د پخواني خانزاده ولسمشر کرزی د پام وړ :

0 652

د پخواني خانزاده ولسمشر د پام وړ :

کرزی مدبرانه سياست څه ته وايی؟

که روسيې، چين وايران ته سفرونه مدبرانه سياست وي، نو تاسې خو تر هر چا لومړی خپل سر له ګرېوانه ايستلی وو، ولې د اوباما له پامه بد شوئ؟

د کابل واسلام اباد هوا دې شل ځلې ګزوګام کړه. سليم ساپي ته دې څه ويلي وو؟ که دې مدبرانه سياست لرلای، نو جوبايډن به په ارګ کې نه رټلې، نو طالب به څه وسياست به يې څه وي؟ تر قطر چا ورورسول؟ له امريکا سره سوله کوي، خو له خپل مسلمان ولس سره نه، حال دا چې سوله له کورنۍ، په ټولنه کې او له بهرنۍ نړۍ سره تعريف شوې، خو طالب قرآن ته شا کړې او خپل لالچ پر سر اخېستی

نوټ په ځينو مسايلو کې سيده يا ناسيده خانزاده مشر ته نه يوازې د پړې ګوته، بلکې د يو طراح ګوته نيول نيول کيږي. د ښاغلي خليلزاد همدغه کړنې تر شا يوه لويه لوبه روانه وه، خو ښه شوه چې سرته ونه رسېده. له بده شامته نوموړي د يو مسلکي ديپلومات په توګه سم چلند ونه کړ او ځان يې د طالب او د طالب تر شا د نورو لپاره په ملي ونړيوال سټېج بلهاري او بوږنوونکی سياسي انتحار وکړ.

سيد حسين پاچا

کرزی مدبرانه سياست څه ته وايی؟

د زرداري وبېنظيرې پښې ولاسونه مچول که څنګه؟

تورکوني مشرف ته ژړل چې شترمرغ يې کړې؟

پوتين وشيجينګ ته له خولې کارغان الوځول؟

که داسې وه، نو بيا ولې برتانيا ته په دې هيله راتلې چې له اوباما سره دې شړېدلی اعتبار بيرته ورغوي، خو دا کار ولې ونه شو؟

[[کرزی : د ټاکنو پروسه د خارجيانو تر سيوري لاندې ده او په افغانستان کې ازادې او خپلواکې ټاکنې په اوسنيو شرايطو کې ممکن نه دي.

نوموړي روسيې، ايران او چين ته د طالبانو وروستي سفرونه د دوی د مدبرانه سياست برخه ګڼلې او وايی، امريکا د ملي وحدت حکومت مشرانو ته د سولې د هوکړې په ورښکاره کولو مګر نه ورسپارلو ثابته کړه چې دوی د يو دولت په حيث نه پېژني.]]

ښاغلی خانزاده ولسمشره،

زه دېته سوچ وړی يم چې تاسې د محصلۍ په وخت کې چې مو په هند کې زده کړې کولې او سياست مو لوستی. که له خدای ورسوله شرم نه درځي لږ خو د پوهنتون هغه منزلت ومقام ته درناوی وکړه چې د نړيوالو قوتونو په شتون کې تاسې د هېواد د حکومت وسياست بنسټ ډبره څنګه کېښووله؟

تاسې وخدای ورسول او خپل ضمير وجدان دې چې له حکومت سره څوک داسې چلند کوي لکه تا چې وکړ؟ دا خو حکومت وو، خو تاسې حکومت او سيستم د کلي د ملکۍ په تول هم ونه تلل.

ښاغلی خانزاده مشره،

که دې پر ياد وي تاسې چې له سليم ساپي سره مرکه وکړه او په هغه مرکه کې مو د بل لپاره ټټر ووهه، نو ستا له همغه ټټر وهنې همغه چا داسې ناوړه ګټه پورته کړه او تاسې يې ورته خام او بې اعتباره ثابت کړئ. ان تر دې چې امريکا ته يې هغه ويلي وو :

کرزی خو ستاسې خپل سړی دی او واک ته مو رسولی، خو همدا هغه دی چې ستاسې مخالف دی او ستاسې ګټې ننګوي چې ستاسې پر وړاندې يې هغه دی زموږ ننګه وکړه او موږ پر حقه يو، نو تاسې ولې په هر څه کې موږ ملامتوئ؟

تاسې ورب العالمين چې دا طالبان چې همدې پاکستان د امريکا لپاره د خره په لکۍ سپاره کړل چې مېجر په زغرده وايي :

موږ د امريکا لپاره ډېر خدمت کړی دی. د طالبانو نظام مو ورته ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو لاس تړلي ورکړل او ملا ضعيف مو ورته بېعزته کړ. يا مشرف چې د طالبانو په له منځه وړلو کې :

سب سی پهلی پاکستان هی

طالبان مو ځکه لېرې کړل چې د هغوی کړنې زموږ او زموږ د دوستانو له ګټو سره په ټکر کې وې او نن يې بيا امريکا ته لرولر کوی.

لومړی ملامتيا :

فأتياه فقولا إنا رسولا ربك فأرسل معنا بني إسرائيل ولا تعذبهم قد جئناك بآية من ربك والسلام على من اتبع الهدى [طه : ۴۷]

عن ابن عباس أنه قال : مكثا على بابه حينا لا يؤذن لهما ، ثم أذن لهما بعد حجاب شديد

إبن عباس وايی چې دوی دواړه (موسی وهارون عليهما السلام) د فرعون په دروازه کې په انتظار ولاړ ول او فرعون اجازه نه ورکوله، ويې پوښتل چې څه ته راغلي؟ نو موسی وهارون عليهما السلام ساتونکي (ياور) ته وايی :

ورته ووايه موږ د دې لپاره دلته تاته راغلي يو چې ته له موږ سره يو څوک ((هيئت)) تفتيش وڅارونکی ولېږه چې هلته زموږ پر قوم پر بني اسرائيلو زياتی روان دی او ظلم ورسره کيږي چې دا مظالم پر خپلو سترګوو ويني او مه يې ربړوه! موږ تا ته ستا د رب له لورې پر يوه ښکاره غوښتنه (demand) راغلي او سلامتيا پر هغه چا چې څوک پر سمه لار ځي.

لومړی ملامتيا (پړه) دې دا ده چې د حق لپاره په نره ونه درېدې او نه دې د حق اواز پورته کړ، بلکې سرچپه چوپ پاتې شوې او د حق پيمالولو لپاره دې غږ پورته نه کړ، بلکې غله مله او زورواکان دې لا پسې وهڅول او ودې ويل ((هر څه چې کوئ – کوئ يې، خو بهر ته يې مه وړئ)). حال دا چې پانګه ټوله له هېواده بهر شوه.

نن دلته په انګليستان پاکستاني علما همدا ايات دليل نيسي چې موږ بايد د هند پر وړاندې بېتفاوته پاتې نه شو او سخت پروپاګند کوي چې هند ډېر سخت ظلم رااخېستی دی، نو ما همدا نن زموږ يو پښتون ته چې د عمرانخان ملاتړی دی ورته وويل چې داسې ده، نو دا موږ هم خلک لرو، ولې تاسې او علما مو دې حکومت ته نه وايی چې ولې له موږ افغانانو او لرو پښتنو بد کوي؟ دا طالب چا رامينځته کړی؟ ان تر دې يې راته وويل چې اوس خو پاکستان کې طالبان نشته. طالبان ټول له پاکستانه کشمير ته تللي دي. ولې لاړل او چا ولېږل؟ ښکاره يې وويل پوځيانو او څارګرې ادارې لېږلي دي. شهباز شريف او نور سياستوالو ته ګوره چې څومره کرکه او کينه له موږ سره لري، خو بيا هم طالبان يې هلته احتمالي جنګ لومړۍ کرښې ته استولي او دلته په افغانستان او لره پښتونخوا کې مو په ارام هم نه پرېږدي.

له بده شامته د سردار محمد داوود خان له شهادت وروسته تر پرونه ستا تر دورې پورې بيا په افغان ملت په جهادي اړخ کې داسې د مترې او د خبرې څوک پيدا شو چې د خپل مظلوميت اواز د ظالم په مقابل کې پورته کړي. په دې بل کمونيستي اړخ کې چې بيا نجيب راپيدا شو، له هغه سره بيا موږ جوړ رانغلو. نن يې د سر په سترګو ګورو چې خبره د نجيب پر مرګ خلاصه نه شوه او لا دا کړاو همداسې روان دی.

موږ جهاديان خو هغه نه پوهېدو چې ولې پاکستان د نجيب لېرې کول غواړي دا ځکه چې د هغه په لېرې کولو سره د افغانستان نظام وسيستم ونړوي او دا کار يې د څو تنو بې لکيو خرو جهاديانو پر لاس وکړ چې ځينو بېعقله او ځينې يې بيا د تعصب په مرض مبتلا ول او بيا يې لا د افغانستان د اردو او د افغانستان د ورانولو تيوريسن بلل کيږي چې رب العالمين دې يې د دوزخ لړمونی کړي ترې هيله کړې وه چې موږ ته اردو له سره جوړه کړي. له داسې يو دښمنه د اردو د تشکيلاتو په باره کې مرسته غوښتلې وه چې د افغانستان ورانول او افغانوژنه يې د ژوند يوازېنۍ هيله وه. بل سترګور بيا په سروبي بستره اچولې وه او د افغانستان د ورانولو خوند يې اخېست.

دا ستا څنګه مدبرانه سياست وو چې په لومړي کال دې پوتين ځينې داسې محرمې خبرې وکړې چې پوتين هم په اسانه نه برابرولې او بيا دې بل کال بيا د شنګهای په غونډه کې وکړې. دې خبرو ته تا ته او افغانستان ته څه ګټه وکړه؟ نن ضمير کابلوف ګوره چې زموږ د افغانستان پر ځای څومره پاکستان وطالبانو ته نژدې او په تماس کې دی.

تاسې له خو له ځانه هم وپوښتئ چې دې کار تاسې ته څه ګټه وکړه؟ نو چې تاسې ته يې تراوسه ګټه نه وي کړي پرته له تاوانه، نو طالب ته به يې څه وکړي؟

شيرمحمد عباس ستانکزی دومره زورور دی چې د چا خوري وڅښي، خو ګواښنې چا ته له کومه ځايه کوي؟ د کابلوف په څنګ کې او امريکا ته ګوتڅنډنه کوي. ايا دا مدبرانه سياست دی چې دروازه په دروازه ګرځي او ګواښنې کوي؟

ايران هم د تېلو پر چاڼځايونو له سعودي سره په نوي جنجال کې ښکېل دی او طالب ايران ته ځي او هلته د ايران د ګټو ژمنه کوي، نو دا خپلې ګټې ورته ګټې نه ښکاري که څنګه؟

زموږ ساده توب په دې کې دی چې موږ او نور سره لا ډېر توپير لرو. د بېلګې په توګه زرداري ايران ته ولاړ او هلته يې له تهرانه غږ وکړ چې ((د ايران دښمن زموږ دښمن دی)). يوسف رضا ګيلاني چين ته ولاړ او هلته يې له بېجنګه غږ وکړ چې ((د چين دښمن زموږ دښمن دی))، خو زموږ خبره بيا چا ونه شوه زغملی. همداسې برژنيف د داوود خان خبره ونه زغمله او سملاسي يې خلک د هغه پر ضد کودتا ته وهڅول. دا ستاسې لپاره لږ نه، بلکې ډېر ساده توب وو چې بل ته مو ځان د امريکا پر وړاندې دښمن او ناژمن ثابت کړ.

دويمه ملامتيا :

قال اجعلني علی خزائن الأرض إني حفيظ عليم [يوسف : ۵۵]

دويم د فساد مخه دې ونه نيوله، بلکې لا وده دې ورکړه او دا دې له اسلامي ارزښتونو نه ښکاره سرغړونه ده چې کار دې مستحق (اهل) ته ورنه کړ، بلکې د حکومت واګې دې داسې يوې سرسختې متعصبې ډلې ته ورکړ چې ټول دولتي امتيازات يې هم اخېستل او بيرته د دولت پر ضد هم ول او لا تر ننه د حکومت پر ضد هم دي او حکومت ته هر وخت ګواښنې او ګوتڅنډنې کوي.

درېيمه ملامتيا :

ستا به ښه پر يا وي پروېز مشرف چې کابل ته راغلی وو او په پارلمان يا ولسي جرګه کې يې ستا په مخکې وويل :

زه يو نظامي (پوځي) سړی يم دومره په سياست نه پوهېږم، خو ….

هغه تورکوني مشرف له تا او طالب سره څه وکړل؟

که يې سپينه او په زغرده درته ووايم چې :

په تا کې انسانيت نشته، نو په طالب کې به دې کله پيدا شي؟

څلورمه ملامتيا :

که تاسې ځان پېژندلی او يا دې پېژندلی وای، نو ولې به يوسف رضا ګيلاني له کياني سره اوږد يوولس ماده ييز غوښتليک تاسې ته د يو آمر په توګه کابل ته نه راوړ. تا خو هغه مشروط غوښتنليک هم تر اوسه پټ ساتلی وو چې دا دی اوس امرالله صالح ترې د ((امن کنفرانس)) کې پرده پورته کړه.

[[ښاغلي صالح وويل، په پاکستان کي د اسامه بن لادين د وژلو وروسته، دغه هيواد افغان حکومت ته وړانديز وکړ چي د څو شرطونو په مقابل کي تيار دی چي په شپږو مياشتو کي طالبان ختم کړي او په افغانستان کي سوله راولي.

نوموړي زياته کړه، چي :

  • لومړی شرط د ډيورنډ کرښي منل وو،
  • همداراز پاکستان ويل، چي په کندهار، هرات او ننګرهار کي به د هند کونسلګري تړل کېږي،
  • د افغان پوځ دريمه برخه به په پاکستان کي روزل کېږي،
  • د افغانستان او پاکستان استخبارات به يو کېږي،
  • افغان حکومت به په بشپړه توګه د غربي نړۍ سره اړيکي پرې کوي او پر ځای به ئې د پاکستان او چين سره ستراتيژک تړون کوي،
  • د هند او افغانستان سوداګريزي او سياسي اړيکي به پرې کېږي،
  • افغانستان به منځنۍ اسيا ته تلونکې لار د پاکستان پر مخ بشپړه خلاصوي،
  • او بل شرط داوو چي په افغانستان کي طبيعي زيرمو د قرارداد حق بايد يواځي چين او پاکستان ولري.

ښاغلي صالح زياته کړه، که چيري دغه شرائط افغان حکومت ومني، همدا نن به سوله راسي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چي افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږي ته ور اچول کېږي .]]

تاسې خو د دې جرئت هم نه لرلو چې په دې تړاو مو خپله خوله خلاصه کړی وای؟

پاملرنه :

يوه نسبي پرتله

تاسې يو مکتبي پووهنتونيز زده کړيال ياست او هغه هم د هند غوندې يو هېواد کې، خو طالب بيا نالوستی د مدرسې له چاپېرياله راوتلی، نو چا ستا دا حال وي چې هم د اسلامي ارزښتونو د بې اعتنايۍ ستونزې لرئ او هم سياسي، نو د طالب به دې څه حال وي؟

تاسې وخپل ضمير چې دا پوهنتون تاسې د څه لپاره لوستی؟

ايا له حکومت سره دغسې چلند يو موزون کار وو لکه تا چې وکړ؟

تاسې لا نه شرمېږئ چې د چا له لاسه دې ورور ووژل شو او تاسې لا بيا هم ورته وروڼه وايې، نو دې وروڼو ته خو هم لږ سوچ په کار دی چې موږ څه وکړل او دا سړی له موږ سره څه کوي؟

دا بايد ومنو چې موږ مجاهدين ډېر نااهله او بېکاره خلک ثابت شو چې حکومت مو ړنګ کړ، خو بيرته مو جوړ نه شو کړای، خو چې اوس يې غني بيرته جوړوي، نو تر ښاغلي خليلزاده پورې په دسيسو کې ډوب يو، نو هغه خدای ورسول وکتاب الله وسنة رسول الله صلی الله عليه وسلم خو پرېږده چې په موږ کې هغه اخلاقي متره هم مړه ده.

يو بېړنی تحليل :

استاد شهسوار سنګروال :

دپاکستاني چارواکودمعاملې پربنسټ ،امريکا په افغانستان مرګوني بمونه غورځول،ولې دکشميريوه مشرچې قيوم خان ((سردار عبدالقيوم خان)) نومېده جنرال مشرف ته ووېل،چې امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو…افسوس، چې موږ دقيوم خان په څېر مشرانو ته کشمير ګټو !؟

هماغه خر طالب نن د پنجاب لپاره په کشمير کې ځان وژني، خو ستا ورور دی او خبرې ته غوږ نه ږدي. دا ځکه چې تاسې سم نه ياست. که تاسې سم واست مجال دی چې ګيلاني دې تا ته کابل ته ليک راوړی وی، خو موږ مجاهدين واقعًا چې له ايمانه خلاص خلک يو. ايمان خو لا څه کوې چې ان هغه پښتو مو هم وشرموله او لا زياتي يې کړنو مدبرانه سياست وايو، نو تاسې ورب العالمين دې چې تاسې خو لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې دا تاسې سياستوالو څه شروع کړي دي؟

هغه د مشرف مېز خو دې ياديږي چې ستا و د امرالله صالح مخکې يې ترې درز جګ کړ او تاسې بيا هم د هغه لاسپوڅي خپل وروڼه بولې، نو تاسې وخپل ضمير و وجدان او قضاوت مو چې د جګړې تاوان ولس ورکوي او چڼې به عباس ستانکزی د پنجاب لپاره وهي.

موږ خو يو نر ملا او نه يې سياستوال ولېده چې ملا عبدالسلام ضعيف د بېعزتۍ او ورسره تر سره شوي ظلم او تيري پر وړاندې حکومت ته څه ويلي وي او يا د ملا عبدالغني برادر د  خلاصون لپاره يې حکومت ته ويلي وي او داسې نور يې هم درواخله، خو د کشمير لپاره راته د موسی وهارون عليهما السلام مېړانه رامخته کوي او په کشمير کې مو د سردار عبدالقيوم خان لپاره وژني.

په درنښت

سيد حسين پاچا

کرزی: طالبان امريکا سره په معامله د افغانستان واک نشي ترلاسه کولی

http://www.taand.com/archives/135067

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply