حرکت / ژباړه: سېلاب

0 650

د نړۍ مشهور شاعر ډانټې په څلورویشت ساعتونو کي په فضا کي خیالي سفر وکړ. ده ولیدل چي مځکه په منځ کي ده او شاوخوا یې لس نوري سیارې دي. نړۍ ډېره محدوده ده او کوم پټ رازونه نلري، هدف یې د انسان ښه او بد دي، هر څه د انسان له پاره دي، چا چي نېک کارونه کړي وي، هغو ته به په بله سیاره کي خوندور ژوند ورکړل شي؛ او که چا بد عملونه کړي وي، له هغو سره به د مځکي په منځ کي فیصله وشي. انسان د ناوکیو غوندي دی او سیارې د ناوکیو کورونه( doll’s house) دي، د انسان ارزښت په دې کي دی، چي د بهترینې سیارې مستحق شي. د ډانټې اثر د الهي کوميډي (Divine Comedy) په نامه یادیږي، دا اثر له ساینسي دورې څخه مخکي لیکل شوی، ځکه یې نړۍ محدوده ګڼلې؛ خو د ساینس مشاهدو دا په ثبوت ورسوله، چي نړۍ لایتناهي ده او د انسان د پوهي په اړه یې حدود له منځه وړي دي.

  “ ټولنې له ما څخه لډر جوړ کړی وو، او ما له ځان څخه د نړۍ مشهور سندرغاړی جوړ کړ”

 د کوچینوالي په دوره کي موږ د لویانو تر جبر لاندي یو، نو له ډېرو داسي شیانو سره مخامخیږو، چي بې له کوم دلیله په موږ باندي منل کیږي. همدغه مو په ژوند کي د لوی تشویش سبب ګرځي، بیا نو له معقول څخه غیر معقول او یا له درایت څخه روایت ته ډېره توجو کوو. زموږ غوښتنې موږ مجبوروي، چي له ډېرو شیانو سره اشنا شو، خو د دې په مقابل کي له هغې وېري څخه ځورېږو، چي له موږ څخه د برلاسۍ قوه اخلي. هر څوک ځانته ځانګړتیاوي لري، دا ځانګړتیاوي د انرجي، غوښتنو او تجربو مطابق وي.

  د طبیعت یوه لویه برخه اوبو نیولې، اوبه په خپل ځان کي قوي پوټېنشل لري، هر څه چي یې مخي ته ورشي، یا یې له ځانه سره وړي او یا خپل مسیر بدلوي. پر خنډونو باندي برلاسي کېدل، زموږ طبیعي غوښتنه ده، دا خنډونه هغه وخت له منځه وړلی شو، چي په خپل ځان کي کافي اندازه استحکامت و وینو.

  یو غل چي غلا کوي له ځانه سره نقشه جوړوي، چي څنګه غلا وکړي. له خپل فکر څخه استفاده کوي، په دې کار کي دی فکري ازادي لري ځګه د خپلې خوښي له تخنیک او تاکتیک څخه استفاده کولی شي. د پرمختللو هېوادونو راز د دوی په تخنیک کي دی، له قوي تخنیک سره د حالاتو مطابق سټراټیجي او تاکتیک باندي کار کوي؛ نو ځکه هغه هېوادونه چي تخنیک یې کمزوری دی، ازادي هم نه لري.

په 1920 مو کلونو کي په چین کي خلک له حکومت څخه په تنګ راغلي وه، دوو ګوندونو د بدلون کوښښ وکړ: نېشنلسټ ګوند او کمونېسټ ګوند

نېشنلسټ ګوند چي حاکمیت ترلاسه کړ، یوازي یې نوم بدل وو، نور ټول سیسټم د پخواني حکومت وو. کمونېسټ ګوند د لنین سیسټم خپل کړ، خو کومه مثبته نتیجه یې ورنکړه، دې ګوند مائیو ته بلنه ورکړه، مائیو خپله مبارزه له اطرافي سیمو شروع کړه، پر خپل ځان یې بزګر راټول کړي وو، ده به د دوی په اړه ویل، چي زما فوځ باید د ماهیانو په ډول وي، کله چي پر دښمن حمله وکړي، بیرته غایب شي، دښمن په دې پوه نه شي چي په ما چا حمله وکړه. مائیو په خپله سټراټیجي کي ضرور نه ګڼله، چي مبارزه دي په مرکز کي رامنځته شي.

په دې باندي باید وپوهېږو، چي عمل په خپله زموږ په خوښه نه اجرا کیږي، موږ باید داسي لاره او سټراټیجي جوړه کړو، چي عمل مو بې نقشې نه شي. د یو نظر او عمل ترمنځ سټراټیجي د پل حیثیت لري. که چیري په خپله سټراټیجي کار وکړو، کېدی شي، چي په نړۍ کي یو بې مثاله تغیر راولو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply