سوله خپل قېمت غواړي/ محمدروښان ښاد

0 604


سوله دې راځي او خدای دې تل راولي، خو سوله خپل قېمت لري ، وړیا نه راځي او له نېکه مرغه چې ولس لا د مخه د سولې قېمت ورکړی او هره ورځ یې د سولې د راتګ په هیله پر دوی د تپل شوي ناورین ناخوالې، غمونه او نادودې ګاللي او لا یې هم ګالي. ولس د سولې قېمت ادا کړی او ښه لوړ قېمت یې ادا کړی، داسې قېمت چې ان سوله یې پوروړې ده.

مګر مهمه داده چې سیاسیون، د سیمې هیوادونه او نړیواله ټولنه هم د دغه قېمت پرې کولو ته اماده دي؟ که دوی د سولې قېمت ورنه کړي نو سوله له خنډونو سره مخامخېدلی شي. سوله له سیاسیونو څخه غواړي چې د قانون لاره خپله کړي. قانون ومني او درناوی ورته وکړي. له زور، باج ګیرۍ، غصب، د خلکو له ځورولو او نورو کړنو لاس په سر شي، ځکه موږ ګورو چې د هیواد په ډېرو سیمو کې ولس له سیاسیونو او یا له دوی پورې اړوندو او دوی ته منسوبو زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو ګروپونو څخه تر پوزې رسېدلی دی.

خلک چې سوله غواړي، نو مانا یې دا چې زورواکي دې نه وي، یو پر بل ظلم دې نه وي، غصب دې نه وي او د چا ازارول دې نه وي. د سولې دا غوښتنه او فرمایش تر ټولو لومړی د هیواد سیاسیونو ته راجع دی او هیله ده چې دوی د سولې دغه قانوني او انساني فرمایش او غوښتنه پرځای کړي.

همدارنګه د سیمې له هیوادونو د سولې غوښتنه داده چې دوی باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي. د ترهګرۍ له پاللو او د ترهګرو له تمویل او ملاتړ دې ډډه وکړي. د جنګ، بدبینۍ، وحشت او افراطیت پرځای دې دوستانه مناسبات وپالي، سیمه ییزې او اقتصادي همکارۍ دې زیاتې کړي. د یو بل د حذفولو پرځای دې د یو بل د پیاوړي کولو هڅې وکړي. دا د سولې هغه قېمت دی چې له ګاونډیو هیوادونو یې غواړي او تر هغو چې ګاونډیان دا قېمت ورنه کړي، نو سوله به ناشونې وي چې راشي او چې سوله رانشي، نو سیمه به له ګڼو ناخوالو سره مخ وي، ځکه امنیت، ثبات او پرمختګ به نه وي.

له نړیوالې ټولنې د سولې غوښتنه داده چې د افغانستان د کشالو په حل کې دې صادقانه چلند وکړي. یوازې خپلې موخې او لومړیتوبونه دې نه تعقیبوي، بلکې د افغانانو په ستونزو دې تمرکز وکړي. دوی دې له اوسني وضعیت څخه راوباسي. له دوی سره دې د سولې د بریالیو مذاکرو او له سولې وروسته د زیربنا او انکشاف په برخه کې تخنیکي او اقتصادي همکاري وکړي چې افغانان د سولې ترڅنګ د ثبات خاوندان هم شي.

د سولې راتګ ته چې خلک څومره هیله مند دي، نو یو لړ اندېښنې هم لري. یوه له اندېښنو څخه د موقت حکومت رامنځته کېدل دي. له موقت حکومت ځکه خلک بد وړي چې دوی ورڅخه بدې خاطرې لري. په دغه ډول حکومت کې د پرېکړو واک د ولس او قانون پرځای له سیاسیونو سره وي چې دوی د خپلمنځي جوړجاړي له امله ځینې داسې تصامیم نیسي چې د وطن او ولس په خیر یوازې د دوی ګټې په کې نغښتې وي.

افغانان نه غواړي چې د دوی د اتلسو کالو قربانۍ دې هېرې شي. پر هغو دې معامله وشي. اساسي قانون دې تر پښو لاندې شي. د خلکو ازادۍ او حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه دې هېر شي. دوی وېرېږي چې د موقت حکومت له راتګ سره به نړیواله ټولنه د نویمو کلونو غوندې افغانستان بیا یوازې پرېږدي او دلته به د کورنیو جګړو بیا پیلېدو ته زمینه برابره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply