سیکهـانو تاریخ او دین ته کتنه- پنځم ګورهـ

0 681

همایون دوست

سیکهـانو تاریخ او دین ته کتنه
پنځم ګورهـ.
ګورهـ ارجان دیوجي ـ (۱۵۸۱ـ ۱۶۰۶م.)
ګورو رامداس : د «پرتي چند»، «مهادف» او«ارجان دیو» په نامه دري زامن لرود، منځومي زوی له پخوا څخه دین چارو سره بې مینه ؤ، مشر یی وار له مخکي خلافت په خیالي ټال کې لا زنګل، چې ناڅاپه رامداس د ځنکدن ورستنیو سلګیو په شیبه ارجان پنځم ګورو په نوبت ګورو ناستځای ته نغوته کړ.
د خلافت پیل ورځوکې ارجان دیو د نانک بابا زوی لکشمي داس چې دا مهال یی سلیزی په کالیزی پښه اړولی وه پوښتنی ته ورغی، روغبړه کې سم هغه ورته وویل چې «مبارکه ږیره خو دی ډیره اوږده شوی»، په ځواب یی ده ورڅخه غوښتنه وکړه چې « دعا راکړه تر څو ستا شان او ستا په شان مشرانو د پښو خاوری په جارو کړم». هغه د رب تعال څخه ورته بریاليتوبونه وءغوښتل.
ده د واړه پوځي او اقتصادی ځواک په ډاډ سیک غورزنګ خپلواکۍ راغه ته راکښود، په مادی او معنوی شتمنیو یی موړ او د پاموړ لاسه ته راوړنو په برکت یی د هغه تګلاری او کړنلاری غوټ بڼی او خوزښت ته چورلټ له بڼسټه بدلون ورکړ، نوموړی غورزنګ یی نه مازی د هندو دین له غیږی او بدنی څخه بشپړ راوشکاوه، بلکی د یو پیاوړی سیال دین په توګه یی سر شاره د مقابلی تر وړتیا پوری په وړاندی مخامخ په دوه پښو ټینګ ودراوه، خو د بیساری ټکنۍ ودی له کبله د دربار مغول روحانیونو سره په سخت ټکر کي بشریت ته یی یو ځل بیا د منصور یاد تازه کړ، په لږ تغییر د ده پیژندنه د غني بابا په کلام کې :
منصورخو پخوا ډوب شو دا تش نور وو د جانان
دا نــه ؤ منصـور نــه ؤ دا ســرور وو د جـانـان
«ارجان دیو» (۱۵۶۳/ اپریل/ ۱۵) هنداول کې د سیک له مور او پلار پیدا، د سیک په روحیه سیکانو کورنۍ کې ړمبنی روزل شوی سیک ؤ چې اتلس کلنی کې، د ګورو دستار د پرتمنی ماڼی په دننه کې سر د کپری نه منجله کړ، ړمبي ګام کې یی د عشراو ذکات له لاری خزانی کې د زیرمه شوی پانګی خوندی ساتنی امن له پاره، یوه ډله سرتیری څوکیداری ته وء ګمارل، بیا یی دوه ویشت تبلیغاتی دیری چې د «عامر داس» له خوا د نانک دیو ښوونو تبلیغولو ته ځانګړی کړای شوی وی، میشت هندوان یی وسمهال سیک په قافلی ګډ شوی وو، هغو په ځای «درمثالونه» (معبدونه) او«مثاندونه» (امنیتي حوزی) ودان کړل؛ مبلیغینو ته یی د پخوانی رسالت ترڅنګ عشر (لسمه برخه) او ثلث (دریو نه یوه برخه) ټولونی مکلفیت دنده جبري کړه، په دی طریقه یی د دربار، ګارد او لنګر مالی لګښت په تمویلیده .همدغو مبلیغینو شغل او نصب خانداني اوسیمه کې د ثبات ساتلو دنده هم ورپه غاړی کړه.
د ده امامت پیری سره هممهاله، افغانستان کې نومیالی مبارز بایزد روښان د «خیر» په ژبه د خړخیبر ناتمامی عایداتي چینی اقتصادی ارزښت پښتنو ته «بیان» او هغوی یی هڅولی وو چې خدایی د دغه طلایی رحمت څخه پخپله خپل وږی ټبر موړولو له پاره ګټه پورته کړی، په همدغه انګیزه روښانیانو د دغه مهم ګمرکی بندر کنترول او مدیریت په خپله غاړه اخیستي او سوداګریزی اړیکی تر امریت ساره پوری غزلوی وی، هلته یی ګورو ته د ترکستان څخه قطغني اسانو راوستول، ده به وړاندی په نوابانو، راجه ګانو او ان تر مغولی درباری چارواکو پلورل او خپله یی هم پالل چې د ګڼو فیلانو تر څنګ یی د سوداګریزو توکو په انتقال او ترانسپورت د وسیله په توګه کارول، پدی سوداګریزی کاته کې دواړو خواو د پاموړ دومره ګټه ترلاسه کړه.
له فطرته دغه عاجز مزاج شتمن ګورو عامو پرګنو په ژوندینه «سوچه پادچا» یا «اصلی پادشاه» باله. دی سیکانو کې پس له نانک بابا څخه مهم ګورو ګڼل کیږی.
ګورو ارجان تر راتللو وړاندی نوی دین ته د جلب او جذب ساحه یوازی د (قهتری کاست) ښاری سوداګرو تاخچی په پولو کې ایساره وه، هندو ایین کې (شودر کاست) جټانو ته د وارنو پلید ذات تاخچی په خوا کی نیږدی، د نجس مقام ورکړی اوهندوان باندی یی ورسره په اړیکو کې ګڼ محدودیتونه لګولی، ارجان دیو په تدبیر زرګونو کلنو بندیزونو د بیلتانه په دغه دیوال، سیکان د جټانو بانډو او کروندو ته واوښتل او هغوی یی خپل دین سره د پیوستون او مشارکت له پاره «دعوت» کړل، جټانو له خوا د داسی «دعوت» چې په ټولنیز ژوند کې یی حیثیت د قهتریانو سره یو لیکه کاوه، په ویاړ او قدرداني هرکلي وشو، چې ورسته بیا همدغه کوتکمار جټان هم د دغه کاروان په سرسپارلوجنګیالوی واوښتل.
– سره له دی چې «نانک دیو» په ښوونو کې، مکان، انځور، تجسم او نورو بې روحه څیزونو لمانځنه غندله، هغه به زړه او په زړه کې زړه له کومی په «رب تعال» باور لرل د هر ډول معبود په پرتله غوره معبود ګاڼه، سربیره په دی هم ګورو ارجان ( په ۱۵۸۸م. کې) له دغه اصولو څخه په انحرافی خوزښت کې، د هغه مهال نوموتی صوفی «حضرت میان مير» څخه غوښتنه وکړه، چې په خپل لاس د «دربار صاحب» ودانی د تاداو ډبره خښه کړی، دغه نووښت له کبله چې سیک دین سرلاری ښوونو سره اړخ نه لګوی، که له یوی خوا نوموړی ګورو خپله لار کږوی، خو له بلی خوا په انعطافی څرختاو سره بیرته سیده کولو ته همدم اعتراف کوی چې یوازی د یوه ځانګړی دین، مذهب یا طریقت له خوا په ټاګل شوو پولو کې ناشونې ده چې د «حق» ستایل او لمانځل ایسار یا انحصار کړای شې او د مسلمان معمارانو په مهارت او زیار دربارصاحب ته د نورو ادیانو پیروانو په مخ څلورو خوا کې لاری ازادی او تلپاتي پرانیستی پریږدی؛ د دغه پرتمنی تاریخی ودانی رغاوي چاری د شپاړلسو کلنو په موده کې پشپړوی. (عربی «صاحب» پښتو «خاوند» یانی د «څښتن دربار» وسمهال د «طلايي معبد» په نامه هم یادیږی).
– همده په خپله پیره کې امریت سار د اوبو زیرمی پراختیا پروژه بشپړه او ګڼ اړخیزه ګتو لاسته راوړلو ته یی په کار واچوله، د همدی پروژی په مټ یی هندوایین د زرګونو کلونو دودیزی ځنځیری لړۍ څخه یوه مظبوته کړۍ غوڅه کړه، یانې مخکې له دی به دینداره سیکان د هندوانو په رسم خپلو ګناګانو پاکولو په نیت کنګا سیند کې په لمبلو تسکینیدل، خو دوی اوس د ګورو په تسلیت پوره په شوق امریت سارالهي رحمت په ډنډ کې د اوبو په څکلو اوغسل ترسره کولو سره له روح او جسم څخه د ګناه خیری توږی او مینځی.
د ګورو ارجان همدی هوښیار سنجول شوی ګام بله مهمه ګټه دا وه چې له یوی خوا یی د هندو ړانده مذهبی ژغ اغیزلاندی پیکه خرڅو سیک دیندارانو په لاس کال په کال پرېمانه پانګی بې درېغه وتلومخه ډب، د خیټه وری بتګړی له خولې څخه نه مازی سم غوړکپ، بلکې په پوره مانا سره روغ دین له غیږی څخه راوشکاوه، له بلی خوا یی «نانک دیو» د امت اوږه بنارس ته د کړاو ډک لری واټن مسافرت پېتي څخه تشه او په همدغو سپما شوو نغدی شتمنی یی ورته په تدریج سره شډل کلي ودان او بانډی ښیرازه کړی، چې له برکته یی بیوزلی په کې ورکه او کډوالی مخه یی ونیوله.
– د ده تر ځیرکي کتنی لاندی سیک پوهانو د «حق» ساینی په اړه، له دوولسمي نه تر اوه لسمي پیړۍ پوری د هندو بهګتي عرفانیانو، مسلمانو صوفیانو، سیک ادیبانو او شاعرانو شپږ زره نثری او نظمی کلامونه غورچڼد او د «پوتي صاحب» په نامه کتاب کې پیوند اوغنچه کړل، چې د دغه کتاب هستوی منځپانګه مخلوقاتو ته ښیګڼو رسه ولو په محور ګردچاپیره څرخیدله؛ دا کتاب یی په خپله ( په ۱۵۹۸ کال د سنتامبر ۲۴) اکبر پادشاه ته تلاوت کړ، پادشاه یی د نیغ اغیز لاندی همدم د ۵۱ طلایی سیکو انعام برسیره د همدی فصل مالیی په بخښلو سره سپارښتنه په وکړه چې نوموړی کتاب دی پنجاب کې خپورشی . («پوتي صاحب»، «پوتي» سانسکریت کې د کتاب مانا ورکوی).
د پوتی صاحب په خپریدو درباری روحانیونو د سختی غوسی په تاو کې مغولی اعظم ته، د دغه کتاب منځپانګه د فقهی علومو سره په ټکر کې وارزوله او د بتکړۍ سره یی په ګډه او په یوه خوله، ګورو ارجان له پاره د اشدی سزا او په نوموړی کتاب باندی د کلک بندیز لګولو وړاندیز وکړ، په دی تړاو ورسته د اوږد مهاله کشالو څخه ایله په ۱۶۰۶م. کال کې کمیسون وګمارل شو چې د کتاب محتوا له سره وګوری اوسپیناوی ته یی ګورو راوغواړئ؛ روحانیواوبتکړۍ په غوښتنه په همدی کال ارجن دیو دربار ته حاضریږی او د مختلفو ادیانو پیروانو ترمنځ تفاهم رامنځ ته کولو په بڼسټ د قانع کوونکوځوابونو پایله کې، قضایه هیُت د منطق په اصول د ده هڅی په ډیر قدراوعزت سره وستایلی، د همدی مجلس په حضور کې مغول اعظم پخپله وینا کې «پوتي صاحب» خالق د ثنا ملغلره وګڼله او دا یی رب تعال سره سیک اولیاءو د مینی او ګرمو ولولو داسی ټولګه وارزوله، چې د احساساتو تودخی څپې یی د نورو ادیانو پیروانو ان دننه په افکارو کې په سهلت سره، دوی (سیکانو) په وړاندی د تعصب منجمدی کوڼدی ویلوی، په بشریت کې د یو بل سره د مذهبی کرکی، خصومت او دښمنی دیوالونه ړنګوی، د همدغو ارزښتنو په ویاړ یی قاریانو ته لوړبیه سوغاتونه او ګورو ته د وریښمنو دستار ډالۍ کړ، برسیره په دی یی فرمان ورکړچې د پخلاینی، جوړجاړی او یو بل زغملو په برخه کې د عامه پرګنو اذهانو رڼا کولو په موخه، «پوتي صاحب» دی فارسی ته ترجمه او له سری هند څخه نیولی تر سرشاهی (د ننګرهار سرشی) پوری دی خپور او تبلیغ شی.
د مذهبي عقیدی له اړخه په خپله اکبر پادشاه ، د زردشت ښوونواغیزلاندی ژور ډوب شوی ؤ، خو له فطرته هندوی مور نه پیدا د راجپوتی هندوی میرمني سره ګډ ژوند کې غویاني غوښی نه پرهیز ؤ، سني حنفي مذهبه مسلمان ؤ، دی شخصاً په دی نظر ؤ، چې ټول موجوده ادییان د خپلو رڼو ځلاوالو سره، بیا هم په څنګونو یا شاء او مخ ته، تت یا تیاره سګڼي سیوری یانی تعصب غړوی، ده دا د زمان اړتیا ګڼله چې د دغو رڼا ګانو په ګډوله کې د «الهی دین» په نامه همدغه توری کرکې ته باید څراغاني وړانګی وغزیږی چې روښانې یی بشر کې د تساهل او زغم د انګیزه جوهر وروزی، یو بل په درک کولو سره ارینه ده چې څه نا څه انعطاف وکړو.
د مغول اعظم روغتیایی حالت په ځوړیدو سره هغه خپل زوی سلیم، برسیره په دی چې د پاد شاهی وړتیا په کې نه لیده ، هند تاج او تخت ته نوماند کړ، د ده په ځنکدن سره په ځانګړی توګه کله چې شهزاده سلیم د نورالدین محمد جهانګیر غازی پادشاهی تر لقب لاندی پادشاهی اعلام وکړه، ګورو ارجان نه یوازی خپل نږدی خواږی او سرسخته ملاتړی له لاسه ورکړ ؤ، بلکې د ځان په وړاندی د څرګند ګواښ احساس هم وکړ، په همدی مهال د هندوی میری نه پیدا د جهانګیر مشر ورور شهزاده خسرو چې بنګال کې نظربند ؤ، ځان یی د پلار اصلی وارث وګاڼه او د ده په وړاندی دولسو زرو سرتیری راغوڼد او بغاوت وکړ، واک په سر د ورنو خپلمنځي لانجو په ترڅ کې ؤ چې شهزاده خسرو ته د ګورو ارجن په لاس د پنځه زرو نغدو روپیو مرستی او د بری په هیله دعا یی د ده دواړه پښی د سیاسی شخړو په اړخت کې ونښلولی او په «بهای راول» سیمی ته په څرمه په مخامخه نښته کې د خسرو لښکر په ماتیدو سره جوخت د ګورو برخه لیک هم جوت په ډاګه شو.
نښته کې دواړه غاړو ته مرګ ژوبله واوښته، پخپله شهزاده خسرو کابل ته په لار د تښتی په حالت کې ورسته د نیول کیدو سره ړوند کړای شو، خو مغولو عقدو نه ډک شو زړونه څخه له ورایه څرګندیدله چې د ګورو ارجان جزا به سخته درنده وی، په لاهورکې د ده په نیول کیدو سره سم د ده نیږدی دوست مشهور صوفی پیر حضرت میان میر جهانګیر پادشاه ته د دوه لکو روپیی په بدل کې د ده خوشکیدوهیله ور څخه وکړه، خو هغه غوږ هم په و نه ږراوه. ګورو څخه په سختو شکنجو کې اول شرط د « دعوت» منل ؤ، لاکن ده مقامت کاوه او له خپلی عقیدی نه اوښته، مغولو ډیر په تودخی موسم کې سلامته ورځ نغری اور باندی په دیګدان کې شګه ګرمه او د ګورو ټپی، ټپی زخمی شوی جسم په واچولوی یی له پاسه سره کړی غوړی په توی کړل، چې سترګو په رپ په یوه لمبه سره دیګدان کې رڼۍ پولۍ پوکاڼۍ څرک په خړه لوخړه بدل او اسمان ته یی په یوه مڼده مخه کړه، دی لوخړی سیک باندی د ایمان په جرم ړمبنی قربانی روح له ځانه سره خیژاوه او مغول ته یی پیغام ورکولو چې خپله پښه مو په خپلی تخز ووهله.
په دی اړوند د پیر حضرت میان میر صاحب مریدان چې د منظری سیل بین ؤ ادعا کوی، چې مغولو مازی د ګورو جسد وسیزه، د هغه روح لا په زندان کې دننه، پیر صاحب په خپل کرامت سره په نور بدل او د بل نورسره یی یو ځای کړی ؤ.
ګورو ارجان که په خپل بیرغ کې د دفاع په نامه یوه توره د «پیری» په نامه کښلی وه، خو ځوی یی بله توره د تعروض له پاره د «میری» په نامه په اضافه کړه.# پیری + میری #

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply