پاکستان ټوډې: عمران خان منکر شوی،

0 537


پاکستان ټوډې:
عمران خان منکر شوی،
افغان او بنګالي ماشومانو ته د پاکستان تابعیت نه ورکوي

عمران خان په پاکستان کې زږېدلو افغان او بنګالیو ماشومانو ته د تابعیت له ورکړې منکر شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې عمران خان له خپلې هغه خبرې په شا شوی، چې ویلي یې وو، په پاکستان کې زږېدلو بنګالي او افغان ماشومانو ته به د پاکستان تابعیت ورکوي. پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، عمران خان له خپلې دغه خبرې په شا شوی دی او نه غواړي خپلې څرګندونې عملي کړي. څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د نړیوالو قوانینو له مخې به په پاکستان کې زږېدلو افغان او بنګالي ماشومانو ته د پاکستان تابعیت ورکوي او په دې توګه دوی کولی شي په راتلونکې کې پخپله خوښه دوه تابعیته وګړي وي.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply