ننګرهار کې د استخباراتي مسوول په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د داعش ۲۷ وسله وال وژل شوي

0 728

يوسف ظريفي

جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه  ولایت په اچين ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ۲۷ وسله وال وژلي او د هغو څلور مرکزونه يې هم تخريب کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري ته وويل، د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند درې په شلخي کلي کې د صفر دوه قطعې ځواکونو له لوري تېره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي دي.

دی وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې د استخباراتو مسوول او یو شمېر قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان ووژل شول.

هغه زياته کړه، عمليات کوونکو ځواکونو د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې څلور مهم مرکزونه هم تخریب او له منځه يووړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسوول صدیق یار اورکزی، په اچین کې د جګړې قوماندانان سعید عمر، شاهد او هادي اورکزی هم شامل دي .

دو الي وياند وايي چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

داعش وسله والو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د يادونې ده، تېره اوونۍ په دغه ولايت کې د داعش د خراسان ډلې وياند عزام هم وژل شوى و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply