د مطلبي خلکو ۷ نخښې / ژباړه : هدايت فريد

0 1,301
هغه خلک چې تل يې د ځان په اړه فکر وي، يوازې د خپلې ګټې لپاره فکر کوي. له خپل تاوان پرته د نورو تاوان ورته بيخي په نظر نه راځي، مطلبي خلک باله شي.

د مطلبي خلکو په اړه بحث دومره لنډ نه دى څنګه چې له سرليکه مالومېږي. په دې اړه پوهانو په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې څېړنې او ګروېږنې کړې دي. زه دغه لنډه ژباړه دلته ستاسو مخې ته ږدم.

۱ – دا خلک غواړي چې ځانونه مظلوم وښيي، دوى پوره هڅه کوي چې تاسو ته ځان داسې معرفي کړي چې ګواکې ډېر بد ورسره شوي دي. هر څوک د دوى خلاف دى، په ژوند کې يې خفګان مېلمه دى. ولې په حقيقت کې داسې نه وي. يوازې چې خپل کار او موخه ترلاسه کړي، دوى له دې چارې څخه استفاده کوي.
۲ ـ دا خلک ستاسو داسې ستاينې کوي، چې ګواکې په دې نړۍ کې تر تاسو بل ښه، څوک نه شته. په ساده ټکو کې دوى درباندې صابون مږي. ستا ستاينه کوي او له تاسو څخه يو معتبر شخص جوړوي تر څو خپل کار يې ترسره شي.
۳ – که چېرته دا خلک ستاسو څخه په رتبه کې لوړ وي. يا هم ډېر شتمن وي، داسې کار چې له تاسو پرته يې بل څوک نه شي کولى، دوى تاسو ته روپۍ درکوي، په همدې چل مو راګير کوي، مګر تاسو ته د خپل زحمت عوض هېڅکله نه درکوي.

۴ – دا خلک ستاسو عزت نه کوي، دوى د هغه څه/کار عزت کوي چې تاسو يې د دوى لپاره ترسره کوئ، که چېرته تاسو د دوى کوم کار ترسره نه کړئ، تاسو ته بدې ـ ردې ويل پيلوي. همداراز، دوى په همدې بڼه تاسو تر خپل کنټرول لاندې راولي. درته وايي چې تاسو ما سره يو ځاى، دا کار په ګډه وکړئ، نو تاسو ته به ډېره ګټه ورسېږي. ولې په حقيقت کې ستا وخت ضايع کېږي او د دوى مقصد ترلاسه کېږي.

۵ – دوى په هره خبره کې د خپل مطلب خبره کوي، په هرې موضوع چې بحث داير شي، دوى خبره اړوي را اړوي مګر بيا هم، هغه خبره خوښوي/کوي چې د دوى په اذهانو کې چلېږي.
چې پوى شوې چې ستا خبرې ته يې ارزښت ور نه کړ، هماغه څه چې پورته ورڅخه يادونه وشوه، ورته څه وشول، نو مطلبي شخص يې وبولئ.

۶- هر کله چې تاسو د دوى کار ترسره کړئ، نو ستاسو د درناوي هغه ارزښت چې مخکې له کار څخه يې تاسو ته درکاوه، ټيټېږي. يعنې له کار وروسته ستاسو ارزښت ورته ټيټېږي.

۷- دا خلک په خپل ژوند کې سست او لټ وي، له محنت او زحمت څخه تېښته کوي، له همدې کبله د دوى پوره هڅه دا وي، چې کوم څوک د دوى کار ترسره کړي او دوى دې هېڅ هم ونه کړي. دوى خپله سستي او لټي پټوي. انګېري داسې چې له دوى څخه بوخت څوک نشته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply