پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ همکار مدني فعال پروفیسر عمار نیولی

0 556

پاکستانی حکومت چوپ دی؛
پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ همکار مدني فعال پروفیسر عمار نیولی

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالانو سره د همکارۍ په تور پروفیسر عمار نیولی دی. د یاد غورځنګ غړو ویلي، پنجابي پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال غړي ارمان لوڼي په وژنه د احتجاج کولو له امله د مدني ټولنې فعال پروفیسر عمار نیولی دی. درې ورځې وړاندې د پولیسو لخوا په درج شوې مقدمه کې ویل شوي و چې د پي ټي‌ ایم له ۱۰۰ تر ۱۵۰پورې فعالین د منظور پشتین په وینا راټول شوي وو او د امنیتي ادارو پر ضد یې شعارونه ورکول. پروفیسر عمار چې له کیمبرج څخه یې لوړې زده کړې کړي دي، پولیسو د شپې څلور بجې له خپل کور څخه نیولی دی. منظور پشتین پر خپل ټویټر لیکلي دي، د یو استاد په کور ځکه د شپې څلور بجې خلک ورخیژي چې هغه د پروفیسر ارمان لوڼي د وژنې پر ضد احتجاج کې برخه اخستې وه، دا څنګه انصاف دی. په ټولنیزو رسنیو کې د پي‌ ټي ایم د غړو په نیونه له تیرو څو ورځو راهیسې چټک غبرګونونه روان دي خو حکومت، پوځ او پاکستانۍ میډیا په دې اړه غلي پاتې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply