د کاربن څخه کانکرېټ
د کاربن څخه کانکرېت او د ټوکر (کپړی) څخه کانکرېټ لکه د فولاد لرونکي کانکرېټ (اهن کانکرېټ) په شان مصنوعيي ساختماني ماده ده. په خاصه توګه ګډ (ترکيبي) ساختماني ماده ده. دا د دوه ترکيبي اجزأو څخه، چې کانکرېټ او د کاربن څخه د ټغر يا پوزکي او د لرګي يا ميلې په شکل جوړيږي.
![](http://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2019/01/image-1.png)
د فولاد لرونکي کانکرېټ (اهن کانکرټ) په خلاف توپير سره، کوم چې په فولادو مجهز شوی دی، د کاربن کانکرېټ د رسۍ يا لرګي په شکل د کاربن د تارونو څخه جوړيږي. دلته د کاربن څخه مجهز شوې مادې چې کار اخستل کيږي، د راښکنې (کشش) قوه يې تقريبان 3000 N/mm2 دی، او دی سره نظر د معمول په فولادو محهز شوي چې (تقريباً 550 N/mm2) د راښکنې طاقت لري،زښت ډېر کم تجهيزونې څخه کار اخستل کيږي. ددې څخه د تيارو مخکې جوړ شوو ساختماني برخو نوی کوونې د پاره هم کار اخستل کيږي. دغه کانکرېټ ډېر مېده دانې لري او د قاعدې له مخې ډېر اوچته ټينګوالی لري،کوم چې دا د معمول نورمال کانکرېټ څخه فرق لري.
د کپړی يا ټوکر څخه جوړ شوي کانکرېټ کې د ټوکرانو تخنيک نه په منظم قاعدې استفاده کيږي. د تارونو د مادې په حېث قليايي مقاومت لرونکی ښيښې او کاربن تارونو سره مجهز کيږي. د کپړې څخه کانکرېټ د 1990 کال په منځ کې د المان په درېسدن (Dresden) او آښېن (Aachen) په پوهنتونونو کې جوړ شو.
د کاربن مجهزېدنه په ودانيو (ساختمان) کې د غوښتنې په خلاف کوم کيمياوي تړاو نه لري او مجور نه دی چې د فولادو سره مجهزېدنې په شان د زنګ وهنې په مقابل کې د څو سانتي متر په ډبلوالي په کانکرېټو وپوښل شي. د کاربن سره مجهز شوي کانکرېټ سره کېدی شي چې نري ساختماني برخې جوړې شي او جوړ شوي ساختماني برخو د پاره په کافي اندازه ساختماني مواد سپما شي.
په کاربن مجهزېدنه د لرګي او ټغر يا پوځکي په شکل دی.د کاربن لنډ تارونه په اوس وخت کې تش (صرف) غېر مهم اهميت لري او د کاربن کانکرېټ مفهوم نه ورکوي. د کاربن لرګي (ميلې) د تارونو په کلکولو پروسې سره چې ګرده عرضاني مقطع ولري په مختلفو قطرونو سره جوړيږي. تل ددې د سر سطح پروفيلي کيږي، ددې د پاره چې د کانکرېټ او د تجهيز تر منځ يو ښه د قؤی انتقال تر لاسه کړي. د جالۍ په ډول ټغري مجهزېدنه د ټوکرانو جوړېدو په پروسه کې جوړيږي، داسې چې ددې د مجهزېدنې علامه هم تل کپړه ورکول کيږي. دې سره مجهز شوی کانکرېټ د کپړې يا ټوکر کانکرېټ په حېث ښودل کيږي. د ټغر ډوله مجهزېدنه په مختلفو کپړه يي عرضاني مقطع سطحو او پراخو جاليو سره وړاندی کيږي. دا يو طبقه يي 2D او 3D مجهز شوي ټو ټو سره جوړول کيږي.
![](http://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2019/01/image-3.png)
تاريخ
د کاربن کانکرېټ څېړنې بنسټ د کپړې کانکرېټ د څېړنې دی، چې دا د المان اتحادي جمهوريت په درېسدن (Dresden) او آښېن (Aachen) په پوهنتونونو کې د 1999 څخه تر 2011 پورې کلونو تر منځ شوېدی. دې سره لاس ته راغلي علمي پېژندې په عملي بڼه بدل شو. د دغې جامع يا وسېع کار نتيجې بنسټ د المان د کپړی کانکرېټ، د Tudailt e. V. (TUDATEX GmbH او CarboCon GmbH) دي. د ساختماني مادې څخه نيولی تر سر ته رسېدلي ساختماني برخو پورې د مکملې پروسې په عمل بدلونه اوس شروع شوی او د 2014 کال راپدی خوا په المان کې د „C3– Carbon Concrete Composite“ لوی څېړنيز ساختماني دستګاه په حېث کار کوي.
کار اخستنه (استعمال)
د کاربن کانکرېټ څخه کېدی شي چې په دوه ساحو کې کار واخستل شي؛ په ترميمولو کې او د ساختماني برخو (پلونو، استوګنې او صنعتي ودانيو) په تقويه کولو کې او په نوي جوړونې (ساختمان) کې. د المان په Zwickau کې د يوې تارخي ودانۍ د بېلر ډوله بام او د يوې تارخي ودانۍ د ګمبځې په ترميمولو کې د کاربن کانکرېټ څخه کار اخستل شوی. همدارنګه په Uelzen کې دوه ډيپو (ذخيرې) تقويه شوي او يو بې استفادی د اورګادي د پټلۍ پول په fränkischen Naila کې ترميم شوی. دغه ماده د ودانۍ د مخ په سپکو تختو کې ټينګول کيږي. د کاربن کانکرېټ څخه پول په نړېواله سطح په Albstadt Ebingen کې وجود لري.
په فولادو مجهزېدنې مروجه نيمګړتيا ددې زنګ وهل دي. د کپړی کانکرېټ څخه په اول ځل په 1994 کال د المان په Dresden کې امتحاني کار واخستل شو. د 1999 کال راپدې خوا د دغې نوي ساختماني مادې پرمخ وړنه د المان په دوه څېړنيزې ټولنې (DFG) Deutschen Forschungsgemeinschaft په Dresden کې د خاص څېړنيزې څانګې (SFB 528) Sonderforschungsbereichen ( د Manfred Curbach په وينا؛ اساسي ټکی يا نقطه، تقويه) او په Aahen کې د خاصې څېړنيزې څانګې (SFB 532) (د Prof. Josef Hegger په وينا؛ اساسي ټکی، د ساختماني برخې نوې کوونه) په واسطه تقويه کوونې ته سرعت ورکړ. د Dresden په خاص څېړنيزې څانګې کې د ټولو نه وړاندې په ټينګو ساختماني برخو کې د کپړی کانکرېټ سره د ترميمونې او تقويه کوونې محراق جوړوي. د Aachen په RWTH کې د کپړی کانکرېټ د ساختماني برخې نوي کوونې د پاره په کار وړل کيده. د المان په Dresden کې په اول وار د اکتوبر په اوله 2007 کې د کپړی کانکرېټ د يو مرکز (DZT) Deutsche Zentrum Textilbeton بنسټ کښېښودل شو.
په کال د 2008 د سپتمبر په مياشت کې د TUDSAG په واسطه د المان د مارکې ورکوونې دفتر له خوا نه د TUDALIT مارکه ورکړل شوه. د TUDALIT مارکې حق ورکوونې سره د کپړی کانکرېټ توليدونه او په کار وړنه د هغې د مخلوطي موادو د اجزأو د پاره جنسيت، کوم چې د څېړنې له مخې د نورو ساختماني موادو سره د هغې ترکيب، د هغې د توليد معلومات او همدارنګه د هغې د ترميم او تقويې معلومات ورکړل شوی.
د TUDALIT د تاسيس په نتيجه کې د جنوري په 26 په کال د 2009 د اوسني 24 متحدينو سره د المان د کپړی کانکرېټ مرکز د TUDALIT مارکې سره جنس د کپړی کانکرېټ په نامه پېژندلی او د ترميم او تقويې د پاره کار ورڅخه اخستل کيږي. يو اوله عمومي ساختماني څارنې اجازې غوښتنه د المان د ساختماني تخنيک DIB په انستيتوت کې شوې. د کپړی کانکرېټ په اول قدم کې نظر د هغې سپکوالي ته د هغې زښت زيات د بار وړلو توان ښودل کيږي. علاوه ددې نه دا ځانته شکل ورکړل شوي طبقې او ساختماني برخو د توليد د پاره ډېر اوچت ښودل شوی دی، دا ډول چې ددې تنظيم تغير خوړونکی (قابل د انعطاف) دی او په اوله کې پلاستکي کانکرېټ د ټينګېدنې نه وروسته په هر شکل د خرابېدو څخه ساتل کيدی شي.
د کپړی کانکرېټ سره د کانکرېټي ساختماني برخو تقويه کوونه د حده ډېر د بار وړلو توان په زياتېدو راځي او ډېر جدي د مروج مېتود لکه د شيندونکي کانکرېټ يا په تارونو تقويه شوي مصنوعي موادو ځای نيونکی دی. دا علاوه د ډېر باروړلو څخه شکل بدلونې محدوديت او د درزونو کموالي يوه مثبته نښه ده. اجرأ شوي پروژې د Z. B. دي، کوم چې دا د المان په Schweinfurt اختساسي ښوونځي کې د لکچر د تمرين خونه، د يوې تاريخې ودانۍ بېلري بام او په Zwickau کې د تاريخي ودانۍ ګمځه ده. د کپړی کانکرېټ نه غېر ډا ډول اقدامات به ممکن نه وای.
نوي ساختماني برخو د پاره د کپړی کانکرېټ هم ډېر مناسب دي. لکه څنګه چې مخکې هم ورته اشاره شوې، دا ډول ساختماني ماده د ودانۍ د مخ سپکو تختو د پاره هم مناسبه ده. نورې د استفادې ساحې لکه د پورته انځور په شان سپک پلونه دي. په 2005 کال کې د کپړی کانکرېټ سره جوړ شوی نړيوال پول په Oschatz ايښودل شوی. دی ته زښت ډېرې جايزې ورکړل شوي، چې د هغې جملې څخه خاص Encouragement Awaed د fib (feseration internationale du beton) جايزه ده. د 2007 کال په مني کې د بايسکل او پښو تلونکو د پاره دوهم پول د 17 مترو په اوږودوالي په Kempten کې جوړ شوی، کوم چې د Oschatz پول په خلاف دا د واورې پاکونکي کاډو د تېرېدو توان هم لري. په فعلي وخت کې همدغه د کپړی کانکرېټ څخه نړېواله برخه يي اوږودترين پول دی. په اوس وخت کې اوږودترين د کپړی کانکرېټ څخه پول چې په 2010 کال نومبر کې په Albstadt Lauttingen کې تکميل شوی، 97 متره اوږودوالی لري چې د هرې پايې تر منځ فاصله يې تر 17 مترو پورې ده.
![](http://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2019/01/image-5.png)
د کاربن يا کپړی کانکرېټ ګټې
د کاربن کانکرېټ ډېرې څرګندې ګټې د فولادو څخه کانکرېټ (اهن کانکرېټ) په خلاف دهغې خپل وزن دی او د امکان په صورت کې نري ساختماني برخې جوړول کيږي. دا چې د کاربن سره مجهزېدنه د زنګ په مقابل کې مقاومت لرونکی دی، دا کېدی شي چې دا د سرني سطح ته نږدی ځای په ځای شي، څه چې اساساً دا نري جوړونې او سپک کانکرېټي برخو جوړونه ممکنوي. د کاربن کانکرېټ د زښت ډېر باروړونکي په حېث او د حده ډېر خپل وزن يې کم
ښودل کيږي. کاربن نظر فولادو ته زښت ډېر سپک او شپږ واره د باروړلو توان لري.
د کاربن يا کپړی کانکرېټ نيمګړتيا
د کاربن کانکرېټ يوه نيمګړتيا دا ده، چې ورڅخه د بېرته کار اخستنې (Recycling)په اړه معلومات نه شته. د کاربن کانکرېټ په برخه کې د څېړنې له مخې د هغې نه بېرته کار اخستنه دا ډول ښودل کيږي، چې کاربن او کانکرېټ يو د بل څخه بېل شي، داسې چې دواړه برخې ځان ځان ته بېرته کار ورځنې واخستل شي. کانکرېټ د کانکرېټ په Recycling کې او کاربن د کاربن په Recycling کې، هلته کوم چې د سپورتي شيان، موټرونه، الوتکې (طيارې) او داسې نورو Recycling کيږي.
بله نيمګړتيا په اوس وخت کې ددې نه اتوماتيک کېدل دي.
لکه د نورو ټولو کاربن برخه لرونکو په شان د بېرته کار اخستنې خواصو خرابوالي سره هم دا يو اصلي نيمګړتيا کېدی شي. د فولادو کانکرېټ (اهن کانکرېټ) په ساده ډول د کانکرېټ په پاتې شوني کې او همدا رنګه د فولادو په پاتې شوني کې بېل (جدا) کيږي. د دواړو څخه کېدی شي چې بېرته ډېر ښه کار واخستل شي. د کپړی کانکرېټ د پاره، په خاصه توګه په کاربن کانکرېټ کې دا بل ډول ښکاري. دا چې کاربن د جوړونې (ساختماني) برخې په حېث دا لا نوی دی، نو ددې په برخه کې معلومات ډېر وخت غواړي نظر د فولادو کانکرېټ (اهن کانکرېټ) ته. دا عيناً لکه د يوې نوي وچې په شان منځ ته راځي.
انجينېر اسدالله ملکزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320