د پښتون ژغورنې غورځنګ: د عدالت او بشري حقونو لپاره یوه چېغه

لیکواله: لویسه بیانخیله - ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

494

سرچېنه: د سانډې ګارډین ویبپاڼه

نېټه: 2024-03-03

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پې ټې اېم) په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د لسیزو راهېسې د دولت له خوا د تمویل شوي ظلم، جبر، شکنجې او ترهګرې ته د غبرګون په توګه راڅرګند شوي دی.

د پاکستاني پوځ او استخباراتي سازمان اې ایس اې د پراخ شتون سره سره، پې ټې اېم په پوره زړورتیا سره په پښتنو باندې د پراخو ظلمونو او جنایتونو په وړاندې د مبارزې ننګه کړې ده، د مقاومت وړتیا، د پیوستون او عدم تشدد لارې ته د ژمنیتا تاریخ یې په ډاګه کړي دی.

جیوپولیټکي استحصال:

د پښتنو سیمې د دوو لویو قوتونو (جیو پولیټکلي) جګړې په ډګر بدلې شوي دي. د پاکستان پوځ او اې ایس اې د خپلو ستراتیجکو ګټو لپاره د یوې وسېلې په توګه کاروي. پې ټې اېم د پښتنو پر خاوره د کیدونکي استعمار او استثمار څخه پرده پورته کړي ده، پې ټې اېم یو تاریخ په ډاګه کوي، چې د دولت له خوا تمویل کیدونکي ټروریستي فعالیتونو، غیر قضايي وژنو، او د جیو پولیټک ګټو ترلاسه کولو په موخه په توکمېزه تحرکاتو کې لاسوهنې په نښه کوي.

د پې ټې اېم لپاره نړیوال ملاتړ:

د سخت زور او جبر کارولو سربیره پې ټې اېم پر نړیوال کچ د پاموړ ملاتړ ترلاسه کړي دی. په ځانګړي توګه د پښتنو او بلوڅو لږکیو له لورې کوم چې د پاکستان د دولتي ترهګرۍ ظلمونو اغېزې له نږدۍ تجربه کړي یا لمس کړي دي.

د پې ټې اېم سوله ییزو لاریونونو او د ټولنیزو رسنیو کمپاینونو د پاکستاني ډیپلوماتانو له خوا روایتي پروپاګنډې یې تر پوښتنې لاندې راوستي او ننګولي دي. پې ټې اېم د پاکستاني دولت اصلې څیره یې بربنډه کړي، داسي ادعا کیږي، چې د ټاکل شویو سیاسي مشرانو پر ځای د پوځي جنرالانو له لوري اداره کیږي.

ننګونکی دروغجن روایتونه:

د پې ټې اېم نړیوال تحریک څخه مخکې اکٍثراً پښتانه د مذهبې افراطیانو او ترهګرو په توګه په غلط توګه معرفي کیدل. خو پې ټې اېم په پرله پسې توګه د دغو درواغجنو روایتونو مقابله کړي ده، څو د پښتنو مبارزو، ویاړلي کولتور، تاریخ او تعلیم، برابرۍ او سولې لپاره د روانې مبارزې یو مستند انځور وړاندې کړي.

غورځنګ د مذهبې سختدریځي په ردولو او په سیاسي ارمانونو یا نظریاتو باندې ټېنګار کوي، دا د هغې انځور سره په تضاد واقع کیږي، کوم چې د پاکستاني سیاستوالو او پوځ له لورې وړاندې کیږي.

د بشري حقونو سرغړونې او د مجازاتو څخه معافیت:

په پاکستان کې پښتانه له دولتي تروریزم، د بشري حقونو د سرغړونو او له اقتصادي پلوه له محرومیت سره مخامخ دي. پې ټې اېم د پښتنو ناوړه بد حالت د دوېمې درجې اتباعو په توګه په ګوته کوي، چې د سیاسي حقونو نشتوالی او پر خپلو طبیعي زېرمو باندې کنټرول نه لري.

دا غورځنګ د مجازاتو څخه مصونیت یا معافیت ننګوي، چې د کومو کسانو له لوري د جبری تري تم کیدو، اختطافونو، شکنجو او وژنو کې لاس لري او مسوول دي. همداراز د ٬٬ ترهګري ضد جګړې ٬٬ تر نامه لاندې د جرمونو په پټولو کې د حکومت رول ته پام اړولي دی.

نړیوال غبرګون او ننګونې:

په داسي حال کې چې پې ټې اېم نړیوال پام یې ځانته رااړولي دی، غورځنګ د رسنیو خاموشي یا بندیزونو په شمول، د خپلسرو نیونو او غیر قانوني توقیفونو له ننګونو سره مخامخ دی. د غورځنګ منظم سوله ییز ډیسپلین با وجوده، دا غورځنګ د نړیوالو رسنیو او سیاسي مشرانو څخه لږ ملاتړ ترلاسه کوي. پې ټې اېم د دواړو دولتي او غیر دولتي لوبغاړو لخوا د خورا فشارونو، کریکډونونو او ګواښونو لاندې خپلې سپیڅلې مبارزې ته دوام ورکوي، ځکه چې دا غورځنګ د پاکستان د دولت لخوا تمویل شوي ترهګریزه فعالیتونه ننګوي.

د نړیوال ملاتړ غوښتنه:

په پاکستان کې د پښتنو د نارضایتې یا شکایتونو د حلولو لپاره د پې ټې اېم د مثبت پرمختګ نشتوالی د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو یا ځواکونو د ناکافي پاملرنې له امله دی.

دغه غورځنګ له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له لویدیځې نړۍ څخه غوښتنې لري، چې پر پاکستان باندې فشار راوړي، څو د پښتنو پر وړاندې د جنګي جنایتونو او بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کیښودل شي.

پې ټې اېم ټینګار کوي، چې په جیوپولیټکلي ګټو باندې د نړۍ تمرکز نباید د عدالت، بشري حقونو او د افراطیت او تروریزم د پای ته رسولو اړتیا له پامه ونه غورځول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د دولتي جبر پر وړاندې د مقاومت او عزم سېمبول په توګه په میدان کې ولاړ دی.

د عدالت، بشري حقونو او جیوپولیټیکل استحصال یا استعمار د ختمولو لپاره د پې ټې اېم غږ له پولو ور ها خوا اوریدل کیږي او له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنې لري، چې د پښتنو مصیبت ته دې پام وکړئ. لکه څنګه چې غورځنګ خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي، دا ټېنګار هم کوي، چې د نړۍ غبرګون باید د جیوپولیټکي ګټو پر ځای بشري حقونو ته د ژمنیتا له مخې رهبري شي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.