تخنول/ روف لیوال

0 571

اوس مې چې تخنوی ، نو پسخیدو او چنګیدو ته مې هم ټینګ شی !

په کامنټونو کې څو وروڼوراته لیکلی دی چې ته خو پښتون یې ، ولې په پښتو ژبه لیکنې نه کوې؟

زړه ته رانږدې ښاغلو: نو غوږشی !

الف : کال۱۳۸۳د لیندۍ میاشتې یوولسمه شپه ، خدای دې وبخښی د علامه پوهاند عبدالشکور رشاد د ژوند  وروستۍ سلګې وې ، د مرحوم علامه کور د خیرخانې مینې په اولې حصې کې وو ، د مرحوم له کور نه ساعت په ساعت د مافیا مشر کرزی د فرهنګی سلاکار دفتر ته زنګونه ورتلل چې که کوم امبولانس د علامه کور ته ورواستول شی ، خو په ساعتونو د امبولانس څرک نه لیدل کیده او د علامه وضعیت ګړۍ په ګړۍ خرابیدو ، د کوڅې په هغه سر کې د ښاغلی یونس قانونی کور وو، کله چې هغه خبر شو په څو دقیقو کې یې امبولانس د نورو اړینو شیانو سره چمتو او په بشپړې مرستې سره ، پوهاند صاحب د سردار داوودخان روغتون ته په تلوار او ډیره ښه توګه ولیږدول شو، چې هملته یې بیا پور پرې کړ، فرهنګی شاهدان ښاغلی قاضی محمد حسن حقیار او ښاغلی پرتو نادری لا ژوندی دی ، سره له دې چې قانونی له پوهاند صاحب سره جوړ هم نه وو.

ب : د پښتنو یو ډیر مهم او دودیز شعار دا دی ((خدای مې دې تربره ته بې وروره ،- او ورور ته مې بې زویه نه کړی )) تاسو دې د زړه د قساوت نه ډک شعار ته ځیر شی چې څه ترې جوتیږی ؟ خصوصاً د ورور په هکله .

ج: سره له دې چې زما ابتدایی زده کړې د کابل په منوچهرې ښوونځی او ثانوی زدکړې په حبیبیې لیسې کې ترسرشوی او د پښتو ژبې سم لیکوال هم نه یم ، بیاهم په کال۱۳۸۹کې مې یو کتاب چې منځ پانګه یې اویا سلنه ژباړه وه ولیکه ، د مخ کتنې لپاره مې پښتانه لیکوالان او شاعران چې اوس غټې سټې دی راوبلل ، سره له دې چې رانه غلل ، له ملنډو ډک پیغامونه یې هم راورسیدل ، یو یې چې لاد کتاب د مخ کتنې د مراسمو کباب یې له ستونی تیرشوی هم نه وو د لمر تلویزیون خبریال ته د کتاب او زما تخریب پیل کړ ، چې لا اوس به هم د لمر تلویزیون په آرشیف کې شتون ولری ، خوکله مې چې په هرات کې یو اختصاصی ښوونیز پښتو کتاب ګوټی ولیکه د چاپ او مخ کتنې لګښت یې تاجکانو په ورین تندی ورکړاو زه يې لاهم تشویق کړم.

د: وروسته له ۹کلونو ښه یا بد ژورنالستیک خدمت پښتو ژبې ته د آینې په کلتوری مرکز او پژواک خبری آژانس کې د لازده کړو لپاره آل انډیا پښتو څانګې ډهلی ته ولاړم ، کله چې بیرته راستون شوم ، د پاکستان تالی څټو رسنیو ماته داسې برګ ، برګ کتل تا به ویل چې کوم غټ جرم مې ترسره کړی وی ، هیڅ چا کار نه راکاوه ، وروسته له ډیرې مودې وزګارتیا او کړاوونو، ټلوالې ته یوې اړوندې کمپنۍ په ډیر ښه معاش په دنده وګمارلم ، چې کور یې ودان .

ه :  د کاواکه اقتصاد سره ، سره په هرات ولایت کې مې د یونیم زر افغانیو په ارزښت سوغاتونه چمتو او یوه پښتون لیډر ته مې وسپارل تر څو خپلو وروڼو او خویندو ته یې کابل ته ورسوی، چې د هغه وروڼه او خویندې زما هم خپلوان کیدل، سره له دې چې بزنس کلاس الوتکه او موټر یې هم په اختیار کې ول ، په ناځوانۍ سره دا امانت لا تر اوسه تری تم دی .

و : لرې نه ، نږدې همدا اوس د یوبل جرړې سره باسو او غیر له یووالی نور په هر څه کې سره اتفاق لرو (له دې وجهې چل نه راځی که نه شیعه کیدلم)

ز: څرنګه چې زما هیکل د اوښ په څیرده ، نو کینه مې هم د اوښ غوندې ده ، دا هغه لاملونه ول چې پښتو لیکل را ځینې پاتې شول ، خو سره له دې همدا اوس د اصلی دندې ترڅنګ په هرات کې د پښتو ژبې استاد هم  یم  .

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply