غني به منئ!/ محمدروښان ښاد

0 621

د ولسمشر کرزي دوره او د هغې دورې دا نادوده خو به مو په یاد وي چې د زورواکو له وجې به د عادي مامور په ادلون بدلون سره هم غوغا جوړه شوه او  چې ولسمشر کرزی به بهر ته په سفر ولاړ، نو چې بېرته به راتلو تر هغو به مارشال فهیم پرېمانه مقررۍ کړې وې، مګر د ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې مو ولیدل چې ګڼ چارواکي یې په کورونو کېنول او ګڼ نور یې مقرر کړل، مګر هیچا هم د شور او غوغا جوړولو جرئت ونه کړ او نه هم د ده په غیاب کې د ده کوم مرستیال او یا بل مقام په غیر قانوني توګه څوک مقرر کړ.

همدا تازه تازه په کورنیو چارو وزارت کې درې معینان له خپلو دندو لیرې شول او پرځای یې درې تنه نور وګومارل شول، مګر هیچا حتی خپل د اعتراض غږ هم لوړ نه کړ. دلیل یې دادی چې د دولتي پوسټونو پېر او پلور بند شوی دی.

د ولسمشر کرزي په وخت کې د دولتي پوستونو پلورل او اخیستل هم د فساد یو تر ټولو لوی ثبوت وو، ځکه هغه مهال په ټولنه کې دا عام باور موجود وو چې ځانګړي کسان د پیسو په بدل کې خاصو پوستونو ته رسېږي. دا نه یوازې یو شک او تهمت وو، بلکې دا یو واقعیت وو، ان د حوزو تر امرینو پورې به په پیسو مقررېدل. مګر ولسمشر غني کال وړاندې د کابل د ټولو حوزو امرین په یو وار بدل کړل، خو هیچا کوم اعتراض وانه ورېده.

په پیسو د پوسټونو او مقامونو د خرڅلاو بدګڼه دا وه چې ټول تاوو یې ولس ته رسېده، ځکه نوی مقام به معلومدار نااهله و او د پیسو په بدل کې د حوزې مقرر شوي امر به د خلکو د امنیت په ساتلو او د مجرمینو په نیولو کې پاتې راتلو. بله دا چې دا کار په طبیعي ډول د دې لامل کېده چې د دې پوستونو لرونکی جواز پیدا کوي تر څو د دې پوست د بیعې د جبران او خپلې راتلونکې د تضمین لپاره په ډېر پراخ فساد لاس پورې کړي.

د پوسټونو او مقامونو د پېر او پلور د مخنیوي ترڅنګ ولسمشر غني د زورواکانو پر وړاندې هم غوڅ دریځ اختیار کړ. د هغوی لاسونه یې د ولس له مرۍ او ګرېوانونو څخه وېستل. زورواکي یې ونیول او هغوی یې له خپلو وحشتونو را وګرځول. ځینې یې چې لا هم ازاد ګرځي د پخواپه څېر رعب او دهشت نه لري، بلکې هغوی برعکس هره شیبه د وېرې احساس کوي او فکر کوي چې که نن وي او که سبا د عدالت مېز ته به کش شي او د شویو ظلمونو او جنایتونو پوښتنه به ورڅخه وشي.

د زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو په زړونو د وېرې باد لګېدلی دی او تر پخوا اوس ولس د دوی له شر څخه په امان شوی دی، خو لا هم د دوی له اړخه ولس ته پېښ تهدید او خطر په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی، خو لکه ولسمشر غني چې وویل چې نیم غله تښتېدلي او په دویم ځلي ولسمشرکېدو سره به یې پاټې نور غله، مفسدین او زورواکي هم وتښتي او دوی مجبوره دي چې ځانونه اصلاح کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply