د کابل پروسې ناستې د سولې بستر وغوړاوه

0 691

محمدروښان ښاد

د کابل پروسې په ناسته کې چې سږکال پسرلی د بهرنیو هیوادونو د استازو په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ولسمشر غني په کې د سولې په اړه واضح خبرې او وړاندیزونه لرل. نوموړي له هر ډول قید او شرط پرته طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه او هغوی ته یې وویل چې تاسو به د سیاسي ګوند په توګه ومنل شئ.

په کوردننه او نړیواله کچه د ولسمشر غني د دغو وړاندیزونو تود او پراخ هرکلی وشو. د کوچني اختر په جریان کې د اوربند اعلان یې هغه عملي مثال و چې تر بل هر وخت یې د سولې زمینه زیاته کړه. په تېره جولای میاشت کې د ناټو ناستې هم زموږ د سولې د وړاندیز او په جون کې یې د اوربند  د ملاتړ اعلان وکړ. افغان حکومت د لوی اختر په ورځو کې هم درې میاشتنی اوربند اعلان کړ، خو طالب وسله والو دغه اوربند ونه مانه.

د کابل پروسې له ناستې وروسته ازبکستان د تاشکند کنفرانس دایر کړ او د هېوادونو او سیمه ییزو ادارو هڅې یې د کابل پروسې سره موازي کړې. د تاشکند ناسته د مستقلو هېوادونو د مساوات د نړیوال اصل یوه بېلګه ده چې د افغانستان د حکومت لخوا جوړه او د افغانستان او ازبکستان لخوا یې په ګډه کوربه توب وشو. د افغانستان ثبات، امنیت او نېکمرغي په دې کې نغښتې چې د افغانستان استقلالیت او د سولې پروسه کې د افغانستان مالکیت او رهبریت رعایت شي.

همدارنګه د اسلامي ټولنې اجماع او همکارۍ په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو بین المللي کنفرانس د روانې بې پولې جګړې  مذهبي مشروعیت واخیست. د اسلامي همکاریو سازمان په کنفرانس کې، د جګړې خلاف مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو ویناوې او د حرمینو شریفینو خادم پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ملاتړ له اسلامي اړخه د جګړې دیني مشروعیت او توجیه واخیسته. هغه تروریستان چې په غلطه یې د جهاد دعوه کوله او هغه هېوادونه چې د هغوی ملاتړ کوي رسوا شول.

د اندونیزیا حکومت او علماوو هڅې هم د کابل پروسې د ناستې په دوام د افغان سولې لپاره ډېرې ګټورې تمامې شوې. د تېرکال د می میاشتې په ۱۱ نېټه په جاکارتا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي علماوو جلسه جوړه کړه او په شرعي لحاظ یې پر افغانستان د تپل شوې جګړې، ملکیانو په وړاندې تشدد او د ځانمرګو بریدونو په وړاندې  فتوا ورکړه او هغه یې د اسلام د اصولو خلاف وباله.

مګر د دغو ټولو هڅو باوجود نه پاکستان د سیمې، نړۍ او اسلامي هیوادونو غوندې په افغان سوله کې په صداقت ګام واخیست، نه یې د ترهګرو او تروریستانو له ملاتړ لاس واخیست او نه یې هم خپل دریځ بدل کړ. پاکستان په دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو کې تل د همکارۍ ژمنه کړې، مګر د دوی دغه ژمنه یوازې د کاغذپرمخ پاتې شوې، عملي ګام یې نه دی اخیستی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply