ايران: طالبان د افغانستان ۵۰٪ خاوره په لاس کې لري

0 521


د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ويلي چې طالبان مو ځکه ايران ته د مذاکراتو لپاره رابللي و، چې د افغانستان ۵۰٪ خاوره يې په لاس ده.

د خواشينۍ ځای دی چې په ځواب کې يې هيڅ ډول حکومتي غبرګون نه تر سترګو کېږي. دا خطرناکه خبره ده او واقعا ده. کله چې د يوه رسمي او مشروع دولت سره د جنګېدونکي ډلې له مشرانو سره بل هېواد د ليدنو او کتنو لپاره دا دليل راوړي چې ګويا ۵۰٪ زمکه يې په لاس کې ده، د دې مانا خو دا شوه چې ايران په افغانستان کې دوه موازي دولتونه په رسميت مني. چې يو يې هم ۵۰٪ خاوره په لاس کې لري، بل هم. ای کاش زمونږ د ديپلوماسۍ دستګاه دا خبره جدي نيولې وه او نن يې د ايران سفير په همدې احضار کړی وای.

دلته څو خبرې مهمې دي. لومړی خو دا چې طالبان د افغانستان په ۲۰٪ خاوره هم واکمن نه دي. دا فيصدۍ چې هره ورځ په متفاوت ډول د هره چا له خولې د خپل تمايل په اساس راوځي، هيڅ يو يې هم دقيقه سرچينه نلري. هيڅوک نشي ويلی چې د کومو مالوماتو په اساس د افغانستان د جغرافيې دغه ډول فيصدي راوتلې. 
دوهمه دا چې د افغانستان تر ۶۸٪ اته شپيته سلنه زمکه غرونه دي او په غرونو کې د طالبانو له موجوديته مونږ انکار نکوو. خو په غرونو کې انسانان نشته او د افغانستان د ټول نفوس ۱٪ هم نه کېږي. 
دريم دا چې که يوازې د زمکې د يوې برخې نيول د يوې ډلې د مشروعيت دليل کېدای شوای، نو بيا خو داعش په سوريه کې تر ۷۰٪ زمکه عملا تر واک لاندې لرله. ان د موصل او بصرې په څېر لوی ښارونه يې نيولي و. نو بيا خو پکار وه چې ايران داعش په رسميت منلی وای او د بشارالاسد دولت يې نه وای حمايه کړی. بيا خو بايد نړۍ هم هلته د داعش ملاتړ کړی وای.

د سولې په بهانه پاکستان، ايران او روسيه طالبانو ته عملا لابي کوي او د افغانستان د حکومت بديل يې تصور کوي. زمونږ دښمنان هيڅکله مونږ ته ښه انتخاب نلري. مونږ به کمزوری حکومت لرو، خو دومره هم نه چې حتا د احتجاج او شکايت جرات هم نکوو. کنه فرض کړه مونږ همدا سبا د بلوڅو بيلتونپالو مشران کابل ته را وبولو. مېلمانه يې کړو. تمويل يې کړو. سړيتوب او تکړه توب ته يې لابي وکړو او په سبا ووايو چې مونږ خو دوی ځکه راغوښتي و چې په بلوچستان کې په دومره سلنه زمکه حاکم دي. يا همدا سبا د مولانا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشران راولو. له چارواکو سره مو عکسونه واخلي. خبرې وکړي او مونږ د دې نوم ورکړو چې ګويا دوی مو له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرو پېلولو لپاره راوستي و. تصور کړئ په هغه ورځ به پاکستان څه حال جوړ کړی وي؟

هيله ده ارباب اختيار دا موضوع جدي ونيسي. داسې نشي چې د سولې په نامه په سيمه کې طالبانو ته قوي لابي وشي او د ملاتړ جلبولو لپاره ازاد تګ راتګ په همدې بهانه وکړي.

نجیب ننګیال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply