د طالبانو او مولوي هبت الله د پام وړ

0 656

د طالبانو او مولوي هبت الله د پام وړ :

څوک چې د خپل اولوالامر سپکاوی کوي رب العالمين به يې دنيوي واخروي ذليل او سپک کړي

له خپل ولس او له حکومت سره له خبرو انکار د طالب لجوجت و سياسي وخامت جوتوي او واک يې تر پوښتنې لاندې راولي

ضياء الحق : ”افغانان نه شي کولای چې د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي“.

پاکستان بايد د پخواني نظامي ديکتاتور ضياءالحق زړه تګلاره پرېږدي. دغې تګلارې پاکستان په سيمه او نړۍ کې د ناسور زخم يا د سرطان پر دانې اړولی

سيد حسين پاچا

[[په اعلاميه کې دا هم راغلي وو، چې دغه ډله به د همدې سفر په ترڅ کې له لومړي وزير عمران خان سره هم ګوري (۱) او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو (۲) او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو (۳) او سوداګرو پر ستونزو (۴) خبرې کوي.]]

د طالب ومجاهد په نوم خپلو اُجرتي يا کرايه شويو قاتلانو ته دومره هوا ورکول له ټولو ديپلوماتيکو، حقوقي و اخلاقي اصولو او موازينو ښکاره سرغړونه ده. بلوڅ وآخوا مظلوم پښتانه خپل مشروع حق غواړي، خو طالب د نورو لپاره خپلې ملي – اسلامي ګټې ګواښي چې دا سره توپير لري.

چې چېرته ډب نه وي هلته ادب نه وي

غوا لا حلاله نه ده خانکي ورته پر سر ګرځي

تاسې ګورئ چې زموږ ګاونډي نالوستي او له سياسته ناخبره طالبان څومره د اسمان شنو ته خېژولي دي؟ دا پورته مسالې لا پرځای پرېږده چې د دوی له توانه پورته دي. طالب ته چې لا له نړيوالو بنديزونو سره لاس وګرېوان دي او حکومت هم نه لري، ايا زموږ ګاونډي به بل چا ته اجازه ورکړي چې له آخوا طالب او يا له ولسي پاڅون سره دغسې چلند وکړي. زموږ ګاوڼدي چې په تېر کې يې د بهرنيو نړيوالو دوستانو په زور عبوري حکومتونه جوړول، نو اوس هم لا هماغه سوچ کوي چې د يو رسمي ومنل شوي حکومت په مقابل کې يو بل موازي حکومت جوړ کړي. د شهزاده محمد بن سلمان له راتګ او پور اخېستنې نه يې بله ناوړه ګټه پورته کوله چې طالب بيا هسې هوا ته پورته کړی وو، خو ښه شوه چې لږ زمکې ته راکښته شو.

دوی خو تېرو کلونو کې پر د کډوالو پر ستونزو خبرې کړې وې څه ګټه يې وکړه؟ دوی خو د ځان غم نه شي خوړلای، نو د نورو به څه وخوري؟ که د خپلو مشرانو غم يې خوړلی شوای، نو نن به له دومره ذلت سره مخ نه ول. دوی خو د ملا محمد رباني، ملا عبيد الله اخوند، ملا عثمان، ملا داد الله اخوند، مولوي احسان الله، مولوي فاضل، مولوي ثاقب، معتصم اغا ان تر مولوي عبدالسلام ضعيف پورې پوښتنه ونه شوه کړای. د مولوي صاحب هغه غرېضه څه شوه چې پر مشرف يې کوله؟

ملا صاحب ګله،

ملا سړی او سياست؟

ته لږ خپل ګرېوان ته سر ښکته کړه چې پاکستان پر تا څه لوبې شروع کړي دي؟ له تاسو مخکې پر موږ مجاهدينو څه لوبې وکړې؟ تاسې خپل لوری غلط کړی او دغه لاره چې تاسې اختيار کړې دا مو د نجات لاره نه ده.

سعدي :

ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی

اين راه که تو ميری به ترکستان است

ستاسې دنيوي – اخروي وسياستًا عزت له افغان حکومت سره نېغ پر نېغه پر مخامخ خبرو او خپلمنځي تفاهم کې دی. هسې بېځايه د چا په ترو واشاره د يو بل دروازې مه ټکوئ. له تاسې مخکې جونېجو پر موږ مجاهدينو هم ډېرې دروازې وټکولې، خو لا تراوسه يوې هم موږ ته ګټه ونه کړه.

عبدالرحيم هاتف به له يوې مستندې دوسيې سره جېنوا ته راتللو، خو زموږ د عبوري حکومت فقيد روحاني مشر مجددي به تش لاس روان وو او دوسيه به له جونېجو سره وه. ښکاره خبره ده چې پاکستان لا هغه وخت د خپلو اړخيزو ګټو د لاسته راوړلو او تضمينولو په لټه کې وو.

تاسې چې اوس اسلام اباد کې له عمرانخان او نورو نظامي واستخباراتي او نورو بهرنيو چارواکيو سره ګورئ په داسې حال کې چې نه مو پوره مدرسه لوستې او نه مو پوره سياسي – اقتصادي علوم لوستي، نو تاسې به څه لاسته راوړنې ولرئ. حضرت صاحب خو لا لږ تر لږه هغه د مصر له الازهر پوهنتونه خلاص شوی وو، ولې بيا يې هم هغه د کار غوټه په لاس کې نه وه. ښاغلی حکمتيار خو لا لږ تر لږه د يو شعوري مکتب څښتن وو، نو حقانيه به ستاسې څه دود دوا کړي؟

افغان ولسمشر يو نړيوال اقتصاد پوه دی. څښتن تعالی به زموږ وينو ته کتلي وي. زما مشوره تاسې ته دا ده چې له دغه طلايي چاڼسه ګټه پورته کړئ او پرېنږدئ چې نور څوک د خپلو ګټو لپاره وکاروي. ولې خپلې غوښتنې د سولې او مفاهمې له ليارې له نړيوالو دوستانو سره نه شريکوئ؟ ولې د نورو دروازۍ ټکوئ؟ دغه د ذلت لاره چې مو خپله کړې دا خوشې کړئ او د عزت، سرلوړۍ و درناوۍ لارې ته راوګرځئ!

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبان: د تور لېست له کبله مو پاکستان ته سفر وځنډېد

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47269515

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply