ولسمشر غنی هم د راتلونکی نوماند ولسمشر په توګه نوم لیکنه وکړه

0 601

ولسمشر محمد اشرف غنی په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د خپلو مرستیالانو په ګډون د نوماند په توګه په رسمی ډول نوم لیکنه وکړه.

ښاغلی غنی تر نوم لیکنې وروسته په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ده په مشرۍ ټیم چې د دولت جوړونې ټیم نومېږی درې غړی لری، چې دوه یې مرستیالان او درېم کس به یې هم ځانګړی استازی وی.

هغه زیاته کړه، چې لومړی مرستیال د ملی امنیت پخوانی رییس امرالله صالح، دوهم مرستیال یې سروردانش او په ځانګړی استازی یې هم محمد یوسف غضنفر دی.

نوموړی د امرالله صالح په اړه وویل، چې هغه د امنیت په برخه کې یو مسلکی ځوان او د هېواد ملی او استراتېژکو ګټو ته ژمن کس دی.

دغه راز هغه د خپل دوهم مرستیال په اړه وویل، چې دانش د افغان حکومت د قوانینو د جوړونې په برخه کې یوه ملی پانګه وه او پانګه ده او په دې برخه کې حکومت ته ډېر کار کړی دی.

ولسمشر غنی وویل، چې دی او ټیم به یې د افغانستان د پرمختګ او په ځانګړې توګه د یوې باغزته سولې نه ستړې کېدونې هلې ځلې وکړی، خو په وینا یې دوی سوله له چا په ګدایۍ نه غواړی.

د ولسمشر په وینا افغانستان باید په راتلونکې کې باید داسې یو قوی او ځوان دولت ولری، چې وکولای شی، د هېواد ۴۰ کلن بحرانونه له منځه یوسی او په خبره یې که د ده ټیم په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شی، د دې وړتیا لری، چې روان بحرانونه پای ته ورسوی.

ښاغلی غنی زیاته کړه، چې د افغانستان تر ټولو لوی قوم د افغانستان غریب پاړکی دی او دی او ټیم یې دې ته ژمن دی، چې له افغانستانه به نور د فقر او لوږې ټغر ټولوی.

ولسمشر غنی و ویل، چې د ټاکنو تر سره کېدو پورې به د هېواد د ولسمشر په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوی، او خپله زیاته پاملرنه به یې د حکومت کارونو ته وی، نه ټاکنیز کمپاین ته خو هیله یې څرګنده کړه، چې د ټاکنو کمېسیون وتوانېږی په یوه ورځ کې د ټاکنو پایلې اعلان کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply