په وردګو ولایت کې د طالبانو بې ناموسي او د امریکايي جاسوسانو کرغیړنې کړنې

0 902

عبدالمجید مبارز  

اتلس کاله کیږي چې په وطن کې وحشت روان دی. د وردګو ولایت خلک علم دوسته خلک وو. په دوی خپل عزت او حیثیت ډیر ګران وو، هر ډول زحمت ته یې لاس اچوه او زحمت یې ایستلو ترڅو چاته مجبوره نشي او خپل عزت وساتي. لکه خپل عزت او حیثیت چې پرې ګران وو، د بل د عزت او حیثیت به یې هم ډیر خیال ساته، لنډغرو او اوباشو پدې خلکو کې ځای نه درلود. کله چې په ۲۰۰۱ کې امریکایانو په افغانستان کې حمله وکړه یوه ډله بې حیثیته خلکو ته چې د هغه نه مخکې یې د پردیو حلقې په غاړه کې اچولې وي، موقع په لاس ورغله چې د دې درانه قوم برخلیک په لاس کې واخلي او ناروا لوبه ورسره وکړي.

دلته مشت نمونه خروار د دې جنایتکارانو یوه ناوړه قیصه لیکم چې په څه ډول یې د غریبو او بیچاره خلکو په برخلیک لوبې وکړې. د کرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې جرمنیانو غوښتل د سلطان بند ورغوي، قرارداد یې یو شرکت وګاټه او کار یې پرې شروع کړ. کله چې زید حیدري پرې خبر شو نو هڅه یې شروع کړه چې دا قرارداد د خپل شرکت لپاره واخلي. کله چې چا قرارداد ورنکړ نو د ملا نظام سره یې لاس یو کړ. کله چې د بند لومړۍ سروې شروع کېده، د سروې لپاره یې یو جرمنی راغلی وو، هغه یې پرې وتښتاوه. وروسته چې څه وشول ډیر معلومات ترې نلرم. زید د قادر او رحیم وردګ په مرسته په جغتو کې چاپې واچولې د عزت خلک یې بې عزته کړل. حتی هغه ملا نظام یې هم امریکایانو ته په نښه کړ او پرې ویې واژه.

د ملا نظام کونډه میرمن پاتې شوه، د هغه نه وروسته به د ملا نظام ملګرو هر وخت د دې کونډې کره تګ راتګ کاوه، بالاخره د طالبانو دریو قوماندانانو د دې کونډې سره جنسې اړیکې جوړې کړې وي، حتی ویل کیږي چې شپاړلسو طالبانو ورسره جنسي اړیکې درلودلې. کونډې حمل اخیستی وو، کله چې خبره رسوا شوه، د طالبانو درې سره قوماندانانو کونډه په یو او بل باندې تاوانوله چې آخر یې د دریو نه په یوه مولوي باندې تاوان کړه. طالبان ډیری د دغه ډول بې ناموسه کورنیو څخه دي او دا ډول پیښې پکې ډیرې عامې دي.

سړی هله ډیر ناکراره کیږي کله چې د کابل غزني په لویه لار د جګړو او وژنو قیصي يې ذهن ته راځي چې رحیم وردګ د خپلې امنیتي کمپنۍ د ناروا ګټو لپاره په لار اچولې وي. د همدې جاسوسانو په لاسونو په لسګونه بهترین کدرونه د مرګ کومي ته واچول شول او په وطن کې یې وحشت خپور کړ. زه د دې ناولو د تریاکو او هیروینو د تجارت په اړه هم لږ او ډیر خبر یم. دغه خلکو په وردګو کې چاپې اچولې، خو تاسي به وایئ ښه یې کړي دي خو طالبان به یې مردار کړي وي. زه وایم چې دریغا داسي څوک یې وژلي وای چې زړه مو پرې یخ شوی وای، خو داسي خلک یې ووژل چې په هغه کې به لږ د انسانیت ذره وه، نور خو طالبان ټول ځناور دي. وروسته دغه جاسوسانو په طالبانو کې هم لاس پیدا کړ هر یو د دغه جاسوسانو په طالبانو کې قوماندانان لري چې هره ورځ جنایتونه کوي. د دې خلکو په سلګونو جنایتونه شته چې د خپل قوم او خلکو په وړاندې یې ترسره کړي. خدای دې خلکو ته همت ورکړي چې یوه ورځ د خپلو حقونو پوښتنه وکړي او تر ستوني یې ونیسي.

دوی ځانونه د قوم سرداران بولي، تل یې د وردګو په نوم سیاسي تجارت کړی دی. زما د اساسي قانون د لویې جرګې څخه په یاد دي چې زیدالله حیدری يې هغه کس اعلان کړ چې د خلکو ډیرې رايې یې درلودې؛ په داسي حال کې چې زید حیدري په وردګو کې هیچا نه پیژندلو. زید حیدري د امریکا نه راغلی وو، وروسته یې بیا امریکا ته خوش خدمتي شروع کړه او زیات مثالونه یې شته دي. د دې لپاره چې په قوم کې لاس وغځوي، د ځینو مردار خورو مشرانو او قومندانانو سره یې شبکې رامنځته کړې چې په قوم کې یې د بې اتفاقیو تخم وشینده. دوی هڅه کوله پدې ډول د دې خلکو نه د خپلو شومو موخو لپاره او امریکایانو ته د جاسوسوي لپاره کار وکړي. دوی حتی طالبان هم په خیلونو او قومونو ویشلي وو ترڅو استفاده ترې وکړي. ځیني به چې دوی ته په خیل کې نژدي وو د هغوی سره یې اړیکې ساتلې او د امریکایانو او حکومت د حملو نه دساتنې وعدې به یې ورکولې. پدې ډول یې هغوی هم خپل کړي وو او ژوند یې تضمین کړی وو. په بدل کې یې بیا خپل مخالفین د هغوی په وسیله د منځه وړل. تر ډیره په خپلو شومو کارونو کې دوی کامیاب وو. د وردګو خلک یې بدبخته کړل. دا دوه لسیزې چې په افغانستان کې د انکشاف دوره وه، خو وردګ ولایت یې د جګړو په ډګر بدل کړی وو او ټول فرصتونه یې ترې واخیستل.

په دې هیله چې د وردګو خلک دغه چټلو خلکو ته چې د وطن او قوم سره یې نه جبرانیدونکې جفا کړې، یوه ورځ د دوی حساب په لاس ورکړي. د خپلو حقونو پوښتنه ترې وکړې. د استخباراتو هغه ناروا لوبې چې دوی پدې ولایت کې ترسره کړې ترې وپوښتي. د خپلو وینو او حقونو پوښتنه ترې وکړي. د دوی د ناولو څیرو نه نقاب لرې کړي، ترڅو هغه بدنامه قواره چې دوی غواړي پټه یې کړي رسوا او بربنډه شي. ترڅو ټول خلک د دوی په مخ تُف کړي. ترڅو بیا بل داسي غدار او خونخوار منافق پیدا نشي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د یو قوم د برخلیک او حقونو سره دا ډول ناروا ترسره کړي.

د عدالت په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply