اوبه ډېرې، خو مهار چېرې؟ 

0 543

که څه هم داسې اټکل کېده چې سږ کال به په افغانستان کې د وچکالي کچه ډېره او خلک به د اوبو له ستونزو سره مخ شي، خو سږ ژمی د اورښتونو له اړخه بېخي غني و او د هېواد په ټولو ولایتونو کې ډېرې واورې او بارانونه وشول.
سږ کال دومره واورې او بارانونه وشول چې له کبله یې څو ځله لویې لارې بندې، د خلکو ځمکې او کورونه یې لاندې او ان د دوی ژوند یې هم وګواښه.
له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو او د سېلابونو راوتلو پر خلکو ناورین راوستی او خلکو ته یې د ځاني زیان اړولو تر څنګ، ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
سره له دې چې راتلونکی کال به د وړاندوینې پر خلاف د اوبو کال وي او خلک به یې د سږ او تېرو کلونو په څېر د کمي احساس و نه ‌کړي، خو مهمه دا ده چې دا پراخې اوبه مهار او مدیریت کړو او د دې پر ځای چې ګاونډیان ترې ګټه واخلي، موږ یې د خپلو شاړو ځمکو په خړوبولو، د برېښنا په تولید او نورو برخو کې ترې کار واخلو.
که څه هم افغانستان د سیندونو پنځه لويې حوزې لري چې د اوبو د سطحې کچه‌ يې په کال کې کابو ۵۷ میلیارډ متره مکعبه اټکل شوې ده.
د اوبو د جریان له اړخه، د افغانستان جغرافیايي موقعیت داسې دی چې اوبه ترې ګاونډیو لکه ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته بهېږي او افغانستان یې د اوبو له پلوه په یوه غني هېواد بدل کړی دی.
که د افغانستان اوبه ښې مدیریت او اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي، دا سرچینې به د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په یوه ښه فکټور بدلې شي.
اوبه د ژوند هغه اړتیا ده چې له یوې خوا ترې پرته ژوند، پایښت او پرمختګ ناشونی دی او بل ‌خوا اوس په نړېواله کچه مهمه ماده بلل شوې چې ډېری هېوادونه یې له کمښت سره مخ دي، خو افغانستان بیا که څه هم پرېمانه اوبه لري، مګر له دغو اوبو زموږ پر ځای ګاونډیان پرېمانه او وړیا ګټه اخلي. سره له دې چې زموږ د سیندونو پر غاړه شته ځمکې شاړې پرتې دي او فصلونه یې له تندې مري، خو اوبه مو نورو هېوادونو ته ور بهېږي.
که افغانستان خپلې اوبه ښې مدیریت او مهار کړي او د هېواد په دننه کې ترې ګټه واخلي، هېواد به مو له اقتصادي او سیاسي ستونزې وباسي چې نړیوال به ورته حیران شي، ځکه همدا اوبه دي چې د انرژي او برېښنا د تولید لامل کېږي، کرنه ورسره وده کوي، کرنیز محصولات مو زیاتېږي، خلکو ته کاري اسانتیاوې برابرېږي، صنعت مو ورسره وده کوي او څومره چې خپلې اوبه مهار کړو، په هماغه کچه به مو هېواد په بېلابېلو برخو کې وده وکړي.
په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې افغانستان ته بې کچې بهرنۍ مرستې راغلې، د اوبو او برېښنا ځانګړی وزارت فعال دی، خو لا یې هم سمې خپلې اوبه نه ‌دې مهار کړي او ګاونډیان مو ترې وړیا ګټه اخلي او زموږ د اوبو ذخیره کولو لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.
خو اوسنی حکومت د خپلو اوبو د مهار او مدیریت په برخه کې جدي دی او غواړي دلويو بندونو او زېرمو په جوړولو سره د پردیو پر ځای ترې خپله ګټه واخلي او په دې برخه کې ځینې اقدامات شوي، لوی بندونه جوړ شوي، پر ځینو یې کار روان دی او د ځینو نورو جوړول یې هم د راتلونکیو کلونو په پلان کې دي.
اوس ایران او پاکستان د افغانستان له اوبو تر موږ ډېره ګټه اخلي، ځانونه زموږ د اوبو څښتنان بولي او د دې لپاره چې مهار یې نه‌ کړو له هيڅ اقدامه درېغ نه ‌کوي.
د افغانستان په جګړه او خرابي کې د دغو هېوادونو د ښکاره لاسوهنو یو لامل همدا زموږ اوبه هم دي چې نه غواړي یو ځواکمن نظام ولرو، خپلې اوبه مدیریت او پر ځان بسیا شو، ځکه هغه مهال به بیا دوی د اوبو ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.
خو د حکومت اراده هم په دې برخه کې پخه ښکاري او ولسمشر اشرف غني خو ان د افغانستان اوبه خپله ابرو بللې او مهارول یې د حکومت ملي هدف یاد کړی دی.
نا امني او جګړه د افغانستان د اوبو مهارولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی، ځکه له یوې خوا حکومت خپله ډېره برخه بودیجه په جګړه لګوي او ټول تمرکز یې له ترهګرو د هېواد او افغانانو پر ساتلو ور ټول دی او بل ‌خوا هغه هېوادونه چې وړیا د افغانستان اوبه ور بهېږي او ګټه ترې اخلي په بېلابېلو بڼو په افغانستان کې د دا ډول ملي تاسیساتو د جوړولو مخه نیسي.
که په هېواد کې جګړه نه وي اسانه کولای شو نه یوازې خپلې اوبه، بلکې له نورو طبیعي زېرمو هم ښه پوره ګټه واخلو، خو دا په ‌دې مانا هم نه‌ ده چې په هېواد کې جګړه ده او موږ دې کرار کېنو، پر خپلو طبیعي زېرمو او سرچینو دې کار و نه‌ کړو. باید په هر حالت کې خپلې زېرمې، په تېره بيا اوبه چې په نړېواله کچه اوس حیاتي موضوع یادېږي، مهار او مدیریت کړو.
تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان امنیت او ثبات دی، ځکه اوس د حکومت ټول تمرکز د جنګ په مدیریت دی او پر جنګ نه یوازې وسلې او امکانات لګېږي، بلکې زیات وخت هم ورباندې مصرفېږي؛ نو که چېرې همدغه وخت او امکانات د جنګ پر ځای د اوبو په مهارولو او د لویو بندونو په جوړولو متمرکز شي؛ نو باور دی چې د هېواد او هېوادوالو لپاره به مهمې پایلې ولري، په دې کې شک نه‌شته چې پاکستان او ایران به په دې برخه کې مزاحمت ایجاد کړي، مګر حکومت ورته بشپړ چمتووالی لري.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply