منظور پښتون او مزاحمتي مبارزه

لیک: زهیر باچا

297
د جاببر او فاشسټ ریاست د زورګیرۍ په مقابل کي د پښتون ژغورني غورځنګ مبارزینو سینې سپر کړي او په سولیز مزاحمت يې دښمن ته اخلاقي او سیاسي ماته ورکړې ده۔۔۔۔
د فاشسټ استعماري پوځ د پښتنو د معدنیاتو لوټلو او د زرخیزو مځکو د قبضه کولو برسېره په پښتونخوا وطن کي پښتانه په شعوري توګه د روزګاره بې برخي کوي او د اقتصادي پلوه د پښتنو قتل عام روان کړی دی۔۔۔۔
څلور میاشتي کیږي د فاشسټ ریاست د جبري پاسپورټ خلاف په چمن کي پرلټ روان دی۔۔۔
دې پرلټ ته هر سهار بې شمېر سپين ژیري، ځوانان او ماشومان په دې امید او هیله راځي او ماښام بیرته ځي چي نغری او دیګدان يې د دې پرلټ د بریا سره تړلی دی۔۔۔۔
نور خو نور اوس د چمن د پرلټ سره د غلام خان باډر، انګور اډه او نورو باډرونو قسمتونه وتړل سول۔۔۔
په دې غمجنو او ستړو حالاتو کي د پي۔ټي۔ایم۔ مشر منظور احمد پښتون او ملګري يې ځانونه چمن ته رسوي۔۔۔
مشر منظور پښتون د سخت کړاوجن او ځورونکي سفر باوجود چمن پرلټ ته ځان ورسولو او ترڅو شپو هم هلته په چمن کي پاته سو۔۔۔
د جاببر او فاشسټ ریاست د ظلم او استبداد څخه مظلوم بلوڅان هم په امان نه دي۔۔۔۔
پر 4 نومبر ( 2023) مشر منظور پښتون د کوټي څخه د یوې قافلې سره تربت ته روانېدو چي د مظلومو بلوڅانو په پرلټ کي ګډون وکړي او د شهیدانو د کورنۍ سره خواخوږي اظهار کړي ۔۔۔۔
بلوڅو وروڼو او خویندو ته دا اطمنیان ورکړي چي زموږ دښمن یو دی او د بلوڅ، پښتون یوالی د دښمن ماته ده۔۔۔
فاشسټ ریاست چي په شر او فساد کي د خپل استعماري وجود بقا ویني په ډېر ځناورتوب او وحشانه ډول د مشر منظور پښتون پر موټر ګولۍ وچلولې او وروسته يې منظور احمد پښتون په غېرآٸبني او غېر قانوني توګه ونیوی په ناخوبي او ستړیا يې تر ډېره اسماعیل خان تر زندانه ورسوی۔۔۔۔
اسلام اباد پولیسو په اډياله جیل کي د انګرېز د تور قانون 3MPO له رویه بندي کړو او د اډياله جیل څخه تر ضمانت وروسته هم د اډياله جیل د  د دروازې څخه د جهلم پولیسو او استخباراتي کارمندانو وتښتولو په غېر قانوني توګه يې د جهلم په جیل کي د انګرېز د قانون 3MPO له رویه دولس ورځي بندي کړو۔۔۔
د چکوال د زندان څخه يې منظور پښتون په داسي وخت خوشي کړی وو چي د پي۔ټي۔ایم۔ هیڅ یو مسول کس هم خبر نه و منظور پښتون چي د زندان تر دروازه راووتو د اټک پولیسو وتښتولو د زمانې بدنام اټک کلا زندان کې تر اوسه بندي ساتلی دی۔۔۔
د اټک کلا په زندان کي ورباندي د زور زیاتي او تشدد خبرونه باوري رسنیو خپاره کړي دي او خپله د منظور پښتون په یو لیک کي داسي ویل شوي دي چي د اټک کلا په زندان کي تشدد ورسره روان دی۔۔۔۔
زما جانان دي دورې بند کړی
تر ځنګانه سې د اټک روده ظالمه
د فاشسټ ریاست د ریاستي زورګیرو دا خام خیالي ده چي د پي۔ ټي۔ ایم۔ د غړو خلاف په روانه عصابي جګړه کي به بری تر لاسه کړي۔۔۔۔
د پي۔ ټي۔ ایم۔ د غړو لویه وسله مضبوط عصاب دي او د مزاحمتي تحریک قوت په انقلابي مبارزه بدلول د دانشمند رهبر اصول وي او دا اصول د پي۔ټي۔ایم۔ غړو د خپل مشر منظور پښتون زده کړي دي۔۔۔۔

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.