غني ولې جګړې ته لومړیتوب ورکړ؟

0 778

ولسمشر غني دا تېره اوونۍ په یوه بې‌ساري ګام کې د خپل حکومت د جګړې اړخ د پیاوړتیا ګام پورته کړ او نویو ټاکل شویو امنیتي او دفاعي وزیرانو یې د یرغلیزو بریدونو د ډېرولو اشارې ورکړې.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په خپلو تازه څرګندونو کې چې د اسدالله خالد د معرفي په مراسمو کې یې وکړې وویل چې حالاتو ته په کتو جګړه دوی ته لومړیتوب لري. غیر مستقیم تصور یې دا دی چې د سولې په نوم د خبرو اترو لوبه د پاکستان په لاس کې ده او طالبان د یوې وسیلې په توګه د افغانانو په فکر پکې کارول کېږي.

اشاره یې هم د ابوظبۍ خبرو ته ده چې د پاکستان د استخباراتو استازيو پکې له امریکایانو سره پر افغانستان چنې وهلې او په دې لوبه کې یې د سعودي او متحده عرب اماراتو خوا هم ور خپله کړې او عمران خان په ښکاره وویل چې د ټرمپ له غوښتنې سره سم یې طالب پلاوی لاس تړلی د خبرو د مېز شا ته کېناوه.

تر هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل په چکر راغی او افغانستان ته نوره هم روښانه شوه چې پاکستان پر طالبانو ښکاره بولۍ لګولې او د سیمې پر هېوادونو یې په مناسبه بیه پلوري. ده پر طالب د نورې معاملې لپاره د کرملین، بیجینګ او تهران دروازې هم ور وټکولې او د خپلې دغې وسلې او وسیلې د معاملې نرخ یې ټولو ته اعلام کړ.

په داسې یوه چاپېریال کې له شکه پرته کابل ته د امریکا، طالب او پاکستان تر معاملې جګړه لومړیتوب لري او د خپل عزت په موخه هرې هغې لارې ته لاس اچوي چې فکر کوي د هېواد د دښمنانو دسیسې شنډولای شي. اوس یې د جګړې تمرکز د طالبانو پر مشرانو ور زیات کړی او د هغوی د پټنځایونو دړې وړې کېدو او وژلو ته یې ملا تړلې.  سره له دې چې افغان چارواکي د جګړې له زوره خبر دي او پر دې هم پوهېږي چې بل شوی اور د دې هېواد په زیان دی، خو کابل کټ مټ له طالبانو سره هماغه لوبه پیل کړې چې په تېرو څو کلونو کې طالبانو د حکومت پر وړاندې روانه کړې وه.

په داسې حال کې چې کابل له ګاونډیانو او نړیوالو سره د پاشل شویو سیاسي او اقتصادي اړیکو په بېرته رغولو بوخت و، طالبانو پر حکومتي اډو بریدونو ته زور ورکړ او لېرې پرتو کلیو او ښارونو ته په سټراټېژیکو سیمو یې خپلې جنډې پورته کولو ته زور ورکړ.

خو له تېرو ۲ میاشتو را هیسې کیسه سرچپه ښکاري. له څو کلونو وروسته په هلمند، فراه او غزني کې د طالبانو له منګولو هغه سیمې بېرته ونیول شوې چې طالبانو فکر کاوه، د فراه، غزني او لښکرګاه ښارونه به پرې لاندې کړي. په وروستۍ یوه میاشت کې له لښکرګاه د طالبانو کمبله ورټوله شوه او د هلمند لپاره تر ټولو مشهور قوماندان یې له  لسګونو جګړه‌مارو سره یو ځای له دې نړۍ رخصت کړ او په ټوله سویل لوېدیځه حوزه کې د طالبانو ارتباطي کړۍ دړې وړې شوې.

په لوګر، وردګو، پکتیکا، پکتیا او کندوز کې هوايي بریدونو د طالبانو د سرسر کسانو بېخ ور ایست. په ختیځو ولایتونو ننګرهار او کنړ کې د طالبانو سرې او سپینې قطعې وزرونه ور ایستل شول او ولسي پاڅون له ډېرو سیمو سپین او تور بیرغونه ور غونډ کړل. طالب پلوي فیسبوکیان یې هره ورځ د طالب قوماندانانو د تلفاتو د پټولو په هڅه کې د ملکي تلفاتو خبرونو ته هوا ورکوي چې ښه بېلګه یې په کنړ کې د معاویه په ګډون د هغو ۳۸ طالب سرتېريو او قوماندانانو د وژلو په پېښه کې د را منځ ته شویو ملکي تلفاتو موضوع ته زور ورکول دي.

سره له دې چې د ملکي افغانانو وژنه په هیڅ ډول د توجیه او بښلو وړ نه ده، خو داسې ښکاري چې هوايي بریدونو د طالبانو د ملا تیر په نښه کړی او که همداسې دوام ورکړل شي؛ نو د کړوپېدو امکان یې ډېرېږي.

ولسمشر غني د همدې پلان د لاپیاوړتیا په موخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه نویو وزیرانو ته وسپارل چې د پخواني حکومت پیاوړې څېرې بلل کېدې.

اسدالله خالد او امرالله صالح د طالبانو پر وړاندې تر ټولو بې‌رحمه کسان بلل کېږي چې د امنیتي ادارو د مشرانو په توګه به جګړې ته لوری ورکړي او په روان ژمي او راتلونکي پسرلي کې د طالبانو پر وړاندې د سختې جګړې پلان چمتو شوی ښکاري. ښاغلي خالد خبرداری ورکړی چې د طالبانو جرړې وباسي او د وروستیو کلونو خلاف به نه یوازې کمانډو ځواک، بلکې ټول شاوخوا ۲۰۰ زره پوځیان به د طالبانو پر ضد یرغلیز عملیات تر سره کوي.

تر دې وړاندې به کمانډو عملیات کول او د اردو نورو سرتېريو به پاکې شوې سیمې ساتلې، خو ښاغلی خالد وايي چې ټول سرتېري به یې څلرویشت ساعته د دښمن پر مورچو او خزو چاپې وهي او اوسنۍ ژمنه یې دا ده چې په اصلي مرکزونو کې به یې پرخچې باد باد کړي.

بله خوا د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته نوې لارښوونې کړې چې موخه یې د پولیسو د عزت پر ځای کول او د بې‌ځایه تلفاتو مخنیوی دی. ورسره سم یې دا خبره هم کړې چې په ښارونو کې له کلونو کلونو راهیسې پراته پولیس او امنیتي پرسونل به هم د جګړې سیمو ته بدلېږي. د دواړو نویو ټاکل شویو امنیتي وزیرانو سر په لوبه خلاص دی او فکر کېږي چې و به کولای شي د لوبې لوري ته بدلون ورکړي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply