، کارکشته) …؛ پرلپسې  ډېرېدونکي چار-او ستاينوميز نويزونه او بيا لنډنومو نه زياتره د (خبريال) پر بېلگه  بې (-ی) رغول کېږي او وگړني يا پخوارغېد لي هم  همداسې رالنډوي،لکه: نوميال،ننگيال،فرهنگيال،دوديال،زمريال،توريال، بريال، زغر يال (شخص،يا عرادۀ زره دار و زره پوش)،برميال،پتيال،هڅيال، رزميال (رز منده) ،… ؛ د ادبي بېلگو(ننگيالی، فرهنگيالی)  نتيالۍ)  مخينه يې  تر ستر خو شاله پرشاځي ؛چاپېريال (محيط) له ورته پايلې سره بيا يو  بېلښتي څيزنوم را منځته شوی دی

۱۹)-لي،-لُو، بېلگې: کوټوالي، سپايي (سپاهی)، چلي (فريبکار)،سپرلي (سواری  هروسيلۀ ترانسپورت عامۀ سافربری؛فعل سواری)، سپرلو (مانند سپرلي؛ سوار اسپ، بويژه نيزه باز)…؛

۲۰)-انی،-لانی،بېلگې؛ سيلانی (گشتگر،  گردشگر،جهانگرد ؛ سيالبين؛ تماشاچی منظره و ياحادثه )،کرلانی (کشاورز)،بل ځېل (کرلاڼی) يې (يکی از سلالۀ پنجگانۀ پشتونان که پيشۀ کشاورزی به آن نسبت داده می شود)…؛

۲۱)-تو(-tu)،داپايله هم پر خپل وار د چا- او ستاينوم تر منځ گډه ده، بېلگې: جرگه تو يا جرگه يي،برجستو يا بېلرغو (فساد پيشه)، چمتو (حاضر وآماده)، نامتو يانوماند (مشهور، شهير، نامور) …؛

۲۲)- تي،بېلگې:روژه تي (روزه دار)،بوزه تي ياکوژه تي ( ناروزه دار،هردو مشتقا تی قياسی از روی واژۀ قبل)،جرگه تي ياجرگه تو،پايلاتي (فسادپيشه)،بنگتي يا بنگي (معتاد به بنگ کشی…)؛ انگړاتي بيا د پټپټاني په مانا ورته پايله برېښي، خو له څيزنوميز چار سره ؛

۲۳)- باڼی،بېلگې: ورباڼی (دربان)، وراباڼی ( عضوی از جمعيتی که عروس تا خانۀ داماد همراهي ميکند)، اين جمعيت را (ورا و وره ييز) گويند،څرخباڼی (بازيگر، رقاص)،گوډباڼی (دستيار سفر کننده يا گردشگر)،اشرباڼی،اشرگری يا اشرگرندی  (عضوی کار حشر)،کټباڼ-ی (بافندۀ چارپايی)  چې هممهاله د(بڼل) يو کړنوم هم بلل کېدای شي،غويباڼی هم د يو بوټي نوم دی؛غوباړی (خرمگس گاو و ديگر مواشی) کېدای شي، هم له آره (غوباڼی) اوسي!

۲۴)-څاڼ،څاڼی، -څاندی ، بېلگې: بورڅاڼی  يا مېوه څاڼی(ميوه چين)،وږيڅاڼی ياوږيڅاندی (خوشه چين)، يا يې هممانيز وږيچن؛ نوي  پرتلويز ونه (قياسي) رغا و نې يې:  انگورڅاڼی، پومبه څاڼی، گلڅاڼی…؛د (-چن)  تر څنگ(-چاڼ) يا (-چوڼ )  هم ورته پايله برېښي، د خوشال په شعرکې  (غوره چوڼ) راغلی چې رارو سته  پر (غورچاڼ (منتخب، گزينه، گزيده) راړول شوی، لکه د احمدشاه بابا (شعري غورچاڼ)  او داسې نور.

۲۵) -من-د(-man-d)،زړې بېلگې: دښمن، ميرڅمن، واکمن (شاه)…؛ نوې، لکه پوځي-پوليسي نومونې: بريدمن، ډگرمن، ساتنمن،څارمن؛ واکمن په نوې مانا (باصلاحيت،اتاريټي)،کارمن-د (مامور)، هنرمند…؛ (من) له امير کروړه تر گگيا ڼي د يوه خپلواک گړ يا ويي په توگه هم کارول شوی دی:

-غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې…

– تر اول لا په منونو پرې افزون شه -چې صحت د عشق له درده زما من(!) غوښت

۲۶)-ن (-an)، بېلگې: ژباړن (ترجمان، مترجم)، قضايي: گرويږن (پوښتونی؛ مستنطق)، پوځي-پوليسي: تورن، جگړن، څارن؛درغلن (جعلکار،متقلب)، درو هن (ټگمار)، فريبکار، چلباز)، ډونگن،يا زونگن ()زونگ زون کننده،دوړن (درو غباف،لافزن،گليم باف)؛ شډلې بېلگې چې د استاد رښتين په  دې بېځايه ورمند (-ن)  له آره  همدا راز (ستاينوميزې-چارنوميزې) رغاونې کوي: گړينگن، تيزن، پسکن، ډرن، غرتن…؛

۲۷)-ری (-ray)، بېلگې: لوټېری (لوټمار)،جنگېری (جنگره) (رښتين۸۲)، غولټېری (د سپي لپاره: مزار دره)…؛

۲۸)-ړی (ṛay)،بېلگې:خونړی ()، خونکار، سفاک)،چنگړی (شخص بد معامله و جنجالی)، چوپړی  ياچپړاسي…؛

۲۹)- اوڼ (āwá)، (غورځاوڼ  (تره خېل،يوسفزي) د (کوټه والو (غورځلاوو) د

( مردی باجهش و جنبش؛يکی از اعضای و فعالين حزبی يا سازمانی)، يا د استاد رښتين په خبره شډلې بېلگې:  متراوڼ (متيازن)، غولاوڼ (غولن)، تيزاوڼ،گوزاوڼ ياچونگاوڼ، ډرناوڼ،پسکاوڼ…؛ښځينه پسکاوڼه يا غونځه (درخت دولانه،شبيه  شبيه  درخت آلوبالو)…؛

۳۰)-ار(ār)،بېلگې: پوزيار (بورياباف) له کره ځېل (پوزی)،نه له (پيزی) ځېله چميار د (موچي)  لکه ماليار هندي آره لري،وستار د (تاجر)  په مانا له وسته (بسته او متاع تجارتی) څخه دغه رغېدلی بېلښتي چارنوم له کمپېښو نږه پښتو وييونو څخه گڼلای شو ، دوتنيار (صحاف) پشتی ساز) هم ښايي ورته چارنوميز بېلنگ اوسي او له (دوتنه) بنسټ څخه  رامنځته شوی او نن سبايې  ما او استاد صميم  د (فا يل، دوسيه) په ماناوومانا ونجويزونه هم رادود کړي دي، بټيار د بټيوان اوهم  د خښتوبټۍ والا  د هممانيزونو په توگه  له هندي آرې سره سره  را خپل شوی، ويښيارهم کېدای شي، د پارسي (هوشيار) پښتو انډول وگرځي، (پوهنيار، څېړ نيار) نويزونه  هم  همداسې درواخله؛ زما گړويزی (لړم يار (مادر کيکان) بيا  يوڅرگند تړښتي څيزنوم دی!

۳۱)-ځن يا-زن له پارسي (-زن) څخه راخپله شوې پايله  له دې بېلگو سره: لامبوځن-زن، ښکارځن، تورځن، نښان زن…؛

۳۲)-ون (-un)، بېلگې:  پق مرستون د (مرستونی)  هممانيز، خو پاسلون ( پهره دار، محافظ) د ( پاسلونی (منت گذار)  هممانيز نه راځي…؛

۳۳)-چي، له کوشيننوم، او لوښنوم سره شريکه پايله ده او آره يې د اوېستا هنر يانچو (هنرمند،ماهر) په لاسوندآرياني او ښايي،تورکي هم  راڅخه پورکړې او سي،نه سرچپه؛ زموږ بېلگې: بگاښچي يابگاښي(ميانجۍ،صلحجو)،مرکچي، توپچي،جارچي،غاوچي يا غاوی(دادخواه)، باورچي(قاصد)چې پېښوريان دپورويي په توگه د(پخليکار) په مانا کاروي،تورمچي، ډولچي، سورنچي، او(تواچي) هم پارسي (طبقچي) اېسي!

له-ی سره، لکه: مرغېچی (نگهبان کشت ورانندۀ پرندگان)، يا لوښنومونه، لکه: مرغچی (گلوبند مرواريد)،مرغچچی يا کونجکه  (خرمهره)؛ ياله لنډې-ي سره چلمچي (-لگن با آفتابه به حيث ظرف دستشويی)؛ موچي هم کېدای شي، يو زوړ بېلښتي چارنوم اوسي!

(۳۴) -ور، پايله د ستاينومونو په لړ کې يو نيم چارنوميز رنگ راخپلوي يا رغوي، لکه: ژوبلور (جنگ آور،سربازپخ۴۱)، باټور لافزن)،غوټور يا غو ټندوی (شناور، غواص)، زورور،ژبور، خولور او داسې نور ستاينومونه چار نوميزه ځانگړنه ترلاسه کولای شي، که: خېټور، نسور، گېډور(پرخور)…؛ همدارازشډل چارنومونه…(وييپوهنه ۳۱۰-۳۱۱)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply