موږ او تاسې تل د ټولنیزو رسنیو د کارونې پر مهال له ډېر احتیاطه اخلو چې شخصي موادو ته مو څوک لاسرسي پیدا نهکړي، موقعیت مو څوک مالوم نهکړي او یا ځینې وخت نه غواړو چې هر څوک مو د سفر ځای په اړه مالومات ترلاسه کړي.
خو تازه په ډاګه شوي مالومات ښيي چې فېسبوک د ټولو کاروونکیو هر حرکت له نږدې تر څار لاندې نیسي، که څه هم ستاسې په موبایل کې د لوکېشن یا موقعیت تڼۍ بنده وي، خو فېسبوک مو د ایپي ادرس له لارې ستاسې دقیق ځای مالوموي چې کوم ځای ته سفر کوئ او چېرته پر لاره یاست.
مخکې به ویل کېدل چې فېسبوک یوازې د چېکاِن اپشن له لارې د کاروونکیو موقعیت مالوموي، خو دا خبره وروسته له هغې لا په ډاګه شوه چې د کیلیفورنیا جنوبي پوهنتون فروفیسر الیګزنډرا کرولووا په دې اړه خپله تجربه شریکه کړه.
هغه د خپل موبایل لوکېشن یا موقعیت تڼۍ بنده کړه او د فېسبوک پر وال يې هم د چېکاِن په اړه څه مالومات ور نهکړل، خو په وینا يې کله چې یې له یوه ښاره بل ته سفر وکړ، فېسبوک ورته د نوي ښار اړوند اعلانات مخته کول او په دې سره ورته څرګنده شوه فېسبوک خپل ټول کاروونکي د چېکاِی سربېره د ایپي ادرس له لارې هم څاري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320