د ولسمشر غني څخه د ملاقات غوښتلو په هدف د تحصن خېمه

0 783

د هلمند یوه قومي مشر له ولسمشر غني څخه د ملاقات غوښتلو په هدف د تحصن خېمه درولې ده.

د هلمند ولایت د بړېڅو یوه قومي مشر مطیع الله مطیع له ولسمشر غني څخه د هېواد او په ځانګړې توګه د هلمند پر یو شمېر ملي مسایلو د بحث لپاره د ملاقات غوښتلو په هدف د تحصن خېمه درولې ده.
دغه قومي مشر وایي له دوه میاشتو را په دې خوا له خپلې کورنۍ لرې په کابل کې د ولسمشر د ملاقات لپاره په تمه دی چې لا یې هم غوښتنه نه ده منل شوې. نوموړی وایي له ولسمشر څخه د عدالت غوښتنه کوي او یواځینۍ موخه یې د خپلو حقونو ترلاسه کول دي. هغه زیاته کړه له دوه ورځو راهیسې د نوي ښار پارک ته څېرمه یې په دې یخنۍ کې خېمه درولې ده او د ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې خپل ځان ته یې وغواړي او د خپل ولس د حقونو په تړاو ورسره بحث وکړي.
مطیع وایي تر هغه به یې خېمه ولاړه وي څو چې د هلمند ولایت په تړاو یې غوښتنې نه وي منل شوې او حقه حقوق یې نه وي ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply