غزل/ ذبیح الله احساس

0 1,795

بس شپه د شيطان لور ده وسوسې پيدا کوي
تارونه د جنون د تنيستې پيدا کوي

هېڅ نشته ضرورت د سپيناوي د ژوند مجلس کې
دا ځينې بس خبرو کې کيسې پيدا کوي

زما او د ژوندون تر منځ مې ساه لا ستړې نه ده
لګيا ده نوې نوې اندازې پيدا کوي

ژوند څه دی، لکه ښار دی او پکې دوکانداري ده
څوک وبايلي سيکې او څوک سيکې پيدا کوي

يو څوک ده راته وایي بې له تا به څه ژوندون وي
يو څوک ده راته داسې اندېښنې پیدا کوي

د جدي ۲۹مه، ۱۳۹۷ لمریز- بلخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply