د شاهي “سترې هیلې” کتاب چاپ شو! / ســیال یوسفي

0 1,302

په تېره یوه لسیزه کې د پښتو د بخت بېدارۍ له کیسو یوه دا ده چې دې ژبې ته  لسګونه نړیوال معتبر کتابونه وژباړل شول، دا لړۍ لا دوام لري او ورځ تر بلې ګړندۍ کیږي. زما په اند دا ډول کتابونه چاپیدل او بیا د ځوانانو له لوري یې تود هرکلی ددې لامل شوی چې د مطالعې مینه او مینوال هم زیات شي. شاخوا څو کلونه وړاندې چې به څومره شعري ټولګې چاپیدې او لوستل کیدې د هغې څو چنده اوس علمي، ادبي او سیاسي ژباړل شوي کتابونه چاپیږي او لوستل کیږي.

د دې لړۍ په دوام کې په دې وروستیو کې د ځوان لیکوال او ژباړن؛ منتشر شاهي د  انګریزي پیاوړي لیکوال چارلز ډیکنز ژباړل شوی ناول (سترې هیلې) چاپ شو. که څه هم دا د شاهي لومړۍ تجربه ده خو د کتاب د لیکنې له روان او اسان تسلسل داسې نه ښکاري چې دا دې د لیکوال لومړۍ ژباړه وي. دغه ناول له پښتو سربېره د نړۍ لسګونه نورو ژبو ته هم ژباړل شوی او له یو پیړۍ راهیسې تر تېرو دوه درې کلونو پورې پخپله انګریزي ژبه کې هم له بار بار لسګونه ګڼې چاپیږي.

په دې ناول کې چارلز ډیکنز کرکټرونه داسې په زړه پوري او انځوریز کړي چې ته وا پخپله د پېپ (د ناول مرکزي رول) په حویلۍ کې ګرځې او د کور ټولو غړو سره یې اشنا يې. شاهي؛ دغه کرکټرونه پر هماغو اوصافو دومره ښکلي را انتقال کړي چې د ژباړې امانت داري یې پکې له ورایه ښکاري. ددې ناول بله مهمه برخه د کرکټرونو او صحنو عاطفي بڼه ده چې په انګریزۍ اصطلاح کې ورته د کیسې (ایموشنل) برخه وايي، چې په ښکلې طریقه وړاندې شوې او د ناول مینه والو پام یې ځان ته اړولی دی. شاهي لومړی د دغو صحنو د اصلي رنګ ساتلو پوره هڅه کړې خو دا هنر یې هم کړی چې د خپل کلتور تر سیوري لاندې یې رنګینۍ نقاشي کړي، چې دا نوښت د ډیرو کمو ژباړونکو زده دی.

د ناول تر ټولو مهمه برخه تعلیمي او اصلاحي بڼه ده چې لوستونکي په بدو، سختو او نامساعدو شرایطو کې مبارزې، زغم او صبر ته رابولي. د ناول اتل، فېلیپ یا هماغه پېپ یو یتیم ماشوم دی چې دا ناول یې د مینې، ناکامۍ، فقر او ثروت، فساد، غچ او بښنې کیسه کوي او دا هم درته وايي چې څنګه له داسې حالاتو را ووځي.

له دې کتاب سره د لوستونکو د ډیرې مینې یو لامل دا دی چې ویل کیږي دا د  چارلز د خپل ژوند له کیسو سره ډیر سمون لري او لوستونکي غواړي د دغې پیاوړي لیکوال د ژوند نا ویل شوي، نه اوریدل شوي او نه لیدل شوي اړخونه په دې کتاب کې ولولي.

که تاسې د ناول له کلیشه یي او زاړه سبک ستړي یاست نو زه مو ددې ناول لوستلو ته رابولم، دا ناول مو د انګلستان له زړو کوڅو نیولې بیا د مصر د قاهرې تر سوداګریزو بازارانو په ټولو کلتورونو او په زړه پورو شیبو ګرځوي. تاسې به د انګریزي ناول لیکنې رنګ او خوند در څکي.

شاهي ته دې سترې هیلې بختورې وي او دا دې د هغه د راتلونکو ژباړو او لیکنو نېک قدمه ژباړه شي! او تاسې د پېپ د ژوند خوندورو او پیچلو شیبو او د پېپ او استلا د خوږې مینې کیسې لوستلو ته رابولم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply